اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

دننګبال سیوری

د ننګيال سيوری د ننګيال په هيواد کي دلويو غمونو دروند سيوری

د ننـګيال قلم د يو شاعر قلم دى. د داسې يو شاعر قلم دى چې د رنګ پر ځاى ترې د وطن د غوټيو او ګلانو له پاڼو را زبېښل شوي شات راڅڅيږي او خوند او ښکلا خپروي. بېله شکه چې د نثار ننـګيال په باب خبرې هم د شاعر ننــګيال د قلم تر سيوري لاندې بايد وشي او له همدې کبله"سيورى" داسې يو ناول يا ناولټ دى چې پر نثر يې هم د شاعر سيورى پروت دى، په نثر کې يې هم شاعري شوې ده او داسې يو ناولټ او منځنۍ کيسه ده چې په حقيقت کې له پيله تر پايه په نثر ليکل شوى يو شعر دى او يا د شعر سيورى.

"سيورى" د ارواښاد اسحاق ننـګيال د يوازيني راپاتې داستاني اثر(ناول يا ناولټ) نوم دى چې هغه د ژوند په وروستيو کلونو کې ليکلى او په بشپړ ډول د هغه له مړينې وروسته په 1377هـ.ل کال کې د لېمې مجلې له خوا په(76) مخونو کې خپور شوى دى.

"سيورى" د کيسې او داستان له پلوه زيات د پېښو او پرله پسې حوادثو د لړۍ داستان نه دى، خو د شاعر او ليکوال د تصوراتو او خوبونو داسې يوه لړۍ ده چې د هغه له ماشومتوبه نيولې، د هغه تر زلميتوب او د هغه په خپله وينا، تر"سړيتوبه" پورې دورانونه، د خوبونو په همدغه تسلسل کې په لنډيز سره رانغاړي او داستاني بڼه ورکوي. د خوبونو او تصوراتو همدغه لړۍ هم يو لړ داسې مهمو پېښو ته اشارې لري چې زموږ د هېواد د وروستيو شلو_پنځه ويشتو کلونو تر ټولو مهمې پېښې دي.د "سيوري" کيسه له يو کلي پيل کېږي. هغه کلى چې ښکلى او له صميميته ډک دى او ليکوال يې په شاعرانه توګه موږ ته راپېژني. کلى د مينې، ښايست، غم او ماتم د ګډو خوبونو يوه ټولګه ده چې هم په کې د مور خوږې پستې خبرې شته او هم په کې د جګړې او جګړه مارو خوب تښنوونکي غږونه.

له کلي څخه ښار ته راځگي د ښار ښاري کړه وړه او چلندونه ويني، ورسره روږدى کېږي او يوه برخه کېږي يې.

د وخت له بازاري سياستونو کرکه کوي خو له بازاري مينو خوند هم اخلي. جګړې د هغه د ښار غريبانه جونګړه ور ړنګوي، پلار يې ور وژني. داسې ډېرې جونـګړې ړنـګېږي او داسې ډېرې ښادۍ په غم بدلېږي او دى اړ کېږي چې بېرته کلي ته مخه کړي. له دې وروسته نو پېښې په کلي او ښار کې د هغه د خوبونو او تصوراتو يوه ګډوله ده چې کله يې په خوب کې ويني او کله يې تصور کوي. کله يې په سترګو ويني خو باور کولى يې نه شي او کله چې يې پخواني يادونه په مخه کړي، هغه څگه اوس نه شي موندلى. د ښار خوبونه، د ښار خوندونه او بې خوندۍ د راوي، چې خپله ليکوال دى، د خوبونو داسې نه شلېدونکې لړۍ جوړوي چې خوب او حقيقت سره ګډېږي او يو په بل کې ورکېږي. هغه څه چې په خوب کې ويني، رښتيا دي او هغه څه چې په خپلو سترګو يې ويني، د هغه د تصور او خوب يوه لړۍ ده.

