اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

صدېقي اوتابو ماتونه

ځوان نعمت الله صديقي او ”تابو “ ماتونه

دځوان څيړونکي او ليکوال نعمت الله صديقي نوى چاپ شوی اثر چې «هنر نه مري» نوميږي راورسيد. ما د دې کتاب يوه لږه برخه وکتله. دا اثر د ژبې او جوړښت له مخې ډېر ښکلى ترتيب شوی دی. سره له دې چې په نويو مسايلو او نويو موضوعاتو باندې بحثونه لري، ژبه يې هيڅ ستونزه نه لري، روانه ساده او ټول پوهه ده، له بلې خوا په هغو موضوعاتونه دى گړېدلي، چې کلونه کلونه يې په پښتو ادبياتو کې کليشيي ځانگړنه درلوده، يعنې ده په نويو مسايلو خبرې کړي دي او د دې په خوا کې يې نقدونه کړي دي. له بده مرغه زموږ په فرهنگ کې د نقد په باب يو ناسم پوهاوي دا دى، چې که په يو چا او يا د يو چا په کار نقد وشي؛ نو هغه يې د ځان کمي او سپکاوي بولي؛ خو دا ليکوال په داسې انداز مسايل مطرح کړي، چې د فارسي هغه متل پرې صدق کوي، چې نه سيخ سوى او نه کباب. مطلب دا چې روښانه افاده يې وړاندې کړې او ژبه يې هم په دې ترڅ کي ډېره مودبانه ده.

يو بل شي ته چې مې هم پام واوښت، هغه دا چې څيړونکي صديقي يو ډول ”تابو “ ماتونه هم کړېده. دلته اړينه ده، چې لږ څه د تابو په اړوند هم څرگندونه وکړو.

فرويد د توتم او تابو په نامه يو اثر لري، چې په ١٩١٣ کې چاپ شوی دی، دا دوه گړني خاصه او ژوره انتروپولوژيکه مانا لري، چې د اوديپوس يا ادويپ د اسطوري سره هم تړاو ورکوي؛ البته د دې دوه گړنو داستان اوږد دى او فرويد يې د بدوي بشري ټولني سره په تړاو کې څيړي؛ خو کله نا کله همدا يوه گړنه يعني تابو يې په فرهنگي کانتکس کې هم کارول کيږي.

اصلي خبره خو دا ده، چې په وروسته پاتې ټولنو کې ځينې نامقدس شيان په مقدساتو بدليږي او د ارزښتونو په توگه په ډېره سرسختۍ او کوټلي ډول ژوند ته دوام کوي، د بدلون او تغيير له پاره هيڅ ظرفيت نه لري. زموږ په ادبياتو او فرهنگ کې هم دا ډول شته، چې يو چا ته يا يوى ډلې او يا يو گروپ ته به دومره تبليغ کيږي، چې پر هغه نقد کول نو ”تابو“ يا حرام گڼل کيږي؛ خو اوسني نسل کې ورو ورو دا وس پيدا کيږي، چې دا ارزښتونه وننگوي او د نقد او علمي ارزونې په تله کې يې واچوي يا داسې د محک ډبره پرې ايږدي، چې مس له سرو زرو بيلوي، دا کار په ځينو کسانو چې ښه او پراخ ذهنيت لري او د سم او ناسم د منلو زغم لري، نقد او ارزونه مني؛ خو نور هغه يې چې مټکور ذهنيت لري، نقد ورته تابو بريښي؛ يعنې نقد کول حرام او ناروا بولي.

خبره د نعمت الله صديقي په يو اثر ده. صديقي ځوان ليکوال دي، چې په نورو ژبو هم لاسبري او حاکميت لري، چې گټه ترې واخلي. د صديقي د څېړنې ميتود هم کره او پر ځای دی. هغه ځاى ځاى د نورو ليکوالو او پوهانو خبرو ريفرنس هم څرگندوي او د پښتونخوا د ځينو څيړونکو په څېر نه چې په پاى کې يو لست وړاندي کړي او په متن کې د قول او نقل قول هيڅ درک يې نه وي. د څېړونکي په اثر کې د نقد په برخه کې د درې ليکوالو اياغ، فاران او ارمان په اثارو د عملي نقد شننه هم شته، زه اياغ او فاران نه پيژنم؛ خو د صديقي په وينا فاران، چې په ژبه کارولو کې گستاخ دى او د نقد په برخه کې نرمه او شننونکي ژبه نه لري.

