اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

بیدرې خان

مرحوم محمد رسول خان (بیدری خان) د مرحوم محمد حبيب خان عرف دارمي خان مشر ځوی وو. د بیدری خان پنځه رونړه او څلور خویندی دی .د رونړو نومونه ي داسی دی، محمد یعقوب خان، عبدالحمید خان، عبدالخالق خان، محمد عالم خان او محمد افضل خان.

د بیدری خان دری میندی ووی او د هری یوی مور دوه ،دوه ځامن وو.

پدغه وخت کښی سوات یو ازاد قبایلی علاقه وه او د بیدری خان زیات وخت د خپل پلار دارمي خان او تره معصم خان عرف توتکی دادا سره یو ځای تیر شویدی . معصم خان عرف توتکۍ دادا مشر او دارمي خان کشر ورور وو. دوانړه رونړه ډیر هوښیار،معامله فهم او غیرتی پښتانه مشران وو. پدوی کښی توتکی دادا ډیر زیات دوراندیش، زیرک مشر او د فیصله کن کردار خاوند وو. په سوات او ملاکنډ ډویژن کښی د زیاته جرګو مشری هم دوی کړیدی. که داسی اوییلی شی چه د ملاکنډ ډویژن جرګی به د توتکی دادا نه بغیر نیمګړی وی نه غلطه به نوی .دارمی خان هم په هره موقعه کښ یو فیصله کن کردار ادا کولو واله مشر وو او د جنګ د میدان یو ښه شهسوار وو . د سوات د جنګونو تاریخ به د دارمي خان نه بغیر همیشه نیمګړی وی.د بیدری خان پرورش اوتربیت هم ددهغه مشرانو په نګراني او لاسونو کښ شویی وو پدی وجه د هغوی کردار او جوانمردی بی داغه وه . د داسی تربیت او پرورش انسان د پښتو او پت په اصولو پوهه دخپل پلار، تره او ټول خاندان سره په هره سخته او راحته کښی ملګری وو. د خپل پلار او تره د رحلت نه مخکی د بیدری خان زیات وخت په قبایلی جوند کښی تیر شوی دی په کوم کښی چه انسان هر وخت د جنګونو او مرکو سره مخامخ وی . ځما په خیال د هغوی په جوند کښی د سوات ریاست په ١٩٢٦ کښ جوړ شو هغه هم دډیرو جنګونو او مره کونه ورسته. د ریاست جوړېدو نه ورسته دارمی خان بیا مسلسل د ریاست په مسلو هوارولو کښی د میاګل عبدالودود بادشاه صیب سره مصروف پاتی شو.پدهغ وختونو کښی هغوی په بونیر، شانګله او د سوات په نورو علاقوکښی د ریاست د مضبوطولو په سلسله کښی ډیری جرګی، مرکی او په څه موقعو ورکښی لښکر کشیانی اوشوی.دا ټول ماحول د بیدری خان دباره د مسلسل دباواو ازمیښت شان تیریده ځکه چه د دوران کښی د هغه مشر تره توتکی دادا هم وفات شوی وو. د ریاست جوړیدو نه تقریبا دوه کاله ورسته دارمي خان د میاګل عبدالودود بادشاه صیب سره بونیر کښی یو غره ته د ښکار دپاره تلی وو.چونکه دهغه غرونه ډیر سنګلاخ اونیغ دی او ښکاریان ورکښ ډیر احتیاط سره ګرزیده کوی .د دهغی ښکار په دوران کښی د بدقسمتي سره چرته دارمي خان خپه خویدلی ده او لاند پریوتی دی او د غټو کانړو سره ي سر او نور وجود جنګیدو سره ورباند سخت زخمونه راغلل ،د کومو توان چه د هغه د برداشت نه بهر وو او اونه زغملی شو او د زخمونو د زیات تکلیف له کبله ي د دی فانی دنیا نه رحلت اوکړه. الله تعالی د مغفرت نصیب کړی او په جنت الفردوس کښی د ورله اعلی مقام عطا کړی آمین.

د دارمی خان دا حادثاتی مرګ ډیر ناساپه وو پدی وجه هیڅوک ورته زهنی طور سرہ تیار نه وو . د سانحه نه ورسته بادشاه صیب د واقعاتو ډیر وضاحت اوکړه . بادشاه صیب پدی حواله خبل حلفیه بیان هم ورکړی وو چه دا سانحه د یو حادثاتی واقع په وجه اوشوه او نور پکښی هیڅ قسمه انسانی عوامل شامل ندی.خو چونکه دا یوه حادثاتی واقع وه او بل ددی واقعاتو د موصوف بادشاه صیب نه علاوه نور څوک عینی شاهد نه وو. په د وجه ورکښ خلقو د شکوک و شبهات پیدا کولو کوششونه شروع کړل او پدغه کښی ورسره د بیدری خان څه ملګری او یو، دوه، رونړه هم همخیال وو. دوی په بادشاه صیب باندی شک کولو او دبدل اغستو او ریاست دیر ته ي د شړونتیا اراده کوله.