په سيوري کې د يو انسان دننه(اروا او روان) ډېر ښه راسپړل شوى دى. د ليکوال دغه اثر د جنګ په خونړيو کلونو کې د انساني پټو اړخونو د رابرسېره کېدلو يوه هڅه ده؛ د انساني ژوند د ناويلو اړخونو د ويلو يو زيار دى؛ د پټولو په وړاندې يو اعتراض دى. يوه داسې هڅه ده چې د جګړې د درواغجنو اتلانو ريښتينې څېره خلکو ته ښيي او د هغو مډالونو او نښانونو حقيقت بيانوي چې په درواغو او د هېوادوالو په وژلو او د پرديو د خوښولو په بيه ګټل شوي دي.

"سيورى" که له يوې خوا يوه رواني کيسه ده، که د رومانټيکو خوبونو يوه لړۍ ده، د پاملرنې وړ خبره دا ده چې دغه اثر د افغانستان د اوږدې غميزې د دروند غم بيان ته هم ځانګړى شوى دى او له همدې کبلهموږ"سيورى" يو داسې سياسي داستان(ناولټ) هم بايد وګڼو چې د افغانستان په ډېر حساس تاريخي پړاو کې ليکل شوى او د افغانانو دروند ماتم په کې ځلېدلى دى. په دې توګه موږ د دغه اثر ځانـګړنې له بېلګو سره يو ځاى داسې ګڼلى شو:

1. "سيورى" د شاعر په قلم ليکل شوى يو داستاني اثر دى او له همدې کبله پرې شاعرانه رنګ غالب دى، په دغه شاعرانه نثر کې په زړه پورې شاعرانه ترکيبونه او شاعرانه خيال ځان راڅرګندوي. دغه بېلګې لولو:

"همدغه ټولې کيسې به مې د خوب په وريښمينې کرونده کې راشنې شوې، راوبه ټوکېدې او په خپله به د خپل خوب نندارې ته ناست وم. د پېريانو چمونه به مې ليدل او د ښاپېريو پر وزرونو سپور به د کوه قاف څوکو ته ورتلم، په خپله به د ښاپېريو د کيسو اتل شوم…"(1_2)مخونه.

او:

"نوى د شپې زړه چاودلى او د رڼا مور لنګه شوې ده… دا زه يم چې تر ټولو د مخه د رڼا زېږېدنه وينم او مخې ته يې ورځم… زموږ د کلي ويالې، د کلي په ښۍ څنډه کې د خپل ژوند د عمرونو سفر -پيل کړى دى، د رڼا پۍ څاڅکى_څاڅکى د ويالې پر شونډو ووري او د اوبو هندارې مينځي…"(7)مخ. د دغه ناول، د دغې برخې نثر ته

په ځانـګړې توګه ځکه پاملرنه په کار ده چې دغه نثر د شعر يوې ښې ټوټې ته پاتې کېگږي: "

ډېرې ورځې تېرې شوې خو بيا مې هغه ښاپېرۍ ونه ليدله. سهار وختي به له خوبه راپاڅېدم او هغې ويالې ته به په غلا_غلا لاړم. د ولو د نازکو پاڼو د ټکريو تر شا به پټ شوم، خو له اوبو څخه به هغه نازک او ورېښمين زوږ نه خاته.

رښگتيا ما د ښاپېريو مړېنه هم ليدلې ده، دا يوازې موږ نه يو چې مرو، ښاپېرۍ هم مري. نه چې زما د خوبونو او خيالونو دغه ښاپېرۍ هم د مړينې اّس تر پښو او پوندو لاندې کړې وي، نه چې دېوانو يې د ښايست د لوټ په خاطر د کوه قاف د لوړو څوکو بنديوانه کړې وي.

خوب مې چېرې دى؟ توره مې چېرې ده؟ نه پوهېږم، نه پوهېږم، نه، نه هغه ژوندۍ ده، هغه مرګ نه شي وژلى. ما هيڅکله د ښاپېريو مړينه نه ده ليدلې. دا موږ يو چې هره شېبه مو مرګ ښکار ته ناست دى، ښاپېرۍ مرګ نه پېژني. هاغه ده وينم يې چې د کوه قاف په هغې څوکې کې پښې تړلې پرته ده. چغې وهي، خو څوک يې غږ نه اوري. خلاصون غواړي، خو څوک يې مرستې ته نه دانګي. د ښاپېريو بادشاه هم ناست دى خو نه ورته ګوري.

