اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د پېښور ماښامی

پښتو ژبې ، ادب او کلتور ودې، حفاظت او ترقۍ کار ته به دوام ورکولے شي: (ډاکټر کاظم نياز)

د شاعرانو اديبانو په زيار د زرګونو کلونو تېرېدو باوجود پښتو ژبه ژوندۍ پاتې ده:(رحمت شاه سائل)

د نياز ادبي سنګر "د پېښورماښامے" په نوم مشاعره کښې د ډاکټر اباسين يوسفزي، نورالامين يوسفزي،عزيز مانيروال، فضل سبحان عابد،نېمروز قېس،ډاکټر اظهار او نورو ګډون

رپورټ: امجد علي خادم

د صوبائي ادبي تنظيم نياز ادبي سنګر خېبرپښتونخوا سرپرست ډاکټر کاظم نياز وئيلي دي چې د پښتو ژبې ، ادب او کلتور ودې،ترويج،پرمختيا، حفاظت او ترقۍ ته به دوام ورکولے شي او دې لړ کښې به د روان علمي دور د غوښتنو په رڼا کښې په سائنسي بنيادونو کار کولے شي. نوموړي دا وېنا د نياز ادبي سنګر خېبرپښتونخوا د سيوري لاندې "د پېښور ماښامے" په نوم د مشاعرې درنې غونډې ته کړې ده.

مشاعره د پښتو د نامتو قامي شاعر ښاغلي رحمت شاه سائل د صدارت لاندې د ډبګرۍ بازار پېښور د وارث خان په حجره کښې ترسره شوه.

چې پکښې رحمت شاه سائل، ډاکټر اباسين يوسفزئي، نورالامين يوسفزئي، فضل سبحان عابد،ډاکټر زبېرحسرت،ډاکټر اظهار الله اظهار، پروفېسر اسلم تاثير افريدي،عزيز مانيروال، انور مانيروال،سليم بنګش،نېمروز قېس،سحر کتوزي،حېران مومند،شېرولي خان اورکزي، ډاکټر اسحاق وردګ، فياض خان خېشګي، فضل وهاب درد،بصير بېدار ستوري،فضل مولا تورکي،ممتاز حسن دولت زي،نورتاج صالح،قېصر علي شاه قېصر، حساس محمدزي، ثمينه قادر، کلثوم زېب، شمشيرباچا،ثمر افريدي،عباس خليل او د صوبې د مختلفوبرخو نورو نوموړو شاعرانو خپل خپل کلام واؤرولو.

د سنګر سرپرست ډاکټر کاظم نياز د نياز کورنۍ لخوا د ښاغليو رحمت شاه سائل، نورالامين يوسفزي،محترمه ثمينه قادر، کلثوم زېب بي بي او نورو شاعرانو اديبانو مننه اوکړه او وې وئيل چې نياز ادبي سنګر د چئيرمېن پروفېسر اسيرمنګل صېب په شمول خپله يوه غوره کابينه هم لري او دې سره سره د ښاغلي فياض خان خويشګي په مشرۍ کښې يو کلچر ونګ لري چې شمال نياز، ځلان نياز، واجد لائق او نور ئې غړي دي او ښاغلے فضل وهاب درد هم د ونګ يو مرستيال دے.د دې نه علاوه د ښاغلي نورالبشرنويد په مشرۍ سنګر يوه هنري څانګه لري چې جمشېد علي خان پکښې د مرستيال په حېث ذمه وارۍ ترسره کوي

ښاغلي رحمت شاه سائل د مشاعرې د صدر په حېث خپلو خبرو کښې د پښتو ليکوالانو، اتلانو، اديبانو او شاعرانو د فکر ، جدوجهد او خدمت په غوره ټکو کښې يادؤنه اوکړه او وې وئيل چې پښتو چرته هم مقتدره ژبه پاتې شوې نۀ ده خو د هغې باوجود زرګونه کلونه وروستو هم ژوندۍ ده بلکې ښۀ په آب و تاب کښې ده.ښاغلي سائل مثالونو ورکولو سره د پروفېسر جهانزېب نياز صېب د ادبي او علمي خدماتو ستائينه اوکړه

