اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

مصري خان

د خاطر یوه مڼه وه چا ور نه کړه!!

شپږ پنځوس کاله یې وشول، چې د امبار خاورو لاندې ( مصري خان خاطر افریدی) پروت دی. پر مزار یې دا بیت لیک دی:

دا ارمانونه مې کهٔ ګور ته یوړل

نږدې مزار بهٔ شي لوګي راسره

هغه معصومې شاعرې او د مینې لهٔ ارمانه ډکې سترګې دلته پرتې دي. دی وړه کی و چې یتیم شو، د ژوند څپېړه یې ډېره وختي وخوړه ترونو او نیکهٔ رالوی کړ. دهٔ اول لیک او لوست نه و زده، خو وروسته یې لهٔ خپل استاد « ناظر» نه زده کړل. لهٔ تنکي ماشومتوبه بزګر و. پهٔ پولو بهٔ ګرځېدهٔ، زمزمې بهٔ یې کولې. رباب یې هم زده و. هلته یې د ملګري « قیوم کوثر» چای خانه وه. ډېر بهٔ هلته ناست و. نور شاعران ملګري بهٔ یې هم راتلل، ددهٔ ډېره شاعري د همدې چای خانې پهٔ المارۍ کې قیوم کوثر خوندي کړې وه.

کهٔ تاسې د خاطر شاعري ولولئ، د ګلونو، څانګو، ونو او بوټو تماشې بهٔ وکړئ، د یو بزګر سړي دونیا ده، د ډېرو جمالیاتو نه ډکه ده، ویل یې:

زهٔ چې تخمونه د ګلانو کرم

څهٔ معشوقې د بلبلانو کرم

خاطر بزګري او مالیاري تر یو وخته وکړه، خو بیا یې چې ژوند نهٔ پرې تېرېدهٔ، ددې پهٔ څنګ کې یې وړوکی تجارت هم شروع کړ. کابل ته بهٔ راتلو، مالونه بهٔ یې وړل او هلته پهٔ « لواړګي بازار» کې بهٔ یې خرڅول.

خاطر کهٔ مالیار شاعر او سوداګر و. یو لېونی مین هم و. روایت دی چې د « مڼه» پهٔ نوم یوې نجلۍ یې زړهٔ وړی و. داسې کره خبره نهٔ شي کېدای چې، مڼه دې یې اصل نوم هم وي، ځکه نهٔ هغه وخت او نهٔ اوس پښتنو کې حالت ددې جوګه دي چې سړی دې د معشوقې نوم شعر کې واخلي. مقصد کهٔ هر نوم و، خاطر ته مڼه وه…

د مینې زور ګوره، روایت دی چې خاطر چرته مېلمه تللی و. هلته مڼه هم راغلې وه. حجرې ته سبا ناري کې شپاړلس پراټې راغلې وې. کوربانهٔ د خاطر ملګري وو، یوه پراټه مڼې پخه وه. کوربانو همغه پراټه پهٔ نښه کړې وه بیا یې خاطر ته د نورو پراټو سره پهٔ دسترخوان ایښې وه.

ـ خاطره! کهٔ رښتیا پهٔ مڼې مین یې، دې پراټو کې یوه مڼې پخه کړې، مالومه یې کړه.

وايي خاطر همغه یوه راواخیسته، ټوله حجره ورته حیرانه دریانه پاتې وه.

خو د حیرانۍ خبره نه وه. « مینه بینا وي. »

خیبر کې پیسې هم وې، سرهٔ او سپین هم، شتمنۍ او ماڼۍ هم… هغه خو خلکو ټولولې. ددې ملنګ بزګر ارمان ګوره. یوه « مڼه»

پهٔ دې دومره دونیا کې، ددهٔ غریب ایله یو د خیال وړوکی باغ و خو:

خاطره باغ کې دې نور څهٔ پاتې شول

یوه مڼه وه… رقیبانو یوړه

خاطر بهٔ خدایزده لهٔ څومره ګلدرو د مڼې پهٔ ډاډ مخ اړولی وي، خو د مڼې اړولی مخ ورته راوانه وښت:

د خاطر ځای پاکې نهٔ شي کهٔ څو درشي

ډکه ستا لهٔ رقیبانو حجره ګۍ شوه

د معشوقې لهٔ خولې یې هم ځان ته ویلي دي:

اوس خاطره ولې خدای پهٔ زړهٔ کړم دومره سخته

بیا چې پس لهٔ مرګه ستا مزار ته اوبهٔ کېږم

هو، خاطر داسې وړوکی زړهٔ هم نه ګرځولو چې د مینې غم یې، غم وګڼي:

کهٔ دې غم پهٔ ما امبار وي؛ پروا نشته

د ګلونو لاندې څانګه نهٔ ماتیږي

یو غم نه دی چې یې وکړې اې خاطره

ډېر غمونه دي کوه یې پهٔ ساړهٔ زړهٔ

د خاطر بېړۍ، د بادونو پهٔ واک کې شوه. خدایزده کوم طرف یې یوړه، خوبونه یې لیلام شول. او د خپلو هیلو پر مزار ودرېد:

ځان خو راوښیه د چا شولې اوس

زما د ټول عمر ساتلیه خوبه

تهٔ خو بهٔ کمڅۍ لهٔ زلفو جوړې کړې

زهٔ پهٔ دا شګېدلي ګرېوان څهٔ وکړم

څهٔ پیکه، پیکه تیریږي ورځې شپې د ژوند خاطره

نهٔ سهار د چا د مخ شته، نهٔ ماښام د چا د زلفو

بس یو دیدن وو چې نصیب مو نه شو

خاطره نور پهٔ مازدیګر کې څهٔ و

د خاطر د شاعرۍ هم جلا دونیا وه. ددهٔ ځیګرخون ژوند د هغهٔ پهٔ شاعرۍ کې زرغون دی. خپلو اهونو شعر ورکړ. ددهٔ لهٔ ساده باده ژونده، څومره خوږلن شعر جوړ شو. سړی یې چې رنګین غزل لولي حیران شي چې : « دې خړ خیبر کې څهٔ دي بې لهٔ خاورو. » اوس هم ددهٔ د کلي واړهٔ ماشومان ددهٔ شاعري وايي. خیبر ټول پرې رنګین دی.

د خېبر افریدی لۀ قوله چې: « یو محفل کې غني خان هم ناست و، د رباب سره د خاطر یو غزل ویل کېدۀ، چې غزل ختم شو نو غني خان ماته مخ کړو چې دا دومره خوږ شاعر تاسو نه مړ شوی ولې دی؟

خیبر وې: « د غني خان انداز داسې و لکه خاطر چې ما وژلی وي. »

دا غزل یې زمزمه کېدهٔ چې:

ستا د منزل پۀ منزلونو کې یم

د رسیدو پۀ امیدونو کې یم

نۀ مې دونیا او نۀ عقبا لګیږي

دغې سودا او دې فکرونو کې یم

د ستا رخسار بۀ مې هېر نۀشي اشنا

کۀ د بهار پۀ سرو ګلونو کې یم

زما پۀ زړۀ کې خو هم تۀ یې اشنا

دا زۀ خاطر کۀ د چا زړونو کې یم

صالح محمد پهٔ نوم خیبر کې یو شاعر دی. هغه د خپل پلار لهٔ قوله د خاطر یو ډېر عجیب خوی نقل کوي. هغه ته یې پلار (چې د خاطر ملګری و. ) ویلي وو: « ډېرې شپې ما او خاطر یوځای وکړې. بیخي ډېرې. د شپې هرڅو بجې بهٔ دې چې غږ پرې وکړ. خاطره!

غږ بهٔ یې وکړ. ویښ بهٔ و. یا خو یې خوب نهٔ و، یا خو یې بیخي اوتر او الوېزانده خوب و. ما هغه پهٔ ملاستي نه ده لیدلی، پلترۍ بهٔ یې وهلې وې او سر بهٔ پهٔ زنګنو ایښی و. بس دا ددهٔ خوب و. »

او د خیبر بل شاعر، اوتر افریدی د خاطر پهٔ اړه وايي: « د خاطر استاد لعل زاده ناظر بهٔ ویل چې خاطر بهٔ کله پهٔ سټیج شعر وایهٔ، خیبر بهٔ پهٔ ځمکه ورته رغړېدهٔ، پهٔ چیغو بهٔ یې داد ورکاوهٔ، خاطر بهٔ ورته ویل دا څهٔ لېونتوب کوې؟ خیبر بهٔ ویل: تهٔ خپل شعر وایه… مړه! »

خلک چې نښه ولي ګوري ورته

تا چې مخ پټ کړلو ګوزار دې وکړو

د خاطر دپورته شعر پهٔ اړه، د خاطر یو کلیوال چې ایوب نومېدهٔ، محمد ګل منصور ته وايي: « حمزه بابا بهٔ ویل، دا شعر ما ولې نه دی ویلی، کاش. »

د موسیقۍ پهٔ یو محفل کې حمزه بابا د خاطر افریدي دا بیت اورېدلی و چې:

داسې راته ګورې لکه نه چې راته ګورې

نېغ مې لهٔ زړګي وځي کاږهٔ چې راته ګوري

وايي: حمزه بابا ودرېد، ویې ویل: « خاطر ته ووایئ کهٔ دا شعر راکوي زهٔ بهٔ ډېره شاعري پرې ورکړم. »

مراد شینواري د خاطر پهٔ اړه دا خبره کړې وه چې: « خاطر پهٔ رښتیا هم یو فطري شاعر و. خدای چې چاته د شعر فطري استعداد ورکړی هغه د توندو سیلابونو غوندې پهٔ غرونو کې لارې وباسي. »

حمزه بابا د خاطر ددې بیت پهٔ ځواب کې چې:

تهٔ نقاب د مخه لرې کړه بس زهٔ بهٔ درته ګورم

د نظر پروا ونه کړې خیبر ډک لهٔ سپیلنو دی

دا بیت لیکلی و:

لهٔ نظره مه یرېږه نظر ماتی دې هم زهٔ یم

چې حمزه درنه لوګی شي، سپیلنو ته حاجت نشته

کاروان صاحب یې پهٔ کتاب سریزه لیکلې، یو ځای وايي: « خاطر د خیبر پهٔ وچو تړو کې هغه را ټوکېدلی ګل دی چې د شعر پرښتو ورته د لپو پر ځای پهٔ خولهٔ کې اوبهٔ ور خېږولې دي. »

د خاطر پیچومې، پیچومې ژوند. غربت، مینه، د بدۍ د کړاو ژوند، د نري رنځ ناجوړي، خو بیا هم دهٔ کله، کله ځان ته داسې ډاډ ورکړی:

څوچې خدای راکړې نه یې نو بهٔ ژاړم

د خیبر فصلونه تل پهٔ بارانو شي

خاطره زهٔ لهٔ تانه چا وړې یم

وار بهٔ دې راشي خو کهٔ وار دې وکړو

را بهٔ شې کهٔ ژوند وي، ورځې شپې خو لږې نهٔ دي

ږده راته چې څومره ږدې، وعدې خو لږې نهٔ دي

خو د حالتو بله خوښه وه. خاطر چې ترڅو وار ته ځان سماوهٔ، ددهٔ پهٔ لور غشی لهٔ کمانه وتی و. ډېر ناوخته شوی و.

خاطره داسې ګوزار عشق راکړلو

چې بل ګوزار ته بهٔ بیدار نه شم

ستا د راتلو پهٔ انتظار کې خاطر

پهٔ سترګو ړوند شو دېوالونه نیسي

خاطر یوولس کاله د نري رنځ نه وکړېد. خو اخر یې ډک زړهٔ یې تش شو، لپې، لپې ویـ.نه یې وغورځوله. مخکې یې لا ویلي وو:

خاطر د وینو غرغرې وکړلې

دا یې د ژوند د ختمېدو شپې دي

د شاعرۍ دا رنګینه دونیا، دا ملنګ لهٔ ډېرې ناچارۍ او بې وسۍ زورور و، هیڅ هم ترې پاتې نه شول.

وايي د هر چانه بهٔ هرڅهٔ پاتې کیږي پهٔ مرګ

موږ نه د ژوند ټولې مزې پهٔ ژوندانهٔ پاتې دي

خو یو، بس یو ارمان:

کهٔ خیبر مڼه، مڼه شي زهٔ یې څهٔ کړم

د خاطر یوه مڼه وه چا ور نه کړه…

پهٔ ۱۹۲۹ زېږدېز کې پیدا و، پهٔ ۱۹۶۸ زیږدیز کې ومړ. د خاطر لهٔ مرګ مخکې د هغهٔ پهٔ کتابچه کې دا وروستی شعر، ددهٔ پهٔ وروستي ماښام لیکل شوی و.

لنډه زنده ګي ده، پهٔ اوږدو خبرې مه کوه

پاتې شه ایسار شه، نن د تلو خبرې مه کوه

جربهٔ شمه تاله، زهٔ د اوښکو قافلو سره

نور د ننواتو او جرګرو خبرې مه کوه

سم لکه د ویـ.نې یاره، تن کې مې خور شوی یې

اوس مې لهٔ زړګي نه د وتو خبرې مه کوه

غږ زموږ د مینې تر خیبره رسېدلی دی

دا ځلې آشنا د بېلېدو خبرې مه کوه

څوک زموږ پهٔ مینه چې خاطره بد ګومانه وي

ماله چې راځې نو د هغو خبرې مه کوه

(لیکوال: …..

اخستونځی: د خیبر شاعران)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←