دا دى مرستې ته يې ورځم، تږې به وي. اوبه وروړم او د پښو زنځيرونه يې په نوکو او لاسونو غوڅوم. لپه مې له اوبو ډکه ده. نه… نه دلته اوبه نشته. لپه مې له اوښکو ډکه کړې ده، د اوبو پر ځاى يې وروړم.

له خپلې لپې سره د کوه قاف څوکې ته خېږم. په خاپوړو ورځم، دلته د پښو ځاى نشته، ورنږدې شم، همدا چې لپه د هغې شونډې ته نيسم، ښويېږم او له هغې څوکې نه د زمکې تل ته رالوېږم، لپه تشه شي او اوښکې تويې شي. بېرته لپه له اوښکو ډکه کړم او وخېږم. خو بېرته رالوېږم او لپه تشه شي او اوښکې تويې شي، ښاپېرۍ تنده وژني، ښاپېرۍ چغې وهي، رښتيا، نن ښاپېريو راته هم لېونى وويل…."(19_20)مخونه.

لکه چې وينو يې، شاعرانه نثر د ننـګيال د"سيوري" يوه ځانـګړنه ده. سره له دې چې په داستاني نثرونو کې، د نثر ژبه بايد، له شاعرانه ژبې څخه توپير ولري او د جملو او ترکيبونو د شاعرانه جوړښت پر ځاى، د نثر روان داستاني بيان غوره ګڼل کېږي، خو ننـګيال غوښتي دي چې په داستاني اثر کې هم شاعري وکړي. له همدې امله، شاعرانه ژبه، شاعرانه بيان او شاعرانه ترکيبونه، د"سيوري" د داستاني اثر ځانـګړنې جوړوي. له نثر څخه د شعر عاطفي بار زيات وي، ننـګيال په"سيوري" کې د عاطفې يو سېلاب روان کړى دى او دغه عاطفي سېلاب ته د شاعرانه ژبې اړتيا وه. خو بنسټيزه خبره دا ده چې ننـګيال د شاعرانه انځورونو پنځوونکى دى او پر داستاني نثر به يې خامخا د يو لوى شاعر سيورى پروت وي.

2. په "سيوري" کې د ليکوال قلم لوڅ او بربنډ دى. د "جنس" او "سيکس" په برخه کې د "سيوري" کرکټر چې د "راوي" په بڼه په حقيقت کې خپله "ليکوال" دى، هېڅ شى نه پټوي، څه چې کوي او څه چې ويني، هغه بې پردې وايي. دا يو بغاوت دى. د چا به خوښ وي او د چا نه. څوک به يې وستايي او ځينې کسان يې ښايي وغندي، هر څنګه چې وي دا د"سيوري" يوه ځانـګړنه ده، دا يوازې ننـګيال هم نه دى چې په داستاني اّثارو کې يې داسې يو بغاوت ته ملا تړلې ده، موږ په دې برخه کې نورې بېلګې هم لرو، خو د ننـګيال په"سيوري" کې، دغه اړخ هم د پوره پاملرنې وړ دى.

په دې برخه کې يې دغه دوه کوچنۍ بېلـګې لولو: "… اوس څه نا څه هره ورځ د هغې او دغې ښاري ښاپېرۍ پر وزرونو سپور، د هغو تيارو چتونو غولي ته ورځم، عقل وژنم، خو بيا را ژوندى شي، بيا را ژوندى شي، بيا يې ووژنم او هغه ښاري ښاپېرۍ په بدل کې د ځان واګي په لاس کې راکوي، سره بربنډ شو او سره تر غاړې شو او ښکلا ترې روم…."(4)مخ. او يا:

"… البوم ټپ کړم او هغه د هغو کاغذي پاڼو د خلاصولو په ځاى د کميسه د تڼيو په خلاصولو پيل وکړي او د ګرېوان هغه تړلى ور راته پرانيزي، هغه بربنډه شي او زه هم بربنډ يم، لکه کب داسې بربنډ يم، خو دا ځل په بويناکې توشکې نه، د قو پر بڼکو پروت يم، دلته هغه تورې او خيرنې پردې نشته چې هغه لانده او خوسا بويونه سر ترې اوچت کړي. دلته د مرمرينو دېوالونو او چتونو تر سپينو سيورو لاندې بربنډ پروت يم. لکه فاتح داسې مغرور پروت يم. تر سينې لاندې مې هغه انارې تيونه لکه هيلۍ په ټوپونو دي او د هغو سپينو او غوښنو ورنونو پۍ په په خپلو ورنونو احساسوم او د خوندونو او رنګونو په وريښمينې غېږې کې اوړم رااوړم. هغه مې پر شونډو او زه يې پر تيونو او ورنونو بوخت يم، تر هغو چې اورونه سره ساړه کړو او اورونه سره ووژنو. سپک شم، لکه د باد د هغې بڼکې په څېر سپک شم…."(63)مخ.

3. د ننـګيال د"سيوري" يوه بنسټيزه ځانـګړنه دا ده چې په دغه اثر کې د افغانستان د شل کلنې غميزې، بېلابېل اړخونه موږ ليدلى شو. د مينې او عاطفې او د شاعرانه خوبونو او رومانټيکو اړخونو په څنـګ کې"سيورى" يو بشپړ سياسي ناول يا ناولټ دى. يا غوره ده که وويل شي، "سيورى" داسې يو اثر دى چې د وخت جنګي_سياسي حالات او چلندونه يې اصلي موضوع ده. د افغان شل کلن ناورين او د ثور د اوومې او د ثور د اتمې دواړو غميزو، ټولې نادودې په څو پاڼو کې د دې اثر اصلي موضوع جوړوي. دا چې جګړه څنـګه وطن نړوي؟ څنګه جونګړې او ښارونه ويجاړوي او څنـګه مينې په کرکو بدلوي؟ دا د دې اثر د کيسې اصلي موضوع ده. څرنـګه چې زما په نظر"سيورى" يو بشپړ سياسي ناول دى، نو غواړم چې د دغو کلونو پېښې د دې اثر له پېښو سره په پرتله يو څه په څرګنده او صراحت بيان کړم. ليکوال دغه پېښې او څېرې او کرکټرونه په هنري انداز کې را وړيدي او شعاري کېدو ته يې نه دي پرېښي. له همدې کبله يې په تحليل او ارزونه کې صراحت ته اړتيا ده، پرته له دې چې دا خبرې هم شعاري وانـګېرلې شي.

له سياسي اړخه دغه ليکنه د افغان غميزې د دوو اړخونو يا دوو پړاوونو په اړه، د پېښو نچوړ دى: لومړى هغه يې د ثور له اوومې پيلېږي او شين سترګو پرديو ته د سره انقلاب(!) د مدعيانو له خوا د وطن د ډالۍ کولو او له هغوى سره په ګډه د هېواد د ورانولو او د هېوادوالو په اړه څرګندونې لري.

دويم هغه يې د ثور له اتمې پيلېږي او په هېواد کې د تنظيم سالارۍ او ټوپک سالارۍ د دوران نادودې بيانوي چې د ورور وژنې په جګړو پيل کېږي او تش په نامه د اسلامي انقلاب(!) مدعيان وطن له خاورو سره برابروي او يوه برخه يې له هغو پخوانيو سره په ګډه پر هېواد بيا يو بل سور قيامت رانازلوي. د دغو دواړو دورو د جنګ درواغجن اتلان موږ ته راپېژني او له اصلي څېرو يې د هنر په ګوتو او د نثر په شاعرانه ژبه پرده پورته کوي. هغوى چې د هېواد د ويجاړۍ ناملي قهرمانان دي او نورو ته په نوکرۍ کې اتلان. دغه برخه د دې اثر تر کښلوپورې دوام کوي(1372_1373هجري لمريز کلونه) چې په افغانستان کې د تنظيم سالارۍ د اوج بدمرغه کلونه دي او د هېواد د تاريخ تر ټولو ترخې شېبې چې د وطن ټول بنسټونه په کې ړنـګ شول او ټولې ملي او شخصي شتمنۍ له خاورو سره خاورې شوې. خبره له بېلـګو سره ښه وي، راځئ د لومړي پړاو پر برېتورو ور پېښ شو او پر شين سترګو چې دواړه د بېلابېلو ډلو او څېرو او پړاوونو داسې سمبولونه دي چې اوس د ډېر صراحت او تکرار له کبله يې ښگايي د سمبول ارزښت چندانې نه وي ساتلى، لولو يې:

"… کله چې ستړى شم، کله چې سوړ شم او

کله چې سپک شم، يو ځل بيا د البوم په کاغذونو او تصويرونو کې ورک شم او د يادښتونو د هغې سرې بخونې کتابچې په پاڼو کې ورک شم چې د البوم په خوا کې د مېز پر سر برالا اېښې ده. ډېر وختونه کېږي چې د کتابونو او کتابچو له رنـګونو مې بد ايسسي او قى راته راولي خو نه پوهېږم چې ولې مې نن د دغې کتابچې رنـګونه ځان ته راکاږي او سترګو ته مې ستونه کوي. کتابچه لولـم، کابچه له پېښو ډکه ده. د مرګونو له پېښو، د ژوبلو له پيښو او د وينو له پېښو ډکه ده، کتابچه د هغه برېتور دنـګ ځوان چې سترګې يې توروالى نه لري او سترګې يې لکه کاغذ هسې سپينې دي، د اتلوليو او فتحو کيسې کوي او د هغو اتلوليو کيسې هم کوي چې سترګگې يې لکه نيل هسې شنې دي. د کتابچې له پېښو سره ځم او د وطن غرونه او دښتې مې ګورم چې ټولې لکه الوان هسې سرې دي، په وينو سرې دي او سپينو زوو يې له هډوکو لاره کړې ده، د څېړيو د زورورو زلفو سوزېدلې کمڅۍ وينم چې د وسپنو په قهرجنو پوندو پورې نښتې دي او د هغو شنو او ښېرازه فصلونو سلـګۍ اورم چې زړي يې له ټوکېدو د مخه په ګېډه کې قتل دي. هغه ويده ده، همغسې بربنډه د قو پر بڼکو، لکه غوټۍ سپينه او سره ځلېږي، يوازې د سينې غږ يې اورم او د زړه درزا يې وينم، خو د انګورو بربنډه پېغله ويښه ده او په موسکيو_موسکيو شونډو ستونه راته کوي، زړه يې تنـګ دى، په ښيښه کې نه ځايږي، خبرې ورسره کوم خو د خبرو لپاره څه نه لرم، يوازې همدغه د خونړيو پېښو يادښتونه دي چې څه ترې اخلم او د انـګورو ښيښه يي پېغلې ته يې لولـم:

"دا دى له خپلو همرزمو دوستانو او له خپلو سرتېرو جنـګياليو سره په يوه کلي کې يم چې جونـګړې او سپېرې مېنې په کې اّبادې دي. غرونه، ځنـګلونه، يو سيند او څو ويالې د کلي ښکلا جوړوي. د کوچيانو او جټانو سپينې او تورې کېږدۍ داسې پر کلي وزرونه خواره کړي چې له رنګونو يې کلى تور دى. کلى سپين دى او د همدغو سپينو او تورو رنـګونو په مالت کې کلى د کليوالو نجونو او جټو او کوچيو پېغلو د وربلونو پر تنابونو شين شوى دى. د تورو او سپينو وريو غږونه سترګو ته خوبونه راولي او د تورو او سپينو سپيو غپا، خوبونه بېرته له سترګو راټول کړي.

