اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

ساپي کال

د کونړ د ساپيو جګړه او ساپی کال:

لیکنه د منډیګګ پاڼه / 19.02.2025:

د ۱۳۲۴ ل کال چې د افغانستان په تاریخ په ساپي کال او یا هم د ساپو جنګ په نوم یادیږي لنډه کتنه کوو:

دا جنګ د المتوکل عل الله محمد ظاهر شاه په وخت کې وشو د وخت حکومت د ضرورت له مخې غوښتل چې په جبري ډول ځوانان د عسکرۍ خدمت لپاره راټول او سوق کړي ځکه چې مخکې لدې قومي عسکري وه کورونو او کلیو به په ګډه د کندي مشر سړی ټاکه او عسکري خدمت ته به يې استاوه ، خو شرط يې دا وه چې نوموړي شخص به اهل کسب نه ؤو قد او قامت اندازه يې تثبیت وه ، چې پدې حساب قومي مشران چې د کور او کلي متفذین هم بلل کیږي او طبعي وه چې متفذین د اهل کسبه څخه نه وي نو نه يې غوښتل چې خپل زامن او یا نږدې خپلوان عسکرۍ ته خدمت کړي، نو پدې توګه دولت ته ستونزه پیدا شوه، ويې غوښتل چې په جبري ډول دا پروسه عملي کړي نو څرنګه چې د کونړونو ولایت د ساپو قوم مېشت خلک د مزار درې څخه پیل کیږي، دولت هم د عسکرو په راټولولو له همدې ځایه پیل وکړه او د وخت حاکم عبدالوهاب نومی چې د ننګرهار ولایت سرخرود د سیمې څخه ؤ، د سوقیاتو لپاره د نفوسو د مامور حبیب الله نومي سره لومړی غازي اباد ته وختل، په نورګل کې ملک علي خان ساپي ددغه کار مخالفت وکړه او ولسوال يې بندي کړ، او مزار درې ته يې بوته او د جنګ لمن ورو ورو په کونړ کې سراسر ساپی قوم کې پراخه شوه چې پدې هلکه یو ځايي شاعر چې فیض الله نومیږي داسي وايي:

حاکم ؤ عدالوهاب - بې ځایه شو خراب

را واؤخت غازي اباد ته – چې کولي پات مهري

نه زور وو نه زاري

کله چې د نورو درو خلک له دې پېښې څخه خبرشول نو هغه وو چې دیوګل درې څخه ملک سلیم خان د الله محمد خان زوی او شاه سوار خان چې دواړه ملګري وو، د حکومت په تعقیب مزاردرې ته راواوختل، د مزاردرې سپین ګیري، ملک عبدالحکیم ، ملک ولی محمد، ملک محمد نبی ، ملک احمدخان، ملک عبدالحق او داسي نور د عبدالوهاب حاکم د خلاصون لپاره سلیم خان ته ورغلل او هغه يې د بند نه خلاص کړه او د ځان سره يې راوسته او رخصت يي کړه.

څرنګه حکومت احضارات یا ایمرجنسی درلوده نو د حاکم د رسیدو سره سم د همدي کال د جوزا میاشت چې مونږ (زه حاجي حیات خان ) چې د مزار درې د ابتدايي زده کوونکي ووم ، سلیم خان مکتب ته راغي ، مونږ والیبال کاوه او مونږ ته يي وویل چې :

بچیانو کورته لاړ شی ، حکومت نور ختم دی، ښوونځي ته مه راځي.

