کرامت غمګین
کرامت غمګين د خپل دور د موسيقۍ د مجلسونو ياد شاعر
د پښتو موسيقۍ په زړو مجلسونو کښې د کرامت غمګين نوم ډېر خور ؤ. تردې چې دغه نوم د خپل شهرت په بنياد د رېډيو نه هم خپلې زمزمې خورې کړې وې. د جهانګيري د مغلکو کلي، دا غريب اؤ عاجز شاعر خپل ذوق اؤ عشق د موسيقۍ دنيا ته راوستے ؤ.
؎ ملاقات به د غمګين کرامت ؤشي
کۀ ؤروستو سلګو کښې ېئ راشې مغلکو ته
دۀ به په خپله هلکوانه کښې ګډې بزې څرؤلې اؤ خپل ګزران به ېئ کؤلو. په دغو ؤرځو کښې د پښتو د نامتو سندرغاړي استاد احمد ګل د اواز اؤ سکڼې ځوانۍ درز خور ؤ. دا د کال 1960 ء خواوشا زمانه وه، چې کرامت غمګين چرته په مجلس کښې غنم رنګے احمد ګل ؤليد اؤ پرې مئين شو. هغه وخت د احمد ګل ډېره د پېښور په ډبګرۍ بازار کښې وه. استاد احمد ګل ماته وئيل چې ما ته پته ؤلګېده چې دا هلک زما په عشق کښې تر ډبګرۍ راغلے دے، نو ما ورله د يارانې کلکه منګل ورکړه .... اؤ دۀ هم هرڅۀ پرېښودل اؤ زما د موسيقۍ د مجلسونو کلک ملګرے شو۔ کرامت غمګين په يوه رباعي کښې د احمدګل په حقله وائي،
؎ کرامت د تصور اٰئين کښې ګوري
داچې ښکاري ورته يو د احمدګل مخ
کرامت غمګين د اعلىٰ پايې فطري شاعر ؤ. رباب اؤ باجه (هارمونيم) ېئ هم زده وو اؤ سوزانده غړۍ ېئ هم لرله. دغه هرڅۀ احمدګل په خپلو مېداني مجلسونو کښې اولس ته مخامخ کړۀ اؤ کرامت غمګين هم پښتون اولس ؤپېژندو اؤ د يو شاعر په حېث زښت مقبول شو.
؎ تۀ لاړې، زۀ دې پرېښودم ژړا ماله راځي
قرار به خداے خبر چې کله بيا ماله راځي
؎ سترګې به وانړوم ستا دسترګو د جنګونو نه
وينې کۀ مې څاڅي د زړګي د پرهرونو نه
؎ ځم راځم باغونو ته ستا ښائست ته نۀ رسي
ګورمه ګلونو ته ستا ښائست ته نۀ رسي
؎ چې نۀ وي چرګ، ولې اشنا ګنې سبا به نۀ شي
بغېر لتا نه عمر تېر ګني په ما به نۀ شي
اؤ داسې ډېرې غزلې اؤ سندرې د کرامت غمګين د دردېدلي زړۀ نه دپښتون اولس تر غوږونو رسېدلي دي، چې طرزونه ورته کرامت غمګين په خپله اؤ استاد احمدګل تړلي وو. يو وخت داسې هم راغے چې کرامت غمګين په خپله خپل کلام په مېداني مجلسونو کښې وئيل شروع کړل اؤ د شاعرۍ سره سره ېئ خپلې سوزانده زمزمې هم په پښتون اولس ؤمنلې. په نورو کښې د استاد احمدکل نه علاوه د کرامت غمګين شاعري د بهار علي، ګلناز اؤ څو نورو سندرغاړو په اوازونو هم زياته مقبوله وه.
د بدنصيبه کرامت غمګين کورودانه هم په يو معمولي کورني جنک کښې چا محلتيانو ويشتې وه، چې غم ېئ هغه په زړۀ نور هم کړم کړے ؤ. د پښتو دا مقبول شاعر د کال 2008ء، د فرورۍ د مياشتې په اوويشتمه (27) نېټه د معدې د بيمارۍ له کبله، له دې فاني دنيا نه لاړو اؤ څو لوڼه اؤ اېکي يو زوے ترې بې موره، بې پلاره پاتې شُو.
د کرامت غمګين د وړوکوالي يار اؤ ملګرے، د مغلکو کلي پروېز وائي چې کرامت غمګين د ډېر لوے زړۀ اؤ ځيګر خاوند ؤ. کۀ چا به ورته دوه زياتې هم ؤوې نو وئيل به ېئ چې دې نۀ پوهېږي. پروېز دا هم وائي چې اکثر به پېښور کښې اؤ يو ځاے بل ځاے ؤ، خو د روژې مياشت به ېئ په کلي کښې وه، نو هر چا سره به د ښېګړې کؤلو په هڅه کښې ؤ.
د میرې ګل" په نوم ېئ يوه شعري مجموعه ډېره ؤړاندې چاپ شوې وه، خو د پښتو په ادبي تذکرو کښې د کرامت غمګين ذکر اذکار نشته ... ولې بیا هم کرامت غمګين داسې وروک شاعر نۀ ؤ چې ګنې د پښتو شاعرۍ د منظرنامې نه به فنا شي. د ستاينې وړ ده چې د کرامت غمګين د کلي محلت شاعرانو په مغلکو کښې د "کرامت غمګين ادبي جرګه" په نوم يوه غونډه راجوړه کړې اؤ باقاعده کړې ده، چې د مشاعرو سره سره، د دې نامتو شاعر د يادؤنې په اړه ناستې اؤ نمانځنې هم کوي.
بخښنه اؤ د هغه جهان خوشحالۍ ېئ په برخه شه. اٰمين
08.10.2025
