اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

هیجړا یا نرښځی

هجړا یا نرښځۍ:

په پښتنه ټولنه کې "هجړا" یا "نرښځۍ" هغه کسان دي چې خپل جنسیت یا جنسي هویت یې د ټولنیزو یا حیاتي عوامل له امله د عادي نارینه یا ښځینه د تعریفاتو سره سمون نه خوري. دوی اکثراً د انټرسیکس، ټرانسجینډر، یا جنسيت مبهم حالت کې وي. په ډېری ټولنو کې د دوی د ژوند طرز او تشخص ته یو ځانګړی نظر کېږي.

ډولونه او ځانګړتیاوې:

هجړاګان یا نرښځۍ دوه یا درې ډولونو وي:

۱. انټرسیکس (Intersex): هغه کسان چې له زيږېدلو څخه د دوی جنسي ځانګړتياوې (جنس) په وضاحت سره نارینه یا ښځینه نه وي.

۲. ټرانسجینډر (Transgender): هغه کسان چې جنسي هويت یې د زیږیدنې پر مهال ټاکل شوي جنسیت سره توپیر لري.

۳. ظاهري هجړا یا نرښځۍ: دا هغه ډول دی چې یا خو بشپړ نارینه یا ښځینه دی، خو د مخالف جنس ځینې حرمونونه لري، لکه یو نارینه چې ښځینه حرکات او خوی بوی ولري زمونږ ټولنه کې هجرا بللی شي.

هجړاګان اکثراً د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ځان لپاره یوه ځانګړې ټولنه جوړوي او د دوی خپل دودونه او رسمونه وي. دوی اکثر د مختلفو دودیزو مراسمو لکه واده، ماشوم زيږېدو خوشالۍ، او نورو غونډو کې ګډون کوي او له دې لارو خپل مالي اړتياوې پوره کوي.

د هجړا یا نرښځیو سره باید احترام، زغم او همدردي وشي. په اسلامي او انساني لحاظ هم هر څوک د درناوي مستحق دی او د دوی د ژوندانه حق باید په پام کې ونیول شي.

ښه رویه یعنې..:

1. د دوی شخصیت منل: دوی باید په خپله ټولنه کې د یو فرد په توګه ومنل شي او د دوی جنسي تشخص ته درناوی وشي.

2. ټولنیز ملاتړ: د دوی لپاره د ښوونځیو، روغتیایي اسانتیاوو، او کار پیدا کولو کې اسانتیاوې برابرول.

3. د تعصب مخنیوی: دوی ته د حقارت په نظر نه کتل، او د هر ډول تعصب نه ځان ساتل.

4. تعلیمي او کاري فرصتونه: د هغوی لپاره د زده کړو او کارونو مناسب موقع ورکول، چې د دوی د اقتصادي ملاتړ سبب وګرځي.

په دې توګه، دغه یاد ټولګی افراد هم د ټولنې یو مهم برخه جوړوي او د دوی احترام او حقونه باید وساتل شي.

پوسټ د ډولفین عیان سره د شوي زیاتي په تړاو د خواخوږۍ په موخه وشو، تر څو د دې بې وسه او بې کسه مخلوق اړوند پوهاوی وشي او دا خلک د ټولنې برخه وګڼلی شي.

(انجنیر موسی خان ساپی)

ډولفن ایان ته .....

زما خداے چرته دے ؟

زۀ د ادم خاورين بُت کښې د حوا نيازبين روح يم نۀ د قابيل او هابيل خور يم، نۀ د اقليما او لوزا ورور، هلک پۀ جينۍ کښې واغږلے شو، سندره پۀ سانده کښې ګډه شوه، اوښکه د موسکا پۀ وخکي کښې جره شوه او بيا ترې زۀ جوړه شوم۔

زۀ د ادم د ملا د تير او د حوا د سينو د اوبو نه نۀ يم پېدا۔ د ادم د ملا د تير او د حوا د سينو د اوبو نه چې پېدا دي هغه د ”و خلقنٰکم ازواجاً“ پۀ تفسير يا سړي دي او يا ښځې ۔ زۀ د ادم خاورين بُت کښې د حوا نيازبين روح د ”وخلقنٰکم ازواجاً“ تعريف کښې چا ګڼلم؟ چا شمېرلم؟ زۀ خو ئې ترې وويستم زۀ خو ”کېنار“ شوم ”تيريتيا پرکتري“ شوم۔

