د تارېخ پرېکړه
دتاريخ پريکړه او د گيله من اسطوره
کارل مارکس په يوه ځاى کې مشهوره مقوله لري وايي : ”تاريخ هغه څه مطرح کوي چې دحل کولو وس يې لري.“
دتاريخ او ټولني يو گډ بيان دادى چې ټولنه يو تجريدي مفهوم دى ، اوتاريخ هغه ټولنه ده چې دتجسم او حرکت په حال کې ده،کله چې موږدټولني دتکامل قوانين بيانوو ددغه تحرک پټ قوانين دقوانينو په صورت اوقواعدو باندې پوهيږو . دهرج ومرج په سطح کې عجيب تصادفات ،تکرارونه دافرادو ژوند ليکونه ،دنسلونو لړ ، دټولنو ارواپوهنيز ورته والي ، دلوبغاړو اوقهرمانانو نقش دزمان په اوږدو کي ليدل کيږي . ټولنه قانونمنده نه ده بلکي دافرادو د ازادې ارادې له مخې جوړيږي ، اټکل يې نه شي کيداى هلته تکرار نشته . هغه دهراکليت خبره ده چې دوه واري په يو وخت کي له ويالي نه شو تيريدلي . يو نامنتظره خلاقيت دى . موږ په يوه تورتم واټ کي پرمخ ځو اونه پوهيږو چې له پانډ ه لوييږو . اوکه له گلبڼه به تېر شو . که څوک دټولني تکامل دطبعيت دتکامل په لړ پسې ونه پيژني اويو وار دانسانې نوعي تاريخ اودنورو انواعو له تاريخ نه جلا کړي نو په همدي لالهاندي او نه پوهيدا کي به پاتي وي . ټولنه کې جوړوونکي انسان دخبرتيا وارادي اوهدف خاوند دى . دگياه اوځناورو سره کيفي توپير لري .
هغه څه چې په دې لړ کې ډېر اهميت لري هغه دانسان خبرتيا اومعرفت دى . دځان پيژندنه د حق اوباطل توپير خپلواکي ، انفراديت او جامعيت ، او همدارنگه نور مسايل .
پښتنه ټولنه دلوي احمد شاه دراني له امپراتوري دشړيدو نه وروسته له بحران سره مخامخ شوه ، په تېره هغه مهال چې مرکزي حاکميتونه يو په بل پسې له منځه ولاړل ، خو ان له پخوا په پښتنه ټولنه کې ان دمغلي واکمني په دوران کي د مقاومت اور بل وو ، د څيړونکو او پوهانو په نظر په بر افغانستان کې حاکميتونه او مرکزيتونه ايجاد شول امپراتوري جوړي شوي او دختيځ په لور وغځېدي . خو په واقعيت کي په لره پښتني ټولنه کې ستر قيامونه اوپاڅونونه ايجاد شول چې په خپل وخت او له هغه مهال نه پس يې په پښتنه ټولنه ژور اغيزپريښود . دبيلگي په توگه د بايزيد روښان تصوفي اوعرفاني حرکت او بيا دلوي خوشال مبارزي ، دخدايي خدمتگارو پاچا خان مبارزي او فقير ايېپي ميرزا عليخان مبارزي ديادونې وړ دي . بايزيد روښان هغه اسطوره يې شخصيت وو چې نه يوازې داستبداد په وړاندي سپر و بلکې دپښتني هويت او معرفت او تماميت دژبي اوفرهنگ سالار هم وو چې نن هر څه دهغه اودهغه دکارنامو پيدا وار دي .
په شلمه پيړۍ کي دهند دنيمي وچي خپلواکي اودانگليس داستعمار په شا تگ او وتل دپښتون اولس اودخدايي خدمتگارو دمبارزو محصول اوستره ونډه وه . خو داستعماري پاکستان په جوړيدو سره بيا هم پښتانه هماغه ډول ويشلي او تيت پرک پاتي شول ، څه په مستقيمه توگه دپاکستاني حاکميت لاندې راغلل، بله برخه يې په اوه گونو ايجنسيو وويشل شوه او بله برخه يې دفاټا په نامه قبايلي ازادې برخې پاتي شوې دا کار ددې سبب شو چې پښتانه يو واحد مرکزيت ونه لري . ځکه خو شاعر دا اواز راپورته کوي چې وايي: ” چې څو راغونډ په يو مرکز يې نه کړم . “ په افغانستان کې هم يعني بره خوا کې هم معمول پښتني ميشتي سيمي يا ختيز اوجنوبي اولويديز ې سيمي له هر ډول پرمختگ نه ليري پاتې شوي .
دگيله من مهم شعارونه : لرو بر ، دپنجاب حاکميت ، دپنجاب پوځ ، او دپښتنو دوسايلو اختيار ، پښتنه ټولنه اومستعمره اودنوي استعمار په پنجو کې .