د سنګر چئيرمېن پروفېسر اسير منګل خپلوخبرو کښې د سنګر په اغراض و مقاصد مختصر رڼا اچولو سره اووې چې نياز ادبي سنګر يو علمي ادبي تنظيم او يوه اداره ده.دا تنظيم د ادبي لارښود استاد محترم پروفېسر جهانزېب نياز صېب په نوم د سنګر د باني چئيرمېن ارواښاد لائق زاده لائق په تجويز جوړ شوے دے چې د استاد محترم علمي او ادبي کار او زيار ته دوام ورکوي، د کله نه چې سنګر په وجود کښې راغلے دے د هغې ورځې نه مونږ د استاد محترم په لارښودنه کار کوو او د دغه ادبي او علمي کار زيار په مخکښې بوتللو د پاره مونږ د خپل سرپرست ډاکټر کاظم نياز مننه کوو چې هغه پخپله يو ښۀ شاعر او نثرنګار دے او خپلې پښتو ژبې سره مينه ورته د خپل پلار محترم پروفېسر جهانزېب نياز صېب نه په وراثت کښې پاتې ده. د اولس د ژوند د لوړو ژورو نه ازادولو او خبرولو د پاره مشاعرې راجوړول، تنقيدي شعور عام کولو او ژبې او ادب د ودې د پاره تنقيدي غونډې کول، د مستحقو ليکونکو معياري نظم او نثر چاپ کول،د تلليو ادبي او علمي اتلانو يادول او د ژوندو ادبي اتلانو درنؤل زمونږ د تنظيم مقصد او مرام دے چې د ژونديو قامونو يو صفت دے او زمونږ د آئين يوه برخه ده.

نامتو دانشور،څېړنکار ،شاعر اواديب نورالامين يوسفزي د خپل کلام اورولو نه وړاندې خپلو خبرو کښې اووے چې پروفېسر جهانزېب نياز صېب د استاذانو استاذ او قامي اتل وۀ او دا د هغه قامي اتل کرامت دے چې نن په دې مشاعره کښې ئې دا پښتانۀ شاعران اديبان راغونډ کړي دي او د قام او د اولس غم ژاړي.

د سنګر اعزازي غړي حاجي زبېر خان په مشاعره د زياتې خوښۍ څرګندونه اوکړه او وې وې چې زۀ د نياز ادبي سنګر د ټولو ملګرو او راغلو مېلمنو شاعرانو اديبانو مننه کوم چې مونږ له ئې وخت راکړو او دلته ئې دا درنه مشاعره راجوړه کړه.

د مشاعرې د نظامت چارې د سنګر سېنئروائس چئيرمېن ډاکټر عالم يوسفزي، فنانس سېکتر حميد الرحمان نادان او مېډيا سېکتر صادق امن زي ترسره کړې

په دې موقع د سنګر د کابينې غړي وائس چئيرمېن ډاکټرحنيف خليل،وائس چئيرمېن ډاکټر ګلزار جلال،وائس چئيرمېن امجد علي خادم،جنرل سېکتر فريدون خان، ډپټي جنرل سېکتر وقار لائق، پرېس سېکتر ډاکټر ګوهر علي شاه ګوهر، د سنګر د کلچر ونګ مشر فياض خان خېشګي، مرستيال فضل وهاب درد،غړي شمال نياز او واجد لائق او د هنري څانګې مشر نورالبشرنويد، مرستيال جمشېد علي خان هم موجود وو.

د مشاعرې نه وروستو ماسختن کلتوري غونډې اوشوه چې د سنګر د کلچر ونګ مشر فياض خان خيشګي ورته د خپل اواز او فن له لارې ډېر خواږۀ اوبخښل

د پېښور ماښامے په نوم دغه ازاده مشاعره او کلتوري غونډه کښې ګڼو کتونکو او اورېدونکو مينه والو خپل ګډون يقيني کړو.

په درناوی

امجد علي خادم

وائس چیئرمېن

نیاز ادبي سنګر خېبرپښتونخوا

1st June 2025

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←