اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

ګران ملکزی او د کږلېچونو

ګران ملکزی او د تصوف او کږليچونو اثر

” اى په ځان کې ورکه ! پوه نه شوې چې تن دې قبر شوې، خپل نفس دې ونه پيژانده؛ نو ځکه ستا نفس ستا قبر کن شو“ د اليف شافاک د (ملت عشق) له کتاب څخه.

له نيکه مرغه د يو منلي ليکوال او فاضل شخصيت، ولي الله ملکزي صيب کتاب را ورسيد. د دې کتاب اهميت د څو اړخونو له کبله زيات دى. يو خو دا چې د تصوف په باب يو تيوريک اثر دی او يو فکري سيستم موږ ته په علمي ډول را پيژني. داسې سيستم چې زموږ په لرغوني فرهنگ کي ژورې ريښې لري او ملکزي صيب پرې شننه کړیده. څه پيښه ده چې ملکزي صيب د تصوف او عرفان په باب غنيمت کتاب کښلي دی؟ زما په نظر خو د نښې منځ يې ويشتي دي. واقعيت خو دا دى چې تصوف او عرفان د پښتنو په فرهنگ کې ژورې ريښي لري خو په دې اړوند علمي اواکاډميکه پوهه نشته. د ملکزي صيب دا اثر، همدې خبري ته تر يو حده ځواب وايي.

ښه مې په ياد دي چې معاصر افغان فيلسوف، شهيد ډاکټر مجروح وايي: ”شرقي صوفي او غربي انسان دواړه د پرومته پسې تللي دي او په دوه ټکو کې گډ نظر لري. لومړي دا چې دواړه برخليک ته نه تسليميږي، بلکې ډغره ورسره وهي او هيڅ بيرونی اقتدار نه مني. د لاسبرو سياسي او مذهبي ځواکونو په وړاندي عصيان کوي. په يوازې سر او په خپل قوت باندې په اتکا سره، هڅه کوي چې پخپله د ژوند او هستۍ معنا پيدا او يا ايجاد کړي. دواړه د مانا ايجادوونکي دي او په دې هڅې کې د مانا د پيدا کولو او د مانا په هستولو کې ځان مومي او خپل ځان هستوي. دوهم دا چې دواړه يوې لوړې مرتبي او مقام ته د رسيدو په هيله دي او دا هماغه په کمال کې د خودۍ د شعور تحقق دى. دا تحقق څه دى؟ دا تحقق په انساني موجود کې د رباني طبيعت چاودنه او انفلاق دى. دا چاودون په ژورو کى هستي لړزوي او د وجود جوړښت بدلوي.“ (څو فلسفي او ادبي ليکنې) د پوهاند بهاء الدين مجروح د ليکنو ټولگه ١١٨ مخ.

دلته د تصوفي فکري سيستم په اهميت خبره ده چې انسان بدلوي او په هغه کې يو شور پيدا کوي. بیا د دې شور له لارې يا د هغه په واسطه هرهغه څه چې د انسان سره دښمني لري، ورسره ډغره وهي. مرحوم استاد په دې خبرې ټينگار کاوه چې په ختيزه نړۍ کي د لويديځ په څېر فلسفه او فلسفي تفکر وده نه ده کړي خو تصوف په کې ژورې ريښي لري. هغه د پرومتوس بيلگه يادوله هغه به ويل: د شرق او غرب انسانان دواړه د پروميتوس په لار تللي دي؛ خو توپير يې په دې کې دى چې د لويديځ انسان په مادي دنيا کي غرق دى او د ماديت په وزرو تر انسندنتال لاره نيسي. خو د شرق انسان د معنويت لاره نيولې او د معنويت له لارې تعالي ته ځان رسوي.

د (تصوف، روحانیت او کږلیچونو) په دې اثر کې د تصوف او عرفان په مهمو او کليدي مسائلو بحث شوي دى. هغه يې را سپړلي دي او د ځوان نسل تنده پري خړوبيدلاې شي. په دې اثر کې د تصوف مهم اصطلاحات، له فلسفي سره يې توپير، د نفس مسئله/ تزکیه، په اسلامي تمدن کې د تصوف ظهور او نورو باندې خبرې شوي دي. دلته دا په ډاگه شوې چې اسلامي دنيا کې تصوف د ظلم، وحشت او بربريت او چور او تالان په وړاندې د يوعصيان په توگه را پورته شوېدی. د رابعه عدويه، ابراهيم ادهم او نورو ظهور د زهد، ورع او عبادت له لارې تصوف ته مخه کړیده. دليل يې دا وو چې کله عربي قوماندانانو او فاتحينو شرقي ملکونو ته د فتحې په خاطر مخه وکړه، اسلام يې خپور کړ. خو ډير مال او ثروت يې هم جمع کړ، صوفيانو او عارفانو د هغو په وړاندې غبرگون وښود او نوی معنوي جريان د تصوف په نامه رامنځ ته شو.