دا د ښاپېريو کلى دى او دا د ښکلو او دنـګو پېغلو کلى دى او هغې يوې يې چې سر تر پايه په سپينو جامو کې پټه ده بېخي هوښ رانه وړى، لېونى کړى يې يم، وژني مې. عجب خلک دي. هومرې يې چې وژنو هومره بېرته را ژوندي کېږي، له سره را ژوندي کېږي، هغوى مړينه نه پېژني. دا موږ يو چې هره ورځ مرو او مرګ مو په ټنډه کې ليکل شوى دى. ځوانان يې خو جګړه را سره کوي، بوډاګان، ښځې او نجونې يې هم را سره جنګېږي او د کلي ونې، کاڼي او بوټي هم را سره جګړه کوي. لکه دا کلى چې له جګړې نه جوړ شوى وي، لکه دا کلى چې خپله جګړه وي.

کله چې د کلي د پاى په هغې خوا کې وسله وال جنـګيالي هجوم راباندي راوړي، نه شو کولى يوازې د هغو څو تنو کليوالو د يرغل مخه ونيسو. مرستې غواړو او د لسګونو کليو نه چې زموږ همرزمه دوستان او سرتېري جنـګيالي په کې مېشته دي، مرستې غواړو خو هغوى له چا نه مرسته نه غواړي، چې ډېر تنـګ شي او جـګړې يې ستړي کړي، خپل خداى ته ليکونه ليکي. ما ډېر داسې ليکونه ليدلي دي چې خداى ته ليکل شوي او د تېږو له پاسه يې ايښي دي…."(64_66)مخونه.

او لږ وروسته بيا هم ادامه لري: "… هغوى چې پنډ_پنډ برېتونه يې درلودل او هغوى چې سترګې يې لکه نيل هسې شنې وې، پر کلي يرغل وړى و، کلى يې لوټ کړى و، د جټو او کوچيانو هغو سپينو او تورو کېږديو ته يې اورونه اچولي وو، فصلونو او درمندونو ته يې اورونه اچولي وو او زموږ د کلي هغه زړه هديره يې هم له سره وژلې وه. خلک يې وژلي وو او زموږ د کلي هغه وياله يې وژلې وه. هغه چې پنډ_پنډ برېتونه يې لرل او هغه چې سپېنې سترګې يې درلودې، زما د ماشومتوب ښاپېرۍ يې تر سترګو لاندې کړې وه. جونـګړې ته يې ورغلى و. خپلو جنـګياليو ته د ډوډۍ په پخولو لګيا وه چې سپين سترګگى ورغلى و، سپين سترګى يې د هغو سپينو جامو د تورولو لپاره ورغلى و او سپين سترګى يې د ښکلا د لوټ لپاره ورغلى و، خو هغه چې لمن يې داغ نه مني او هغه چې داغونه نه پېژني له هغو سپينو سترګو سره جګړې ته راوځي، له سپينو برچو سره په سپينو نوکانو جنـګېږي. څو چې برچې ومري، څو چې نوکان بريالي شي. هغې هغه سپينې سترګې په خپلو نوکو ايستلې وې او يو غوږ يې په غاښونو ورځنې وړى و او بيا يې په هغه تناره کې چې ډوډۍ يې په کې پخوله، ځان اچولى و او لولپه شوې وه. دغه دى هغه سپين سترګى چې په مخ کې مې ناست دى، زه يې په مخ او ټنډه کې د هغې د نوکانو نښې پېژنم او زه يې په پرې شوي غوږ کې د هغې د غاښونو رنګ وينم. خپل ټول وس او توان راټول کړم، د يو موټي په څېر يې راټول کړم او خپلو مټو ته يې وبښم، مټې مې وينې غواړي او مټې مې په اوږو کې نه ځايږي. ورمنډه کړم او هغه چې سپينې سترګې يې درلودې او هغه چې پنډ_پنډ برېتونه لري، په مټو کې راونغاړم او پر ستوني يې منـګولې ور ښخې کړم او ورچغه کړم چې: تا پخپله ليکلي وو چې "څومره يې چې ووژنو بېرته را ژوندي شي، له سره را ژوندي شي، هغوى مړينه نه پېژني." او دا دى زه له همغه کلي راغلى يم چې څومره وژل کېږي هومره له سره زېږي.دا دى زه له سره را ژوندى شوى يم او له سره زېږېدلى يم. زه مړينه نه پېژنم. دا تاسو ياست چې هره ورځ مرئ او مرګ مو په ټنډه ليکل شوى دى. زه راغلى يم چې کسات واخلم. د خپلو سپېڅلو کليوالو کسات واخلم او د هغې کسات چې سپينې جامې يې درلودې.