سلیم خان د جنګ میدان ته ورغی د زخن بابا په برخه کې يې جګړه پیل کړه خو ماتې يې وخوړه . نوموړي په شا لاړ. ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ خلکو د یوسف خان او حسن خان په مشرۍ د شولټ په دره حمله وکړه چې دخلکو د وینا له مخې د یوسف خان زوی پدې جنګ کې مړ شو، پدې وخت کې د پېج درې ساپو او نورو علاقو لاندې مشران د دوي کومک لپاره راورسیدل :

شیرداد خان او میا عمر د دیګل کلي، سردارخان او وکیل فضل جمیل د وطلې کلي، مولوي عبدالصمد خان او محمد زاده خان، سلطان محمد خان د ګل سلک کلي، محمد صفدر اخنزاده، رازالدین او سیداکرام د بسطلې کلي نه، ملک ایشان د کنډۍ کلي نه، ګل میران د لینډه لام کلي نه، ملک محمد حسن د سینزو کلي نه، محمد جمال خان، ملک محمد لایق ، محمد صدیق او ملک حیدر د لېچلام کلي نه ، ملک عمراخان د ماڼوګي کلي نه، حاجي ظفر د وردیش کلي نه، ملک سیدخان د کولک کلي نه، ملک ایشان د کنډګل کلي نه، ملک عزیزالله او ملک عین الله خان د بارکنډۍ کلي نه، ملک عبدالقادر د کورباغ کلي نه، میراعظم خان د شوړیک کلي نه، وکیل میراعظم خان او حاجي جمدرخان، وکیل محمد اکرام د وټه پور نه، ملک عطالله د کیرالې نه، حاجې نظام الدین د دم کلي نه ، حاجې سیف الرحمن او ملک عزیز د مرورې نه، میرزمان خان د نو اباد نه، ملک معبود او حکیم اخنزاده د نرنګ نه، میرسلام خان د باډیل علاقې نه، ملک شین ګل، وکیل میرباز، ملک زرین الله، فقیرالله، صیب الحق د څوکۍ نه، ملک محمد عمر، ملک جمیل او ملک د دیوه ګل نه، ملک متصل او علي خان، دوست خان او بازمحمد خان د نورګل نه، وکیل محمد قدیر دخاص کونړ نه، وکیل محمد جان، ملک رحمت ، ملک کریم د سرکاڼو نه، ملک نوربازی، علي خان، مفاد خان او تاج محمد خان د شيګل نه، سیدملک او حاجي محصل د اسمار نه، او داسې نور مشران دخپلو افرادو سره پراخه برخه اخستې وه.

د شینوارو او مومندرې لښکرې د عمومي سړک په لاره دیوه ګل ته لاړې او هلته يي جګړه وکړه چې امانت د ظریف د زوی په نامه هم د دیوه ګل اوسیدونکی پدې جنګ کې شهید شو . همدارنګه د محمد قادر ورور هم پدې جنګ کې شهید شو . سرور خان د امرۍ ملک د اندرلچک ، میرویس خان د چلس ، معصوم خان د سفیدار هم پدې جنګ کې شهیدان شول.

د مزار درې شهیدان سیدګل د مختار زوی د غازي اباد، ماڼو د مامسدین زوی، ګل حسن، غلام سید مشهور په ناڅي او داسې نور

دې جګړې تقریباً شپږ میاشتې دوام وکړه .

سردار محمد داؤد خان د مرکزي قول اردو قومندان وو، پدې جګړه کې عارف خان د لوا قومندان وو، او د مزاردرې کورونه يې وسوزول او سردار محمد داؤد خان د چورلکې له لارې اعلاميې وغورځولې او د خلکو نه يې وغوښتل د مرکزي دولت تابع وګرځي نو پدې لحاظ سپین ګیري ورغلل.

یوتن چې حیات خان نومېده د مزاردرې ملک ولي محمد خان له طرفه د منصبدارانو د چاي څښلو ست سلا وکړه نو هغوی په ځواب کې ورته داسې وویل :

چاي دې نخورم خرابۍ ته دې راغلی یم

هماغه وو چې د دولت د اعلان سره سم په جلال اباد قصر کې غونډه وشو او ټول خلک جلال اباد ته ورغلل هر یوه سپین ګیري ته يې دوه دوه سوه افغانۍ ورکړې،،

وروسته یې د ساپو قوم د سر کسان يې ونیول او د کور ، کلي او قوم نه يې لري نورو ولایتونو په جبري ډول واستول.

