چا ته ویل کېږي PhD
په ټولنیزو علومو کې ph. D چا ته ویل کېږي؟
دوکتورا فرانسوي کلمه ده، له لاتیني ژبې څخه اخیستل شوې ده چې (د نظر او فکر خاوند)، (د فکر او عقلانیت په برخه کې د لوړ مقام خاوند) او داسې نورې اصطلاحي ماناګانې لري.
په فرانسوي کې ورته (Docteur) وايي. فیلسوفان د نړۍ د کایناتو په اړه فکر کوي او د عقل او فکر کولو په وسیله د نړۍ حقیقتونه ثابتوي. دین او مذهب د زړه مني او ډېر وخت عقل او پوهې ته هم ارزښت ورکوي، خو فیلسوفان د عقل او تفکر په وسیله د نړۍ پټ حقیقتونه تر لاسه کوي. په نوې پرمختللې نړۍ کې د دوکتورا د تحصیل په پای کې په یوې موضوع د نوو څېړنو د لارو چارو په پام کې نیولو سره څېړنه تر سره کېږي چې د څېړنې
ټولو ارونو څخه پکې کار اخیستل کېږي.
په دې څېړنه کې لیکوال د ځانګړې موضوع په اړه د عقل په وسیله خپله فرضیه ثابتوي او د یو پوهان او د خپل فکر او نظر خاوند په ډول په خپلې څېړنیزې پروژې کې را ښکاره کېږي. فیلسوف په غیر رسمي ډول خپل فکر وړاندې کوي او د عقل او فکر له لارې پټ او مبهم مسایل ثابتوي او د دوکتورا سکالر په رسمي، علمي او اکاډمیک ډول د خپل کار په جریان کې ډېر پټ مسایل تر لاسه کوي.
د لېسانس دورې په پای کې مونوګراف (Monograph) لیکل کېږي، د ماسټرۍ دورې په پای کې (Thesis) لیکل کېږي او د دوکتورا دورې په پای کې (Dissertation) لیکل کېږي. په پښتو ژبه کې مونوګراف ته پایلیک، تېزس ته پوهنلیک او دوکتورا ته پوهنپایلیک وايي.
د دوکتورا دورې په پای کې د یوې منظمې تګلارې له مخې په یوې موضوع څېړنه کېږي او څېړونکی باید د څېړنې د ټولو لارو چارو شره اشنا وي او یوه داسې موضوع غوره کړي چې یوه اړینه ستونزه وښيي، علتونه یې څرګند کړي او د حل لارې یې په ګوته کړي. د پوهنپایلیک په څېړلو کې څېړونکی باید د څېړنو له نوو لارو چارو سره اشنا وي او څېړنه یې د سیمې له هېوادونو سره د پرتلنې توان ولري. د دوکتورا په جریان کې څېړونکي ته د څېړنې د سرلیک له غوره کولو څخه نیولی تر پایه پورې واک او صلاحیت ورکول کېږي، نو پوښتنه دا ده چې آیا د پښتو ژبې څېړونکو په دې برخه کې له دقت څخه کار اخیستی او کنه؟ د دوی ډېزرټېشنونه په نړیواله کچه برابر دي او کنه؟ ایا دغه ډیزرټېشنونه باید چاپ شي او کنه؟ ولې د پښتو ژبې ډیزرټېشنونه نه چاپېږي؟ په پښتو ژبه کې څومره ډېرزټېشنونه چاپ شوي دي او آیا د نړۍ له ډيزرټېشنونو سره یې پرتله کولی شو او کنه؟ د مانا له مخې څومره پوهنپایلیکونه د ډیزرټېشن ارزښت لري؟ او د داسې نورو لسګونو پوښتنو په ځواب کې زه چوپ پاتې کېږم او یوازې د ښه پوهنپایلیک ځانګړنې له تاسو سره شریکوم او تاسو کولی شئ چې په دې برخه کې فکر وکړئ او په راتلونکي کې د څېړنو په برخه کې له دقت او پام څخه کار واخلئ او دا څرګنده کړئ چې د پښتو ژبې په دې برخه (دوکتورا) کې څومره اثار یې لاندې ځانګړنې لري؟ څومره ډیزرټېشنونه چې چاپ شوي دي، آیا لاندې ځانګړنې لري؟ کوم ډېزرټېشنونه چې چاپ شوي نه دي، آیا دغه ځانګړنې به لري؟ هغه اثار چې چاپ شوي نه دي، لاملونه یې څه دي؟ د دې لیکنې په برخه کې دا یادونه کوم چې د نورو رسمي او غیر رسمي اثارو د چاپ له برخې سره زما دغه خبرې کومه اړیکه نه لري، زه یوازې د دوکتورا په ډیزرټېشونونو خبرې کوم؛ لامل یې دا دی چې په نړۍ کې د دوکتورا په پای کې په یوې ځانګړې موضوع څېړنه کېږي او دغه ډول څېړنې لوړ ارزښت لري او په دې برخه کې ډېر اثار په نورو ژبو ژباړل کېږي او په خپلو ژبو او فرهنګونو کې پرې حساب کېدلی شي.