خو هغه څه نه شي ويلى، ژبه يې په تالو کې نښتې ده. رېږدي لکه د باد بڼکه هسې رېږدي، د زړه درزا يې اورم. هغه د جادوګرو سترګو خاونده چې په زرګونو رنـګونه يې په سترګو کې شته دي، هم را پاڅي، د خپلو مټو زور زما مټو ته وبښي او وينه يې رانه غواړي، هغه هم چغې کړي پرې؛ ته د وژلو يې، ته بايد ومرې. هسې لکه زه چې دې په ژوند وژلې وم، لکه تر پرونه چې ما د ژوند حق نه درلود، تا وپلورلـم، خپل ناموس او خپله حيا دې په هغو چې شنې سترګې لري وپلورله او زما خور دې هم وپلورله…. د جادوګرو سترګو د مېرمنې خبرې مې ذهن ډک کړي او له خپلو نويو اندونو سرهلـګيا شم. له خپلو سوچونو او اندونو سره بوخت يم چې د جادوګرو سترګو مېرمنه چغه کړي. له سينې يې وينې دارې ووهې او پر زمکه را پرېوزي. هغه په چاړه وهلې وه. نه غواړم هغه په چاړه ووژنم، هغې چې سپينې جامې يې درلودې، په خپلو نوکو يې ترې سترګې را ايستې وې. بايد په خپلو نوکو زړه ترې را وباسم. نوکان يې په ګېډه کې ننباسم او زړه يې ترې را وباسم، زړه يې تور و، په زړه کې يې سرې وينې نشته.

هغه چې سپيني سترګې، تور زړه او پنډ_پنډ برېتونه يې لرل، ووژل شو، زما په نوکو ووژل شو او زما په ګوتو ووژل شو. هغه تصويرونه چې په مرمرين دېوال کې زوړند وو، را ولوېدل، مات شول او له هغو مډالونو نه رنـګونه والوتل، غواړم مړى يې واخلم او په تناره کې يې واچوم چې ښاپېرۍ بيا سيورى را باندې وکړ، خپلو وزرونو کې يې راونغښتم او د قاف څوکو ته يې بوتلم، د ښاپېريو بادشاه هغه زما په نامه کړه…."(73_76)مخونه. دا د افغان ماتم د لومړي پړاو څو تصويره وو او د افغان اولس د هغو اتلوليو تصويرول هم ورسره مل وو چې د پنډو_پنډو برېتونو او د هغوى د پرديو ملاتړو شين سترګو په وړاندې يې د سرښندنو په لړ کې کړې وې. خو د افغان ماتم په دويم پړاو کې هم خبره د پاملرنې وړ ده. اوس چې وروروژونکې تنظيمواکي او زورواکي ده، په "سيوري" کې په دې اړه څه لولو؟ ورته به تم شو:

"هغه چې سپينې سترګې او پنډ_پنډ برېتونه يې لرل، بيا را ژوندي شوي دي. د لېوانو په بڼه را ژوندي شوي دي او له نويو لېوانو او زړو بـګوو سره د ښار ښکار ته وتي دي. ښار ټول په لېوانو بدل شوى دى. هغه ناپايه تيارې کوڅې او هغه تورتم چتونه ټول په لېوانو بدل شوي دي. له ماتو او ړنـګو جوماتونو نه د اّذانو پر ځاى د زړو بګوو چغې راځي او د ا نـګورو له بربنډو پېغلو نه ډکې هغه پيالې له وينو نه ډکې دي.

بګوو هغه ښوونکې بې پته کړه، ويې تښتوله او بيا يې ووژله. زموږ د کوڅې د جومات هغه سپين ږيرى ملا يې وواژه، هغه بازينـګره يې ووژله، هغه ساقي يې وواژه او هغه د مينې او ښکلا د دنيا شاعر يې وواژه، او ټول ښار يې وواژه.

