اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د خندا

د خندا - چلینج

راوي وایي: زموږ په کلي کې د ابو الحسن په نامه یو سپینږیری وفات سو، دډېر عمر و، الله دې یې وبخښي.

لنډه دا چې، په مسجد کې یې د جنازې لمونځ وسو او بیا خاورو ته وسپارل سو. وروسته تابوت بېرته راوړل سو۔

شپه وه، مسجد تړلی و، نو تابوت یې د مسجد مخې ته کېښود، چې سهار به خادم راسي او خپل ځای ته به یې یوسي۔

شاوخوا درې نیمې بجې یو سړی مسجد ته راغی۔

دروازه بنده وه، لږ وخت یې انتظار وکړ۔ د ژمي شپه وه، ساړه یې وسوه۔

نو تابوت یې خلاص کړ او پکښي ویده سو۔ نیم ساعت وروسته خادم راغی۔

خادم د یوه لمونځ کوونکي په مرسته تابوت د محراب ترڅنګ ځانګړي ځای ته یووړ۔

داچي خادم له خوبه تازه راپورته سوی وو نو د تابوت وزن ته يې هم پام نسو۔

مؤذن اذان وکړه، خلک د لمانځه لپاره راغلل، جماعت ودرېد۔

نږدې پنځوس کسان په جماعت کې شامل وو۔ زه په لومړي صف کې ولاړ وم، دوهم رکعت و چې سترګې مي پر تابوت ولګېدې۔

یوه ډېره وېروونکې صحنه مې ولیده: تابوت ښورېده! زما په بدن کې د وېرې څپه وګرځېده۔ سترګې مې پټې کړې۔

تابوت لا هم ښورېده۔

ما ګومان وکړ چې ښايي مړی راپورته سوی وي۔

همدغه وخت هغه سړی راپورته سو، له تابوته یې سر راوایست او ویې ویل:

"تاسو لمونځ خلاص کړ

خلکو منډې پیل کړې۔ زه خو د زر په سرعت کور ته ورسيدم۔

کورته چې ورسېدم، پوه سوم چې لوڅې پښې کور ته راغلی یم۔

امام صاحب خو لا مخکې بې‌هوښه سوي وو او پر ځمکه لوېدلي وو،

ځینې خلک د منډو په وخت له دېوالونو سره جنګېدلي وو،

ځینې زما په شان لوڅې پښې تښتېدل،

ځینې د اودس ځای ته څېرمه ښویېدلي وو او لوېدلي وو،

ټول په ړندو منډو بوخت وو۔

او هغه سړی چې په تابوت کې و، له شا منډه وهلې او چیغي یې وهلې:

"اې! ما ته هم ووایاست، څه پيښه ده؟"

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←