پدی دوران کښی میاګل عبدالودود بادشاه صیب بیدری خان ته د سوات د خاني پګړی په سر کړی وه خو بیدری خان خوښه نکړه او د خپلو ټولو رونړو سره ي د دیر ریاست ته د شړونتیا جوند اختیارولو فیصله اوکړه. کله چی د شړونتیا نه وروسته دوی واپس راغلل نو پدی دوران کی د دوی کشر ورور محمد افضل خان کوم چه د شړونتیا په وخت کښی تقریبا د دوه کالو وو اوس د شړونتیا نه وروسته پوره ځلمی شوی وو. هغه څه وخت د ملاکنډ ایجنسی تهانړی په سکول کښ تعلیم حاصلولو او څه وخت ي د سیدو شریف په ودودیه های سکول کښی تعلیم حاصلولو.

د میټرک امتحان پاس کولو نه وروسته افضل خان لالا پیښور اسلامیه کالج کښی داخله واغسته او بقایه تعلیم ي هلته جاری اوساته. پدغه وخت کښی اسلامیه کالج پدی صوبه کښ یو ډیر یادګاری علمی او تعلیمی اداره وه.

د برصغیر د تقسیم نه وروسته چه کله خوګ وطن پاکستان په وجود کښی راغی نو د هغه وخت د شمال مغریبی سرحدی صوبی په انتظامی امور کښ د اسلامیه کالج د یوی لوي تعلیمی اداری په طور ډیر اهم کردار وو. په یوه موقع چه کله خواجه ناظم الدین ګورنر جنرل پاکستان په ١٩٤٨ کښ په اول ځل د دی صوبی په دوره راغلی وو د دهغه استقبالی دستوری پروګرام په اسلامیه کالج کښ شوي وو. ددی دستوری دپاره د ټولی صوبی نه تقریبا د ١٢٠ هاي سکولونو طالبلعلمان پیښور کښی د سلامی دپاره جمع شوی وو چه ورکښ د سوات ودودیه های سکول هلکان هم شامل وو.اسلامیه کالج کښی د پریډ نه مخکی چه اوس لا ګورنر جنرل نه وو رارسیدلی پدی دوران کښ د اسلامیه کالج یو انګریز پروفيسر کوم چه، مسټر کلوز، نومیګی هغه په سټیج باند ټولو طالبلعلمانو ته په انګریزی جبه کښی خطاب اوکړه او طلبا ته ي اوویل چه د دی تقریب مشر میلمه ګورنر جنرل په هوایی اډه کوز شویدی او په لګ ساعت کښ به دلته راورسی، تاسو ټول هغه ته د هر کلی وییلو دپاره دلته راجمع شوی ي . د پروفيسر کلوز د وینا نه وروسته محمد افضل خان سټیج ته راغلی او هغه پښتو کښ د پروفيسر صیب د تقریر ترجمه بیان کړه. غالبا هغه وخت کښی افضل خان لالا په اسلامیه کالج کښی د دریم کال طالبلعلم وو.

بیدری خان د خپلو رونړو سره سوات ته د راتلو نه وروسته په خپلو کلو کښ اباد شول خو دلته به دا وضاحت ضروری وی چه د دومره اوګد وخت دپاره شړونتیا نه وروسته په ابادیدو کښ ناقابل زکر مشکلات او رکاوټونه مخی له راځی. چونکه دا ټول رونړه ډیر پوهه او د اعلی صلاحیتونو خاوندان وو ، پدی وجه دوی دا قسمه رکاوټونه پخپل باہمی کوشیشونو، مہنت ،او د اللہ تعالٰی د مدد سرہ ختم کړه. بحرهال د بیدری خان زموهاریانی د هغوی د مشرانو د رحلت نه ورسته نوری زیاتی شوی. د هغوی د خپلو بچو نه علاوه د هغه د کشرانو رونړو د تعلیم او کورونو ابادولو زمواری هم وه . د دی دپاره هغوی سوات ته د راتلو نه مخکی د ملاکنډ ایجنسی په ډهیری جولاګرام کښی د رشته دارانو سره حصار شول او د بچو تعلیم ي د هغلته جاری اوساته. څه وخت ورسته دوی بیا د سوات منګور ی په مکان باغ کښی کور واغست چه د بچو تعلیم په منګوره سیدو شریف کښی جاری اوساتی. د دی سرہ سره په کلی کښ د کشرانو رونړو د کورونو جوړولو او ابادولو انتظام کول هم د بیدری خان زمواریانو کښی شامله وه. هغوی دا ټولی زمواریانی په ډیره خه طریقه سنبهالی کړی . د هغوی د پاره د خوشحالی خبره دا وه چه کوم کشران رونړه د تعلیم حاصلولو او نورو انتظاماتو کولو ضرورت ګنړلو هغه دوانړه رونړه ډیر فعال او زموار ځلمی وو.پدوی کښی محمد افضل خان چه کله لسم جماعت پاس کړه نو بیا ي د پیښور په اسلامیه کالج کښی داخله واغسته او په لګ وخت کښی ي ځان د دی کالج د خه طالبلعلمانو په صف کښی شامل کړه . د دوی مشر ورور محمد عالم خان عرف ښکلی خان په یو کلی کښ د خپل مشر ورور بیدری خان سره اوسیده او د هغوی دهر قسمه معاونت دپاره هغوی ته هر وخت موجود وو .