د اناپشتم، د نوح او د منو پۀ کشتيو کښې زۀ هم وم زما د نوغې ژوند هم د خداے غوښتنه وه۔

د يونان شهوت زۀ د سقراط او سکندر د کټ پۀ پياړمه هم څملولم، مصر او ثموديانو هم زما پۀ لاسو کښې د سپېځلو شرابونو جامونه راکړل۔

يوه ورځ د عيسیٰ پۀ سر د ازغو تاج ته ما هم خپل مخ او سر وهلي وو، ژړلي مې وو، عزاداري مې کړې وه بيا د يمايمه هوذه بن علي پۀ ډالۍ کښې مدينې ته ولېږلم او مدينه کښې سره زما د نورو دريو ملګرو قبوله وينزه شوم۔

عثماني سلطنت او بيا مغل زۀ خپل حرم کښې ځاے کړم ماسره پکښې رازونه هم شريک شول۔ ما هغه رازونه هم وساتل۔ ډېرو غټو غټو وزارتونو، مسندونو، پټکو، ږيرو او برېتونو ونۀ ساتلي شول۔ د نو ابادياتي غلچکي يرغل ګر نظر کښې زۀ بهادر شاه ظفر، مېرزا غالب او د هغۀ محکوم وطن استوګن ټول يو شان وو۔ د قبيلې سردار، د رياست والي، د جومات ملا،د مندر پنډت، د روضې منجور، د پُولې سپاهګر، د کلي ملک او زما شان ښځونک د پاره يو شان رويه وه د سپکاوي رويه ۔ پېرنګے هسې هم پۀ نامه تلو، لاړو، سردار، والي، ملا، پنډت، منجور، سپاهګراو ،ملک د ازادۍ مېوې واخستې، ځانونه ئې شته کړل،خپل ځانونه د درنولو د پاره ئې زۀ سپک کړم۔

اولس؟ نۀ! اولس نۀ يادوم۔ پۀ نۀ خبره د يو بل د خور او مور خښتږونه يادونکي او د يو بل وژونکي به څۀ ياد کړم ؟ څۀ طمع به ترې ولرم؟۔

ګيله؟ هو ګيله لرم۔ اولس او معاشرې زما غورځولو د پاره زما جسماني ساخت جواز کړو، زما طبعي نيمګړتيا ئې بهانه کړه ۔ يو تپوس لرم کۀ د چا د بچي غوږ پېدائشي نيمګړے وي يا بيخي نۀ وي، پوزه نيمګړې وې يا بيخي نۀ وي، سترګه چپه يا چغوړه وي، شونډه غوڅه يا شلېدلې وي، پښه کږه يا ګوډه يا لاس کنډم وي نو ؟ زۀ ؟ زما خو ټوله جسماني نيمګړتيا يوه ګوته ده او زۀ قسم پۀ خداے خورم چې زما دغه نيمګړې ګوتې نه د چا پلار يا ورور، نيکۀ يا مېړۀ، يا د چا خور مور، نيا يا ښځې ته هيڅ تکليف نشته ۔

فخاشي ؟ نه! فخاشي نۀ کوم

سينګار؟ هو! سينګار کوم

د ښځو شان سينګار د ښځو سينګار غېر فطري دے؟ ښځې غېر مرئي مخلوق دے، زما د ښځو خوئي بوئي خوښ دے، د هغوي رنګونه او مکېزونه مې خوښ وي ، زۀ هغسې جامې او سينګار خوښوم ، زما هغه شان کېدل خوښ دي ولې دوي سينګار نۀ کوي، ږيره نۀ خروي، نۀ سکښوتي، نۀ ږمنځوي، رانجۀ نۀ پورې کوي ، پۀ جامو جوړولو کښې د يو خاص فېشن خيال نۀ ساتي ؟ هر څۀ فېشن چې وي د پېزار پونده، تلي، ډيزاين، برانډ او رنګ کښې خوښه نا خوښه نۀ کوي ؟ دا سينګار نۀ دے دا سينګار دے او کۀ نۀ ؟ دا هم سينګار دے۔