آیا هر دوکتور د دوکتوا حق پوره کړی دی؟ آیا هر پوهنپايلیک ته ښه پوهنپایلیک ویلی شو؟ آیا هر پوهنپایلیک د ښه پوهنپایلیک ځانګړنې لري؟ اوس به په منظم ډول د ټولنیزو پوهنو په برخه کې د ښه پوهنپايلیک ځانګړنې وښیو او کولی شئ چې لیکل شوي او چاپ شوي پوهنپایلیکونه د دغو ځانګړنو له مخې وتلئ. په دې برخه کې د یوې ښې څېړنې لپاره نورې خبرې هم اړینې دي، خو دا ځانګړنې یې ډېرې اړینې دي. یو ډيزرټېشن چې دا ځانګړنې ونه لري، نو څرګنده خبره ده چې نورو څېړنیزو ځانګړنو په اړه یې هم فکر کول پکار دی.
د دوکتورا څېړنیزې پروژې د تر سره کولو لپاره د انتقادي فکر درلودل اړین دی. په اخځلیکونو کې له انتقادي فکر څخه ګټه اخېستل، له نورو اثارو څخه د اخیستنې په برخه کې انتقادي فکر درلودل، په څېړونکو، ځان، اثارو، مذهبونو، فرهنګونو، پوهنو او د داسې نورو مسایلو په برخه کې انتقادي فکر درلودل د ښه ډیزرټېشن لپاره اړین دي. یوازې قران کریم او قوي حدیثونه په دې برخه کې راتلی نه شي؛ یعنې مسلمان ته دا نه ښايي چې په څېړنه کې له قران کریم او قوي حدیثونو څخه ګټه واخلي او نیوکه پرې وکړي. هر څېړونکی حق لري چې خپل فکر ولري او د نورو پوهانو، فیلسوفانو او اثارو خبرې په پټو سترګو ونه مني. که په پوهنپایلیک کې د لیکوال خپل فکر نه وي، د نورو اندونه رد نه کړي او یا یې ونه مني او په ځانګړي ډول څېړونکی د ځانګړي شخص په ډول خپل فکر ونه لري او د یو پوه په ډول په څېړنه کې ښکاره نه شي، نو دې ډول ډیزرټېشن ته ښه څېړنه ویلی نه شو. د دوکتورا سکالر د یو ځانګړي علم په برخه کې تخصص کوي او (ph.D ـ دوکتورا) ته په انګلیسـي کې (philosophiae doctor) وايي؛ یعنې په ځانګړي پوهه کې د علمي او فلسفي نظر خاوند وي. فیلسوفانو خپل نظرونه لري او د عقل او تفکر په وسیله د نړۍ کایناتو په اړه فکر کوي، نو د دوکتورا له تخصص څخه وروسته باید هر کس د یوې ځانګړې پوهې خاوند وي او په خپلې څېړنې کې د یو ستر پوهاند په ډول ښکاره شي. د فلسفیانو یو اړین کار انتقادي فکر کول وو او په نورو د خپل فکر منل وو. په ټولنیزو پوهنو کې انتقادي فکر درلودل ټولنې او فرهنګ ته ګټه رسوي او د ټولنې پوهان باید په داسې مسایلو خوښ وي. انتقادي فکر کول نوي اندونه زېږوي او که فکر ځای پر ځای ولاړ وي او په فکرونو نیوکې ونه شي، نوي اندونه پیدا کېدلی نه شي. که چېرې د دوکتورا یوه چاپ شوې څېړنه دغه برخه ونه لري، نو د څېړنې د لارو چارو په پام کې نیولو سره ورته ښه څېړنه ویلی نه شو.