پدھغ وختونو کے زمونگ پہ صوبہ شمال مغریبی سرحدی صوبہ کښ د مسلم لیګ پارټی حکومت وو او قیوم خان یی وزیر اعلا وو. افضل خان لالا اګر چه هغه وخت کښی یو طالبلعلم وو خو د خپلو خدا داد صلاحیتونو او محنت په وجه د حکومتی چارواکو سره ي بهر پور رابطه وه . بل ځمونږ د صوبی په لیول غالبا د ریاستونو د پاره یو مشاورتی کونسل جوړ کړی شوی وو او افضل خان لالا د دهغه کونسل دممبر په حیثیت ټاکلی شوی وو او پدی وجه ي د ریاست سوات په حالاتو نظر ساتلی شه. د هغه وخت د حالاتو نه داسی ظاهریده چه والی سوات د هغه ددی مشاورتی کونسل ممبر په جوړیدو خوشحاله ندی ځکه چه په څه موقعو ي داسی اظهار هم کړی وو چه افضل خان په مونږ د صوبائی حکومت دباو راولی.

په کال ١٩٦٧ کښ د حکومت پاکستان یو وفد د امریکی د مختلفو ریاستونو په دوره تله چه هلته ورته د زراعت په شعبه کښی څه اګاهی او معلومات ملاو شی. پدغه وفد کښی افضل خان لالا د سوات نمایندهګی کړی وه او وفد کښی هغه د خپلی کارکردگی په وجه په خه الفاظو یادیده.

د بیدری خان بقایه څلور رونړه محمد یعقوب خان عرف د اشاړی کا کا، عبدالحمید خان عرف باچا لالا، عبدالخالق خان عرف ګل با با، محمد عالم خان عرف ښکلی خان هم ټول ډیر درانه او علم دوست پښتانه مشران او په خپل وطن مین خلق وو .پدی ورورولی کښی مرحوم عبدالخالق خان عرف ګل با با اګر چه د ډیرو بیمارو سره مخامخ او پدی وجه په صحت کمزوری وو خو ددی باوجود د هغوی علمی معیار ډیر لوړ وو. یوه وړه واقع پدی حواله ځه ستاسو سره شریکول غواړم. ګل بابا د محرم الحرام په میاشت کښی د خپلو رونړو سره پنجاب ته تلی وو چه هلته کښی د زولجناح جلوسونه او وینی. ځمونږ په ملاکنډ ډویژن کښی چونکه اهل تشهیه مسلمانان نشته دی نه ځکه دلته دمحرم جلوسونه نه وی . هلته پنجاب کښی چه ټوله ورځ دوی جلوسونه اوکتل او ماښام بیا جلوسونه امام بار ګاهانو ته راجع کیدل چرته چه د شپی دغلته محفل شام غریبان کیږی او زاکران ورکښ د واقع کربلا واقعات بیانوی او رنړا پری اچوی . عبدالخالق خان د خپلورونړو سره محفل شام غریبان کښی شامل شو او د هغوی په دعوت عبدالخالق خان په دهغه محفل کښی د موقعه په مناسبت د کربلا په واقعاتو تفصیلی رنړا واچوله . د یزید د لاسه په اهل بيت باندی د ناترسه تشدد او ظلم زیاتی واقعات ي په مدلل او مفصل الفاظو کښی بیان کړل. په محفل کښی موجود زاکرین او سامعین د هغوی د وینا نه ډیر مطمین شول . فقط.

انجنیر جلال الدین خان

بره درشخیله سوات.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←