معاشره زما د لاسه خرابېږي ؟

معاشره کښې دروغ، استحصال، سُود، شُوکې ، جګړې، فتوې، فتنې، قتلونه نوره سمه ده ؟ معاشره زما پۀ سندرا او ګډا خربېږي ؟ نوره سمه ده نوره قلاري ده ؟

بل څۀ روزګار ؟ زما غېر متعين جنس خو ټولو نه وړومبے زما د کور نه ما وباسي ورور خور، مور پلار، خپل خپلوان ۔ هغوي ته خو زۀ د خداے ورکړه نۀ ښکارم ۔ پېغور مې ګڼي، شرم مې ګڼي، وبال مې ګڼي ۔ د کومې رشتې نامه راته مۀ اخله ورور خور پلار خو به مې د زېږېدو زيرے نۀ وي اخستے خو مور ۔ هغه مور چې د پښو لاندې ئې زما جنت دے ۔ خداے دې سره زما د دجنت د دوزخ خشاک کړي ۔ هغې هم دومره ونۀ کړل چې کور کښې ئې لکه د زوي نۀ سهي ، لکه د لُور نۀ سهي لکه د يو سپي سهي۔ ځان سره ځاے کړے وے ۔ بهر به نۀ وتلم کنه پۀ نيمګه ګېډه به مې ډوډۍ خوړه ، د خور زړې جامې به مې اغوستې۔ زوړ پېزار به مې پۀ پښو کولو هغوي خو ماته د پېزار نظر هم ونۀ کړو۔ کور څۀ ، ښونځے څۀ، بل څۀ هنر زده کول څۀ ؟ ما خو څوک جمات کښې هم نۀ پرېږدي ۔ دې صف کښې سړي او دې صف کښې واړۀ ، دې صف کښې ښځې دې صف کښې واړۀ او بيا دې صف کښې هيجړا ؟

زۀ به خداے نه تپوس کوم چې دا ستا دين ؤ ؟ دا ستا شريعت ؤ؟ دا ستا حکم ؤ ؟ کۀ هغوي ووې چې هو! نو زۀ به دا خپلې ټولې ګيلې ووژنم ۔ بخښنه به وغواړم د هر هغه چانه چې ګيلې مې ترې لرلې ۔ خو کۀ وئيل ئې چې نه ۔ نو نۀ خور، نۀ ورور، نۀ مُلا نۀ باچا۔ چې د خداے او د رسول پۀ مخکښې مې د دوي ګرېوانونه ونۀ نيول او محشر کښې مي محشر جوړ نۀ کړو نو بيا به وايئ ۔

ښونځي کښې مې څوک پرېږدي، څۀ هنر زده کولو ته مې څوک پرېږدي؟ څوک مې انسان ګڼي ؟ څوک دا مني چې زۀ هم عزت نفس لرم، څوک دا ګمان کوي چې زۀ هم د غوښې نه جوړ انسان يم ۔ پۀ څاروي هم رحم کېږي ما کوم څاروي نه ښکته ګڼي ۔ زما پۀ ليدو خو دوي خپل لاسونه بډو ته ننباسي۔ د سترګو نه ئې د شهوت وحشت پۀ څڅېدو شي ۔

پېغور ورته ښکارم ؟ پېغور خو هغه دے چې د خان حجره کښې د کټ پياړمې ته ناست وي ۔ پېغور خو هغه دے چې د مُلا نه د خپل امن تپوس نۀ شي کولے۔ پېغور خو هغه دے چې د پوليس وړاندې هم رکوع کوي ۔ پېغور خو هغه دے چې د خپل حق د پاره هم رشوت ورکوي هم منتونه کوي۔ پېغور خو هغه دے چې د قتل شوي زوي د قصاص پۀ ځاے کومک اخلي ۔ پېغور خو هغه دے چې پۀ فوځي چاونۍ ئې خپل شناختي کارډ لاس کښې نيولے د ړچېدونکو لېنګو پۀ زور ولاړ وي ۔ پېغور خو هغه دے چې لکه د څاروو پېزواني پۀ بل پسې روان وي ۔ پېغور خو هغه دے چې د ايف سي ار سره پۀ چوده اګست کښې چوي ۔

زۀ پېغور نۀ يم پېغورونه ما پېغور ګڼي ۔

حیات روغانے (روغاني بابا)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←