بغاوت ته اړتیا
بغاوت ته خو اړتيا ده !
په دې وروستيو ورځو کي يوه کوچني رساله چې نوم يې دى (محمود غزنوي اوپښتون دوښمني ) را ورسېده . زه دې عنوان حيران کړم . خو ژر مي ولوسته. زه يې دليکوال په هدف اوذهنيت پوه کړم . دا يو نوښت دى . بغاوت يوازې ديو رژيم اودحاکميت او يا د نظام په وړاندې نه دى . بلکې تر هر څه دمخه زموږ فرهنگ دې ته اړه لري چې دځيني شيانو،عناصرو او ښکارندو په وړاندې چې ناسم دود شوي دي بغاوت وکړو . خوشحال بابا هم په سوات نامه کې زيات نه زياته دا اسطوره شکني کړي ده . غني خان روح يې ښاد اوسه ، دا کار په خپل وخت کې کړي دي خو غني خان يې په رسا ژبه کوي . د محمود غزنوي اوپښتون دوښمني رساله دا ډول يوه مفکوره پر مخ بيايي . دا ځکه چې پښتانه په اسلام اومسلمانې دومره مين اوليوال دي چې ان قاتلان او ظالمان ډاکوان هم ستايي . بابر خو ستايي . سلطان محمود غزنوي ستايي چې دپښتنو له فرهنگ او دود دستور سره يې کره دوښمني کړي يوازې چنگيز او سکندر پاتي و چې دهغو يې هم ستاينه کړي واى . دا ټولې خبري يو دليل لري اوهغه دا چې نه معرفت اوناخبري ددې مسايلو سر چينه ده . غني خان وايي :
بابر چې راروان شو، تا ته جنگ له تاتاره
تا وې د چنگيز زوی ته زما وروره مسلمانه
هغه درته مسکی شو، وې زموږه دا رواج دی
چې يو ځل يې بری شي، نو ورور خره بيايي له وروره
د زور قانون کې ورور نشته يو يار شته يو کمتره
کتاب د ملا گران دی، د خپل ژوند کتاب دې گوره
باچا يې ښکار د قامونو دی، دا زور او توره غواړي
مستي د غازي غواړي، د ژوندون نشه سرتوره
د باز او د کمترې ورورولي ده چا ليدلې؟
ځه ورک شه ځان له ورو چرته د ځان هسې وگوره
نو ای د زمرو زويه تا گيدړ جوړ که له ځانه
خاني د صدو لاړه چې ته لاړې له ميدانه
يو بل وږی تاتار و د ډاکوانو مير لښکر وه
جامه کې د اسلام شو د غزني نه راروانه
زما د شنو سيندونو، سرو گلونو ملک يې وران کړو
بدل کې يې قیصې د گلو راکړې له ايرانه
څه کفر څه انکار شو، يو رنگ بل يې تصوير شو
چې چل او حرص يو شي صحرا جوړ کړي له بوستانه
زما د لوړ ژوندون نخښې يې خاورې کړې ايرې کړې
په نوم د بت شکن يې غټ بت جوړ کړو له خپل ځانه
نامه يې را له ورکه او تاريخ يې سپيني پاڼې
ښارونه مې ډېرۍ کړي او د نيکه حجره مې ورانه
تش لاس او ښپې مې څه چې زړه او سر مې غلامان شو
خو اوس وکاس اسپزي په خپله کوچني رساله کې په همدې پل تللى دي . په زړه پوري خبري لري . خو هيله داده چې نوره هم وغزول شي او نوي نسل په دې پوه شي چې په ماضي کې څه روان وو ؟. موږ تل دخپلو نيکوا حساساتو اوصداقتونو ښکار شوي يو. نوى نسل دي ته اړتيالري چې اساطير ماتونه وکړي . دروغجن او پمبه پهلوانان اودهغو کار کردگي اوپښتون دوښمني بربنډه کړي . زه ياده رساله او محتويات ستايم خو دليکوال نه هيله ده چې کار ته دوام ورکړي ځکه دا دپټي سر دى پټى وروسته سورور دې . يوازې درسالي څو جملي دلته داختتاميي په توگه را وړم : ليکوال ليکي :
” .... مطلب دلته دمحمود حصول اسلامي شريعت نه بلکې د واک حصول و او چې کله زه دا خبره کوم چې محمود غزنوي دسياسي حصول دپاره مذهب کارولى و اود مذهب نه يې سياسي استفاده کړي وه نو يو شمير کسان به وايي چې دا هغه وخت سياست چرته وو اوته يې داسلام خدمت ته وگوره . “
رساله يو لړ حقايق لري خو د محمود کارروايي دحسنک وزير ،دابن سينا ، فردوسي اونورو علم پالو په وړاندي مالومه ده په هغه دغلامي ذهنيت ډير پياوړي و. د کمتري عقدي يې دحکمراني له لاري تعميل کړي په تيره په پښتون اولس .
درسالې دليکوال هڅه ستايم خو نور کار يې اړين بولم دې بغاوت ته بايد ټول پښتانه روښانفکران اوږه ورکړي .
27.04.2024