https://www.facebook.com/share/1CZruer7Yu/?mibextid=wwXIfr

ښاغلي شاه محمود میاخیل پدې هکله لیکلي :

د ساپو پاڅون:

د ساپود پاڅون مهم دليلونه دوه و چې يو يي د نفوسو يا جبري عسکرۍ نه منل او بل د ناروا ماليه اخستلو مسلې وې ددې عمومي نفوسو ورکول نه د مخه هشت نفری وه چې د اميرعبدالرحمن خان په وخت کې په خلکو منل شوې وه چې د هرو اته نارينه نه به يو کس د عسکري خدمت ته ليږل کيدل خود سردارهاشم خان دصدارت په وخت کې حکومت غوښتل چې جبري عسکري عامه کړي يعنی هر څوک چې دوه ويشت کلن شي بايد دعسکرۍ خدمت وکړي. په ابتدا کې عسکري خدمت دوه کاله و خو د داود خان په وخت کې هغه چا چې مکتب نه وويلی دوه کاله، دولسم پاس به يو کال او چا چې فاکولته (لسانس) درلوده نو شپږمياشتي د عسکري خدمت دوره تيروله. که څه هم د نفوسو مسله اصلی عامل ګڼل کيده خو په اصل کې د محلي چارواکو ظلم او ناروا ماليه ولس تر سپنګمو(پوزي) رسولی واو ددی د پاسه يي د خلکونه نفوس هم غوښته.

څرنګه چې د کونړ سيمه غرنۍ او د خلکو عايد ډير کم اوحتي په وچه ډوډۍ په ګيډه هم ماړه نه و خو ددې سره د وخت حاکمانو د خلکو نه زيات باج او ماليه اخستله. په هغه وخت کې سه کوټي ماليه وه چې د درې حصو د حاصلاتونه به يوه حصه حکومت اخستله. کله به چې د درمند وخت شو نو مامورماليه او موظف کسانو به درمندو نه لومړی مهرولاک کړل او دهغه په مخ کې به درمند بايد تلل (وزن) شوی وی.

حتی داسې هم کيدل چې مامور د ماليه به وخت نه درلود اوټول درمندونه به يي په خپل وخت نه شوتللی نو که باران به وشو زيادتره درمندونه به خرابيد ل اودخلکو د خوله رزق به د له منځه تله او خرابيده. کله چې به بيا د ماليه د ورکړې اندازه معلومه شوله نو زمينداروته به يي ويلې چې دا د ماليه بوس او دانې (حاصلات) د حکومت په ګودامونو کې چې يو يي په اسمار او بل يي په کوز کونړ کې و داخلي (تحويل) کړي او د ګدامدارنه بايد سند واخلي. لومړی د دې حاصلاتو انتقال خورا ګران کار و ځکه ترانسپورتي وسايط نه و او زميندارو به په حيواناتو(څارويو) دا دانې انتقالولې او هم به مجبور و چې ګدامدار ته د دانوپه تحويلولو رشوت ورکړی ځکه ګدامدار صيب به کړی وړی (هغه دغه) کول چې لومړی درجه دانې بايد تحويل کړي. همداسي ماليه دچهل یک په نوم چې خلکوبه ورته چیلک ویل په بزو، غواګانو او حتی په غوړو هم وه. نو ولس مجبوره و چې دخپلو ځکمونه په پکو(تنګ) شي او پريخستلو ته به مجبوريدل.

هماغه و چې د کونړخلکو د نفوسو د ورکولو پرضد پاڅون وکړ. داپاڅون شپږمياشتي دوام وکړچې د کونړ ډيرې سيمي د حکومت له خوا بمباري شولې او په سل ګونوکسان د حکومت له خوا ووژل شول. حکومتي عسکروته هم خورا زيات تاوان اوختی و.