پاچا خان په خپل مشهور اثر کي زما ژوند اوجدو جهد کې ډيره مهمه خبره لري ،هغه دا چې وايي کله چې مغلي اکبر لښکرو څو واري له پښتنو ماته ومينده نو بيا يي پاليسي بدله کړه ،په دې مانا چې مشرانو ته يې سوغاتونه او ماجبونه حواله کړه اودويم دا چې پښتانه ټول مسلمانان دي نو داسلام په نامه دځينو پيرانو او ملايانو گمارل وو چې د دوې ازادي بخښونکي حرکات يې ننگول . هغه دترمذي او اخون دوريزه بيلگه يادوي چې دروښانيانو په وړاندې يې ناوره دسيسي اوتورونه ولگول . دا سياست دانگريزانو په وخت کي هم عملي وو اوپه پايله کې پاکستان خو دا سياست خپله اصلي تگ لاره وگڼله .
دپښتون ژغورني غورځنگ ظهور تصادفي پيښه نه ده . په واقعيت کي دزاړه استعمار په کالبد کي دنوي استعمار اواسلامي فاشيزم په وړاندې يو حرکت دي چې له خود بخودي حالت نه اگاهانه حالت ته پر مخ ځي . دې حرکت دلومړي وار له پاره دپښتني مليت پالني اصلي نصب العين او اهداف را منځ ته کړل . لروبر دا سې کليمه اومفهوم دي چې که له يوې خوا دپښتون ټوټه شوي اولس دبيا کوشيرولو پيغام لري نو له بلي خوا د ا ستعماري نظام هغه استعماري نظام چې داسلام دچپني لاند ې پټ دى خو هتلر اوموسيليني ورته سلام کوي په وړاندې هم سخت گوزار دي . گيله من وزير شهادت يو اساطيري شهادت دې . په دې مانا چې يو اواز يې را پورته کړ . دا اواز استعمار ته د زغم وړ نه وو ، خو پيغام يې دومره قوي او پياوړي وو چې دځمکي په کره کې داسې ځاي اوسيمه چې هلته پښتون نسل اوسيده ټول په حرکت راوستل نه يوازې ويده پښتانه يې متوجه کړل بلکې ددونيا پام يې هم دې ته راواړاوه .
په تېرو کلونو کي په افغانستان يا بروطن کې دپښتونستان او لوي افغانستان مسايل يوازې دشعارونو په سطحه کې پاتي شول خو نن ورځ گيله من وزير ورته په خپلو وينو رنگ ورکړ . منظور پښتون په ټول پښتون باندي منظور کړه چې دا دپښتون حق دي. ځيني کسان په منظور پښتون کيداى شي نيوکي وکړي خو خبره لا ژوره ده . هغه دا چې دمنظور پښتين اودپې ټي ام هدف جنگ اووسله واله مبارزه نه ده يا په اوس مهال کي نه ده بلکي هدف يې دمعرفت اوځان پيژندني او دخپلواکي دمړه روح د رواژوندي کولو څخه دې چې دا کار په بري سره پر مخ ځي . ډيره مشهوره مقوله ده چې وايي : کله چې مفکوره په يو اولس کي نفوذ وکړي . په يو مادي قدرت بدليږي . اوس ورو ورو د منظور نظر په مادي قدرت بدل شوي اوبدليږي . خو له بلي خوا پاکستاني کلونياليزم دسخت بحران سره مخامخ دې . دا بحرانونه چې په لنډو کليماتو يې ووايم ؛
-دپاکستان اقتصادي بحران چې اوس څوک يوه روپي پور هم نه ورکوي .
-په ازادو پښتني سيمو کي داپريشننو سره مخالفت اودهغه ننگول چې اوس له ناکامي سره مخ شو
--دعمران خان او دپوځ ترمنځ مخالفت چې دټکر تر سرحده نږدي دي .
-دپوځ او عدالت ترمنځ مخالفت
خو له دې ټولو سره دوه نوري مسالي هم شته اوهغه داچې چين دخپل اقتصادي مرستي نه چې له پاکستان سره يې کوله په شاه شوي دي . پاکستان ترمخه هم له چينه مرسته اخيسته اوهم يې له امريکي نه . خو اوس دواړو پرې خپل باور له لاسه ورکړي دي اود ډبل گيم استراتيژي له خنډ سره مخامخ ده . ورته وايي چې يا دا وکړه يا دا . اوشنگ دي مالوم کړه .
خو په توله کې دپاکستان اصلي دوښمني دپښتون اوبلوڅ اولس سره ده . داستبلشمنت فشار به اخير ددې سب کيږي چې دواړه اولسونه به سره يو کيږي اوفاتحه به اخلي .
نو نن دى که سبا دى دا مال دزرغون شاه دى .
