اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

مارکوس

مارکوس تولیوس سیسرو:

هغه د لرغوني روم فیلسوف، سیاستوال، وکیل، ویناوال، شاعر او لیکوال وو، چې شاوخوا یوه پیړۍ مخکې له میلاد مسیحي څخهیې ژوند کړی دی. هغه پر (106) مخکې له میلاده د جنورۍ په دریمه نیټه د روم په سویل ختیځ کې په سل کیلومترۍ کې د «ارپینو» په ښار کې زیږیدلی دی. نوموړی د یوې شتمنې کورنۍزوی وو او له ماشومتوبه یې بېلابېل علوم زده کړل او په ځوانۍکې نامتو شاعر شو. په روم او یونان کې یې د فلسفې، بلاغت او بیان زده کړې، کړې وې. ډیری لیکوال او تاریخ پوهان هغه د روم په تاریخ کې ترټولو لوی او نوموتی متفکر ګڼي. د ډیرو لیکنو اوکتابونو له امله چې هغهٔ کښلي دي، دی د یو نامتو لیکوال په توګهپېژندل شوی دی. د نوموړي غوره کتابونه دا دي: «څنګه زوړشو»، «د ازادۍ په دښمن باندې برید»، «څنګه ملګرتیا وکړو»او همداسې نور ... د سیسیرو ژوند او نښیرونو (اثارو) د بیان،اخلاقو او سیاست په برخو کې په لویدیځ اندو فکر ژور اغېزپرېښود. هغه رومانیان د یوناني فلسفې د مهمو ښوونځیو سره اشنا کړل او د لاتیني فلسفي لغت‌نامه یې جوړه کړه ترڅو خپل ځان د ژبپوه، ژباړونکي او مهم فلسفي شخصیت په توګه وړاندېکړي. ده خپل لوی اغېز پر غوره روڼاندو لکه: «جان لاک، ډیوډهیوم، او شارل دو مونتسکیو» پرې ایښی دی. د هغهنښیرونه(اثار) د اروپایي فرهنګ په تاریخ کې له اغېزناکو نښیرونو(آثارو) څخه شمېرل کیږي. سیسرو د پوځي تخنیکونوپه زده کولو سره په بېلابېلو جګړو کې هم برخه اخیستې وه. هغه ختیځ ته هم سفر وکړ او د نړۍ د دې سیمو د خلکو له فلسفې او حکمت سره هم اشنا شو. سیسرو د «مارک انتوني» په امر ووژل شو.

دا هم د مارکوس تولیوس سیسرو ګټورې او مهمېخبرې او ویناوې:

- که یو باغ او یو کتابتون ولرئ هر هغه څه لرئ چې ورته اړتیاوي.

- کور پرته له کتابونو لکه یو بې اروا بدن دی.

- هیڅکله زیاتوالی او افراط مه کوئ، خو پرېږدئ، چېانډول(برابري) او اعتدال ستاسو لارښود وي.

- زه په دې نه شرمېږم چې منښته، اقرار او اعتراف وکړم، چې زه له هغه څه څخه ناپوه یم چې زه پرې نه پوهېږم.

- هوښیارانو ته پوهه او عقل لارښونه کوي، منځني عقلونو تهآزمایښت او تجربه، نا پوه او احمقانو ته اړتیا او ظالمانو ته غریزه.

- د دې لپاره چې موږ آزاد خادمان واوسو، موږ باید ټول د قانون خادمان واوسو.

- د خلکو خوندیتوب تر ټولو لوړ قانون دی.

- جګړه قانون وژني.

- زه هیڅکله د بل چا شتمني دومره نه ستایم، چې له خپلېشتمنۍ څخه ناراضه شم.

- د کایناتو لوست او مطالعه به نیمګړي وي تر څو چې عمل یې و نه څارل شي.

- موږ خپلې خوښۍ هېره وو، خو غمونه او رنځونه مو په یاد دي.

- زړور انسان د ایمان څخه ډک وي.

- د جګړې په وخت کې، قوانین چُپ او خاموش دي.

- جګړه، د هغو کسانو د وژلو ځای دی چې یو بل نه پیژني او د هغو کسانو په ګټه ده چې یو بل پېژني خو یو بل نه وژني.

- عادت خورا پیاوړی دی، دا موږ ته د ستړیا زغم او د درد، ټپاو زخم څخه د کرکې او نفرت کولو لوست او درس راکوي.

- چوپتیا او خاموشي د خبرو اترو له هنرونو څخه دی.

- نا عادلانه او نا حقه سوله تر عادلانه جګړې ښه ده.

- مخکې له دې چې تاسو پیل وکړئ په پاملرنې سره یې پلان کړئ.

- تاسو به نورو ته همدومره ارزښت ورکوئ څومره چې تاسو د ځان لپاره ارزښت ورکوئ.

- طبیعي ده چې هر څوک تېروتنې کوي، خو یوازې نا پوه او احمق تېروتنې ته دوام ورکوي.

- پوهه چې له نیاو(عدالت) څخه جلا وي د حکمت او هوښیارتیاپه ځای خیانت بلل کیدی شي.

- خو ازادي څه ده؟ د ژوند کولو ځواک لکه څنګه چې یو څوک یېغواړي.

- د شریعت احکام دا دي: په صداقت سره ژوند کوه، هیچا ته ضرر مه رسوه او د نورو حقوق ادا کول.

- هیڅکله هم ملګري مه ځوروئ، حتا په ټوکه کې.

- ریښتیني ملګري او دوستان که له سترګو لرې شي، له زړه نه،نه لرې کېږي.

- دوستي او ملګرتیا د تقوی پر بنسټ ټینګه وي. که دا بنسټ له منځه ولاړ شي، دوستي او ملګرتیا به هم ړنګه شي.

- هغه کسان چې دوستي له ژوند څخه لرې کوي، داسې دي لکه چې لمر مو له نړۍ نه اخيستی وي.

- تاسو هیڅکله د کوچنیو خلکو سره لوی کارونه نشئ کولئ.

- مننه او شکریه نه یوازې یو فضیلت دی بلکې د ټولو فضیلتونوپلار هم دی.

- د دولت لپاره د انساني دندې په پرتله کومه غوره او ارزښتاکهدنده ده چې وده کوونکي نسل ته لوست او درس ورکوي.

- دا ځانګړنه د هغه نا پوه او احمق لپاره ده چې د نورو کمزوري او عیبونه ګوري او خپل کمزوري او عیبونه هېروي.

- د پنځ «طبیعت» د قانون له مخې، عادلانه دا ده، چې هیڅوکباید د بل په زیان او زیان رسولو سره بډای نشي.

- څومره چې موږ لوړ مقام ته رسېږو هغومره باید عاجز او متواضع واوسو.

- هیڅکله لویوالي او عظمت ته نه رسیږئ، تر څو چې په هغه لاره کې ډېر زیار او زحمت ونه باسئ.

- مېړه باید د کور مغز او ښځه یې زړه وي.

- مینه هڅه کوي چې له ښکلا څخه الهام اخیستونکي ملګرتیا را مینځته کړي.

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود

په پښتونخوا کښې د خپرونې نېټه : 05.03.2026

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←