سید بهالدین مجروح
د پوهاند داکتر سید بهاالدین مجروح د شهادت د ۳۳ کلیزی په مناسبت:
زه به کوشش وکړم چې د هغه د آثارو نه تاسوحضور ته څه نور مطالب وړاندی کړم. د ځانځانۍ ښامار او دژدهای خودی په باره کې افغان پوهانو او سترو سياسی علمی او ادبي شخصيتونو نظریات ستاسو سره شريک کړم. تر هرڅه لمړی به ستاسو سره هغه سروی شريکه کړم کوم چی په پاکستان کې د تنظیمی مشرانو او قوماندانانو حيثیت د افغانستان د خلکو د نظره په ډاګه کړ او نړیواله سطحه ئې دوی بربنډ کړل.
دا سروی د افغان اطلاعاتی مرکز په انګليسی ژبی مياشتنۍ خپرونی د 1987 جولای ګڼه کی خپره شوه چی دافغانستان د ټولو قومونو او د ښځو په ګډون د دوه زره مهاجرين د چترال نه تر کويتی پوری پوښتل شوی وو. دی معياری سروی د نړی په ټولو رسنيو کی داسی پراخه پیمانه انعکاس وموند چی نړيوال ذهنيت يی د پاکستان د استخباراتو په لاس جوړ شوی تنظيمونو په باره کی بدل کړ او سياسی ډګر کی يی د مهاجرينو د نمايندګۍ حيثيت دلاسه ورکړ. هر ورځ د نړيوالو رسنيو نه د افغان اطلاعاتی مرکز د سروی تکرار او ديوی باوری سرچينی په صفت دافغان اطلاعاتی مرکز حواله ورکول دپاکستان نظامی استخبارت او د هغو تنظيمی غلامان داسی د قهر او غضب سبب شوچی شپږ مياشتی وروسته يې د ۱۹۸۸ کال د فبروری میاشتی په ۱۱ ماښام پوهاند مجروح په خپل دفتر، افغان اطلاعاتی مرکز کی په شهادت ورسوه. انا لله وانا اليه راجعون
سید نعیم مجروح
پوهاند مجروح د افغانستان راتلونکی په اړه چی مهاجرين څه غواړی يوه دنظرپوښتنی سروی ترسره کړه. د نور پوښتنو په څنګ کی دا چی څوک د افغانستان د ملی مشر يا زعيم په صفت غواړۍ، ځوابونه دا وو:
ظاهرشاه پخوانی پادشاه ۶۵ .۷۱٪
اسلامی نظام ۱۲.۵۰ ٪
افغان مسلمان ۱۰.۳۰٪
جهادی قوماندانان لکه مسعود، عبدالحق، فريد، حقانی ۱.۷۵٪
تنظيمی سياسی مشران لکه پير ګيلانی، مولوی نبی، برهان الدين ربانی، ګلبدين حکمتيار ۰.۴۵٪
نه پوهيږم ۳.۳۰٪
که څوک غواړي په ځان او جهان کې د اژدها د مرګ په راز پوه شي دا اثر دې په غور مطالعه کړي. ګل پاچا الفت
پوهاند مجروح ته د فرانسی، سويس، انګلستان، امريکا او د نړی اکثره لوی پوهنتونونو او اکادميک مرکزونو د استادۍ پيشنادونه وکړل خو مجروح صاحب يو هم نه قبلولو او ويل به يی چی «ما ددی غريب اولس په پيسو تحصيل کړی، اوس دوی ماته ضرورت لری زه څنګه کولی شم چی د تيښتی لار ونيسم او دا اولس پدی سخت وخت کی پريږدم او يواځی خپل سر او خپله کورنۍ خوندی کړم، زه ددی اولس بچی يم هر څه چی پدوی راځی په ما دی هم راشی، زه به دا حقايق وايم که سر می هم پدی مقدصه لار کی لاړ شی د وياړ ځای دی، غير د الله(ج) د بل چا نه ويريږم»، پوهاند مجروح به دا خبری په داسی حال کی کولی چی د استخباراتو او د هغو د نوکرو تنظيمی افراطيانو شفاهی او ليکلی تهديدونه په منظم ډول ده ته روان وو خو ده به دا ټول تهديدونه د کورنۍ او دوستانو نه پټ ساتل، د امريکا او د نورو لويديزو هيوادو سفيرانو په وار وار پوهاند مجروح ته د ورپيښ تهديد نه خبر کړی ؤ او د پاکستان نه د وتلو امکانات ورته برابر کړل خو ده دا ټول رد کړل او خپلی مبارزی ته يی دوام ورکړ، د حقاقيقو د ښکاره کولو په لار کی د هيڅچا زور ته تسليم نشو تر څو چی خپل سر د خدای او وطن په لار کی قربان کړ.
