اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

امام منظر امن خوښی شاعر

امام منظر یو اصلاح طلبه او اَمن پسنده شاعر او ادیب

د پښتنو د دي حق غوښتونکو د سخت انقلاب په بهیر کې د پاکستان په پېښور پښتونخواه کې،د ټولو پښتنو د حق غوښتونکو د شدید مصروفیت با وجود په دي انقلاب کې امام منظر د بری پښتونخواه انقلابی ،بزمی رزمی وطنپال شاعردی، چې انقلابی او نور شعرونه یې اوس مهال تر حد او اندازې اوښتي ، او اوس په ټوله پښتونخواه کې پیژندل شوي کس دی ،شعرونه یې د یزیدانو ،فرعونانو او جبارانو پر ضد دي ،او د پوځ د کړنو سره په مخالفت کې دي، دی د پوځ په خلاف مینه او محبت خوروی ، او پوځ کرکه او نفرت خپروي ،او دی خلک سولي ته رابلي ، او پوځ په ګډوډیو کې خپلي ګټي ویني ،د ده داشعارو نه د بلوڅو او پښتنو د حق غوښتنې د طرفدارۍ بوی راځي ، او د ظلم او زیاتی سره په خلاف مبارزه کې د مبارزینو سره یو لاس دی ، د پوځ ظلمونه غندي او په ترڅ کې په خپلو شعرونو کې دا اړخونه ډیر لري ، تعلیمی، تربیوي ، انتباهی،اخلاقی ،اصلاحی او علم او معرفت ته په هڅونې کې دي ،چې دا اړخونه پوځ او پو ځیان یې نه پیژني،لکه څرنکه چې د اي اس آی مشر یې جنرال اسد درانی، د الجزیری ټلویزیون سره په مرکه کې د مرکه کونکي په ځواب کې وویل: چې په سیاست کې اخلاق نشته،د تعلیم ټربیې،انتباهی مطالب ، اخلاقی خبری او معلومات، اصلاحی کوششونه،او علم او معرفت ته هڅونه ، او دا هغه څه دي چې نه یې پوځیان پیژني و آو نه یې د دوی پولیس پیژني ، (امام منظر) یو امن پسنده شاعر او ادیب دی ، چې په خپلو اشعارو کې محبت خوروی ، او د علم او معرفت د هڅونې پیغامونه په خپل شعرونو کې دی لري

سید عبیدالله نادر

29.04.2024

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←