ښاپېرۍ ولاړه ده، ښاپېرۍ چغې راته وهي، ښاپېرۍ خوب ته راځي او ښاپېرۍ په ويښه راته راځي، هغه بيا د وينو تږې ده او هغه بيا جل وهلې ده، ښاپېرۍ بيا وينې را نه غواړي. د هغه زاړه دېو وينې او د زړو بګوو او نويو لېوانو وينې. خو زه ستړى شوى يم، له لېوانو سره جګړه نه شم کولى."(78)مخ.

او يا دا چې وګورو دغه نوي واک ته رسېدلي لېوان او زړې بګوې نورې څه نخرې کوي او څنګه د دې اولس له تنه سر پرې کوي چې د بې سره تنې نڅا وګوري،"د مړي نڅا!"؛ "… لېوه خاندي. د خندا له زوره ځان نه شي ټينـګولى، لکه لېوه چې له خندا نه جوړ وي، لکه لېوه چې له خندا نه را زېږېدلى وي. کله چې ستړى شي، اوږې يې بېرته خپل ځاى ته راشي او پښې يې ټينګې شي، بيا راته ووايي!

نڅا ته راغلى يې؟ ډېره ښه ده، زما زړه هم نڅا غواړي. زه هم له نڅا سره مينه لرم خو له داسې نڅا سره د "داسې" کليمه يې لا له خولې پوره نه وه را ايستې چې توره له ملا را وکاږي او هغه سر چې په ټنډه کې د وريو علامه لري، له تني نه له بېخه غوڅ کړي او د ککرې په لوېدو سره هغه سره شوي غوړي پر هغې پرې شوې غاړې واچوي او د غوړيو په اچولو سره، هغه بې سره تنه په نڅا پيل وکړي. ناڅي_ناڅي، دومره ناڅي چې د ډېرې نڅا له زوره پر زمکې ګوزار شي. په لوېدو کې هم ناڅي، لاسونه يې، پښې يې او تنه يې هر يو بېل ناڅي، بېرته په پښو ودرېږي او ناڅي او بېرته را ولوېږي او لېوه خاندي. له ډېرې خندا يې، خوله د ښار له اوږدوالي نه هم لويه شوې ده او پراخې سپېږمې يې د مخ په کاسه کې بېخي ورکې دي، لکه بېخي چې سپېږمې نه لري او لکه بېخي چي سترګې ونه لري"(31_32)مخونه.

ننـګيال په خپل دغه اثر کې د افغان تراژيدۍ د دواړو اړخونو نادودې په ډېره ښه توګه څرګندې کړې دي. سره له دې چې ننـګيال يو څو ورځې له لومړي پړاو سره (په نه زړه) روان و، خو هماغه په پيل کې يې خپله د زړه لاره ترې بېله کړه. موږ ته يې هماغه وخت ويلي وو چې زه د دوى د لارې مل نه يم، ځکه چې دا د افغانانو د مرګ او بدمرغۍ لاره ده، په خپلو شعرونو کې يې، هماغه د لومړي پړاو د اوج په دوران کې پر ښکاري غږ وکړ چې"ماشې ته ګوتې مه وروړه" او"دا کلى مه ورانوئ، دا کلى مه ورانوئ!"، خو په داستاني اثر کې يې دا دى بيا_بيا لولو چگي دغه دواړه پړاوه يې د افغان بدمرغۍ اصلي لاملونه ګڼگلي دي او د دواړو په وړاندې يې د خپل قلم د بغاوت بيرغ پورته کړى دى.

د ننـګيال"سيورى" به د همدغو ملي ځانـګړنو او د هغه د قلم سيورى به د همدغو هنري ځانـګړنو له کبله تل خپور وي او زموږ پر لمر ځپلي، جنګ ځپلي او اورځپلي ادبي ګلبڼ به هم د خپلې مينې سيورى خپروي٠

يادونه: دا ليکنه د پل فکري کړي له خوا د اروښاد اسحق ننګيال په تلين غونډه کې

اورول شوې ده

Dr. Mohammad Zarin Anzoor

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←