موږ په افغانستان کې په تاريخي لحاظ هم له دې مسائلو سره وينو چې دلته او په هرځاى کې تصوفي فکري جريان د خپلې ټولني نه رنگ اخلي او د ټولنې او انسان اړتيا په کې انعکاس کوي. د بيلگي په توگه، خواجه عبدالله انصاري او ابن سينا په اشارات او تنبيهات او نورو اثارو کې د مذهبي تحجر او دوگماتيزم په وړاندې مبارزه کړیده. بايزيد روښان د مغلي ظلم او استبداد په وړاندې تصوفي او عرفاني جريان په متن کې مبارزه پيل کړه. د هغه سرفروشو پيروانو په کلکه مبارزه وکړه؛ نه يوازې وسله واله بلکې فرهنگي او قلمي مبارزه يې وکړه. مشهور صوفي او عارف، فقير ايپي چې کله د انگریزانو پرضد د غزا غږ وشو نو خپله لنگرگاه او خانقاه یې وتړله او د انگريز پرضد يې مبارزه وکړه. آيا پاچا خاني او د خدايي خدمتگارو غورځنگ همدا رنگ نه درلود؟ چې درلود يې. ولې حمزه د مرکز غږ کوي: چې څو راغونډ په يو مرکز يې نه کړم - هرې تپې ته له جرگو سره ځم. په دې اساس د اصلاح او ځاني خبرتيا اصلي جريان همدا تصوف وو چې د فرهنگ او ادبياتو د زيږون پيلامه شو.

خبره د ملکزي صيب په اثر ده. دا اثر په لازم وخت کې رامنځ ته شوى دې. تصوف د رواني او نفسياتي تمرکز غوره او په زړه پورې وسيله ده. زه د دې اثر په ژبه او سلاست باندې څه نه وايم، ځکه ډاکټر صیب ياد ښه شننه ورباندې کړېده. خو کله چې د کتاب محتوا ته گورم نو په يو کوچني اثر کي چې نږدي دوه سوو مخونو ته رسيږي؛ د تصوف او عرفان ډيرې عمده گړنې او اصطلاحات را ټول شوي دي. دا ځکه چې تصوف او عرفان خپله ځانگړي ژبه لري او دا ژبه له نورو هغو جلا ده .

ملکزی صيب د تصوف پنځوس بنسټيز اصطلاحات راپيژني چې د هرچا له پاره د يو ريفرنس په توگه په کار راځي، لکه: اخلاص، نيت، خلوت، شريعت، طريقت، نفس، ذوق، قلب او نور. همدارنگه ليکوال د تصوف څلور فلسفي اصطلاحات لکه ناسوت، لاهوت، جبروت، ملکوت په ښه او روانه ژبه شرح کوي. همدارنگه په اسلامي فرهنگ کي په لنډه توگه ټولې تصوفي طريقې او مکتبونه راپيژني. لکه نقشبنديه، چشتيه، مولويه، قادريه، سهرورديه او نور.. په اسلامي تمدن کې د مشهورو عارفانو او صوفي شخصيتونو راپيژندل هم ور زيات شوي دي.

لنډه دا چي دا اثر ډيرې زياتې ښيگڼې او گټور مسائل لري، په تيره هغه کسان چې نوي د تصوف انگړ ته د ننوتو هيله لري ورسره ډيره مرسته کوي. خو پاتې دې نه وي ما ترمخه هم وويل چې تصوف او عرفان زموږ د آسيايي او افغاني فرهنگ محراق دی. ځکه خو په يوه اسلامي محافظه کاره ټولنه کې بيا هم د تصوف ليوالان دومره زيات وو چې آخوند درويزه يې په خپل وخت کي په خپل اثر، تذکرة الابرار والاشرار کې يوازې په پښتنو سيمو کې شمير درې سوه ښيي، خو د دې ټولو سالار بايزيد انصاري (پير روښان) وو چې هم يې د دستگاه او استبداد سره ډغره وهلې او هم يې علمي او فرهنگي اثار هست کړي دي.

زه ملکزي صيب ته د دې اثر مبارکي وايم او هڅه يې ستايم. څرنگه چې هغه په اکاډميکه عربي ژبه هم پوهيږي، نو د نورو فلسفي او عرفاني اثارو د هستولو هيله ترې لرم.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←