لایق زاده لایق
ارواښاد لايق زاده لايق
چرته زه درته ياديږم او که نا
په زړګي دي راوريګم او که نا
لايق زاده لايق ---- نامور شاعر تکړه پروډيوسر پروګرام منيجر او بيا تر ډايريکټر پروګرام عهدي اورسيدلو الله پاک دير صلاحيتونه ورکړي وو او بيا زما او دلايق صيب يو بيمثله رورولي وه ماته به ي ليوني وييل دا پدي چي ما به دريډيو لايبريرئ نه هاغه ټيپونه راواخستل چي ورکښ به ډيري ناوياته نغمي وي خو دغه پيتي به داسي ورستي شوي وي چي دپلي. کولو سره به شليده مونږ به دهغي نه به بل ټيپ د هاغه نغمو د ريکارډ کولو کوشش کولو داسي په سوونو نغمي مو محفوظي کړي لايق صيب که په لويه چوکئ ناست وو ولي دغه عهدي تري عاجزي وانه خسته ارواښاد که يو پلو په ريډيو کښ دپښتو ژبي دپاره ډير لوئ کار کړي دي ورسره ي بيشمره کتابونه هم ليکلي بيا په تيره تيره دهغوئ ليکلي نعتونه چه په ريډيو کښ وييلي شوي ولي بهر هم دميلاد په محفلونو کې نعتخوانان دلايق صيب نعتونه وائ ارواښاد ته صدارتي ايوارډ هم دنعتونو په مجموعه ملاو شوي وو که په ريډيو کښ به څه خبره راغله نو زه او لايق صيب به يو اواز وو ولي کله کله د دوو رونړو او دوستانو ترمينځه هم کمه زياته راځي مونږ هم دلږو ورځو دپاره ديو بله خفه شوي وو ولي اوبه په ډانګ کله بيليږي زما او لايق صیب ترمينځه خفګان له مينځه وړلو له پاره ښاغلي فضل زمان شلمان دسخاکوټ سره دځني ملګرو راپاسيد او دواړو ته ي کرښه راخکه چي يو شئ کني ورک به شئ زمونږ ترمينځه راغلي بيلتون بيا په هاغه ورځ مخ تورن شو چي کله زما او دلايق صيب دري مخلصو دوستانو نياز اپريدي ډاکټربصيرستوري او غلام محمود شهاب سره زمونږ کلي ته تشریف
راوړلو ځکه چي دغه دري دوستان هم زمونږ په بيلتون ډيرخفه وو دا 15جولاي 2018 وو چي ارواښاد لايق زاده سره د ددغه ملګرو راسره راغلل ټوله ورځ په خوشحالۍ تيره کړه بس بنده په بدني توګه فناه شي ولي په زړونو کې تل ژوندي وي لکه لايق صيب چي زما په شان د ډيرو په زړونو کې اوسيږيږی دا ديرشم اکتوبر2023 وو چي دغم دا خبر راباندي لکه دتندر اړتاو شو چي لايق زاده وفات شو الله پاک دارواښاد اخري دیدار له مدين ته اورسولو او په ډهکو سترګو مو تورو خاورو ته ورسپارلو په ګور ي نور شئ ملګرو ته خواست کوم چي ارواښاد په دعاګانو کې ياد لري
اسلم
( له لالونه
پاڼې څخه)