مرحوم استاد رسول امين د پوهاند مجروح دوست وايي: ...تاسو ته معلومه ده چې مجروح صاحب د دنيا هر ځای ته تللې شو د نړۍ په هر پوهنځي کې هغه ته د استادۍ چانس موجود و چې ډيرو زما مخکې ورته ويلي وو چې تاسو دلته هسي وخت ضايع کوئ، خارج ته لاړ شئ. خو هغه ويل «هدف مهم دی»، او پدې هم پوهيده چې ددغه هدف لاس ته راوړلو کې سړی مړ کيږي. تاسو خبر ياست د مجروح صاحب لپاره د افغانستان د خلکو محکوميت په يوه زاويه کې نه و، هغه ليده چې زموږ د وطن د محکوميت په خاطر د دوست او دښمن په جامه کې کار کيږي. يوه هفته وړاندې چې استاد مجروح شهيد کيده د يوې ميلمستيا نه راوتلو ماته ئې وويل: «يره زه فکر کوم چې دا حسن کاکړ روان دی پښي وباسي او که ته ورته د پاتې کيدو خبره وکړې ښه به وي». ما ورته وويل مجروح صاحب کاکړ نه پاتې کيږي او شې لکه چې زما او ستا په اوږو بار دی. په همدی ځای کې ده يوه خبره ماته وکړه تر اوسه زما معزو کې ده، دا دده خپل الفاظ دي، وې ويل: «موږ سره دوستان او دښمنان مساوي خيانت کوي»... زما په نظر هغه وخت لری ندې چې خلک د مجروح صاحب اصلي مقام وپيژني، د مجروح صاحب وژل هيڅکله هم دا معنی نه لري چې د هغه پيغام ختم شو. دا ډير ساده فکر دی چې د يو سړي په وژلو ټولنيز ارمان يا د خلکو پيغام هم وژل کيږي...که د مجروح صاحب پيغام سړی خلاصه کولې شي هغه ساده دی او دا د آزادۍ پيغام دی.
پوهاند رسول امين
«د انسانيت ښه معيار عدالت او برابري ګڼم. د ځمکې په سر بد انسان هغه دې چې د ځان څخه پرته نور جهان نه ګوري، ديکتاتوري او استبداد هم له همدی ځای نه راپيدا کيږي».
پوهاند مجروح
دښمن وپیژنئ:
په کومه سخته لاره چې روان ياست، هغه د آزادۍ ستر پړاو ته رسيږي، خو د لارې په ټيټ او پاس کې لمړی دښمن وپيژنئ، او دوهم د مقصد منزل هير نه کړئ!
د مقصد ستر پړاو آزادي ده، او هغه دا ده
آزاد سر لوړې ژوند په آزاد آباد هيواد کې.
د انساني موجوديت هدف او معنی ، او د انساني طبيعت وده او تکامل په معنويت او روحانيت کې دی نه په ماديت او ماده پرستۍ کې.
هر هغه سياسي او اجتماعي نظام چې د ماديت په اصل ولاړ وي، ځان مطلق کړي او خپلې ايدلوژۍ ته کامله او بشپړه و وايې، په حقيقت کې د خدايي دعوا کوي. داسی نظام د شر او فساد منبع ده او د هر انسان وظيفه ده چې د هغه پر ضد عصيان او بغاوت وکړي، د داسی نظام څخه اطاعت کول او په هغه قناعت کول ستره ګناه ده او په يو بشري جنايت کې شريکيدل دي.
ستر آسماني دينونه او مخصوصأ د اسلام مبين دين فردي عنصر او فردي اخلاقي شعور ته په ډير ژور ارزښت قائل دی او د خير او شر د تميز دروند مسؤليت ئي د دی شعور په غاړه ايښودې دی.
د خدای(ج) او د خلکو په مقابل کې دې اخلاقي مسؤليت هر رښتنې مؤمن مکلف کړې دی چې د هر هغه سياسي او اجتماعي نظام سره په کلکه وجنګيږي چې د خير او نيکۍ له لارې څخه انحراف کوي او شر او فساد په نړۍ کې خپروي.
چا چې په رښتيا سره د خدای(ج) بندګي منلې وي نو د بنده بندګي ته هيڅکله غاړه نشې ايښودای. د سترو آسماني دينونو او مخصوصأ د اسلام د مبين دين يو بنيادي اصل داسی دې:
د بشري خلقت مبدأ، منبع او روستنۍ مرجع يوه معنوي هستي ده، د انسان او د جهان شته والې او موجوديت بې معنی او بې مفهومه نه دی، بلکې د کائيناتو په ټول خلقت کې ځای او مقام لري، معنی او هدف لري، انسان د يوې بې انتها هسۍ بنده دی، د ازلي او ابدي خالق مخلوق دی بی چې مادي او معنوي جهان ئې له نيسته پيدا کړی دی.
سید نعیم مجروح