صديقي د ارمان د ژبې د کارولو اړوند هم وايي:

”همداسې د ځينو صيغو او جملو کارول يې د نقد مزاج برعکس عمل دى؛ مثلاً د فاران په تقليد د ممتاز اورکزي په غزل د نقد دا جمله يې ولولئ:

” او د هغې خلاف ورزي به ادبي خيانت وي يا په اسانه ژبه به ووايو، چې پرتوگ جوړول به وي يا لکه د سايل صاحب په اړه ليکنه کي چې وايي:

” چرته د حسن او عشق لسانيت او معنويت او چرته د تصوير لسانيت او معنويت د بل اس او خپل ټټو دې برابر کړو“

همدارنگه صديقي د سميع الدين ارمان د نقدونو هم يادونه کړې ده. دې کې شک نشته، چې ارمان زيات څه ليکلي دي او زيات نوي موضوعات يې مطرح کړي دي؛ خو داسې بريښي او څو تنو نورو هم دا تبصره ماته راورسوله، چې په ژبه يي پښتانه نه پوهيږي هغه يوه گډوله ژبه کاروي، ان تر دې، چې ما د هغه څو کتابونه له ننگرهاره راوغوښتل، ملگري راته وويل، چې اول بايد تاسې د اردو او انگليسي ژبو ډکشنري کيږدئ او بيا يي کرښه په کرښه ولولئ او لغاتونه يې را پيدا کړی؛ البته دا د هغه ځوان تبصره وه، نه زما؛ کار او نوښت يې د ستاينې وړ دی؛ خو کاش رښتيا هم پښتو يې د پوهيدو وړ واى.

صديقي هم وايي، چې د ارمان د تنقيد او کره کتنې ژبه له دوه اړخه کمزوري ده او د نقد له عام خوږلته بې برخې ده، يو دا چې ژبه يې له نحوي پلوه په گرامري اصولو برابره نه ده او بله دا چې ژبه يې گونگه ده. صديقي په بله تبصره کې ليکي:

” د ارمان د پورته نثر د بېلگو د کتاب ”نړيوال تنقيدي معيارونه“ چې د کتاب د نامې له اهميت معلوميږي، دا مقاله يې کليدي مقاله ده. د ارمان د نقد او کره کتنې تنقيدي شعور ترې جاج کولاى شو، دا مقاله نهايتا پر مروجه فهم ولاړه ده؛ يعني د نړيوال تنقيدي نظرياتو همغسې اخيستل او تشريح کول، چې نه په کې ادبي، ټولنيز او فلسفي تمايلات بيل شوي دي او نه پکې د ادبي تيوريو منظم تسلسل په پام کې نيول شوى دى؛ مانا دا چې ارمان هم نړيوال تنقيدي نظريات همغسې په مغالطوي او مروج ډول اخلي کوم چې عام ليکونکي سره گډوډ او تشريح کوي.“ د کتاب ١٢٢مخ

په هر صورت د نقد په دې برخه کې صديقي د اياغ د اثارو په باب هم شننه کوي. صديقي نوى کار کوي، د هغه د کار برخه يوازې نقد نه دې؛ بلکې په دې کتاب «هنر نه مري» کې د اوسني دوران په نويو مسايلو لکه معاصره ادبي تيوري، فورماليزم، مدرنيزم او پوست مدرنيزم او د مدرنيزمونو تخليقي او عملي اړخ او نورو زياتو مسايلو شننې هم په کې شويدي.

د نعمت الله صديقي کار د مشروطيت د جنبش اړوند ډېر زيات لا د ستاينې وړ دی، زه هغه ته د لا بريو هيله کوم.

Published: 13 March 2025

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←