د جنګ نه وروسته د ساپوزيات مشران د کونړ نه فرار او د افغانستان نورو سيمو ته تبعيد شول. د دی انقلاب مشران شهسوار، سليمی او امان الملک د بلخ ولايت د شولګره ولسوالۍ ته، او يو شمير نور د ساپو مشران لکه سلطا ن محمدخان د پيچ، شبرغان ته او لعلو جان د بلخ ولسوالي ته فرار (تبعيد) شول چې د دی کورنيو يو شميرزيات غړی اوس هم هلته اوسيږي.

د کونړيو شمير نوری مشهورې کورنۍ لکه د لوی خان مير زمان خان کورنۍ د ساپو د پاڅون په وخت کې هرات ته، د وټه پور د محمد امين خان، جمدر خان او اکبرخان کورني شبرغان ته فرارکړی شوې چې د ديموکراسۍ تر لسيزې پورې (۱۹۶۴م کال پوری) دوی ته د دې اجازه نه وه چې کونړ ته راشي او خپلو کورونو کې واوسيږي. د ميرزمان کورنۍ ټول غړي نارينه يي لومړی ديارلس کاله د کابل په دهمزنګ بنديخانه کې او ښځېنه غړي يي د کابل د قلاچې په سيمه کې د دوی په کور کې بنديانې وې چې دغه قلعه وروسته د ښځو د محبس په نامه ياديدله ځکه نورې ښځېنه بنديانې به يې هم د دوی کورته راوستلې او د دوی قلعه د ښځو د محبس په نوم شهرت وموند. د دې بنديخانې نه وروسته، د ميرزمان خان کورنۍ هرات ته تبعيد شوله او اته کاله نوره هم هلته وه.

زما مشر ماما خدای بښلی وکيل عبدالجليل ملنګ په هغه وخت کې تازه د شپږم ټولګي نه فارغ شوی ونو زما نيا هرات ته وليږه چې د ورونو احوال ورته راوړي خو کله چې حکومت ددې نه خبرشو په دې پلمه چې ګوندې د حکومت پرضد فعاليت کوي ، شپږ کاله يي بندي کړ او ويي نه شو کړای چې خپلو لوړو زده کړوته دوام ورکړي.

د ارواښاد محمد هاشم زماني د زنداني خاطرو په نوم کتاب د دغه دورې د ظلمونويوه ښه نمونه ده چې هر افغان يي بايد ولولي.

ويل کيږی چې د وخت ملايانو د ساپومشرانو ته ويلي و داچې تاسې د پادشاه پر ضد اغتشاش کړی نوستاسي مړي شهيدان نه دی نو ښه به داوي چې تاسې هم د خپل ځان لپاره پادشاه وټاکئ چې ستاسي مړي د شهيدانو په قطارکې حساب شي ځکه بيا ستاسي جګړه به دبلې پادشاهۍ سره وي.

هماغه و چې ساپومشرانو شهسوار د پادشاه، سليمی د صدراعظم او امان الملک د دفاع د وزيرپه توګه وټاکل. امان الملک چې په ملک ساپي مشهورو ما پخپله په پيښور کې ليدلی وچې فوځي کرتۍ او خولۍ به يي په سر کوله. د دغه او نورو جنګونو په هکله محلي زياتې لنډۍ او سندرې ويل شوي دي. د ساپو د جنګ په هکله د يوې لنډۍ يادونه راته پوهاند ډاکټرمحمد قاسم جمدرپه دی توګه وکړه:

په ساپو کې سليمی و

د توری زمری و

ډاکې به يي اچولې د څوکۍ په رباط[8]

عسکر يي کړل بربا د

نوری داسي ډيري ټيکۍ او سندرې د سا پود جنګونو په هکله ويل شوي دي. هغه وخت چې جنګي الوتکې ډيرې پر مخ تللې نه وې نو د سورلکئ او شين لکئ جهازونو(الوتکو) په نومونوبه ياديدلې . ويل کيږي چې يوه ددې الوتکونه غورځيدلې وه نو ددې الوتکې د راغورځيدو په هکله دا ټيکۍ ويل شوې ده:

د سليمي دی حکمت ته ګوره

جهاز يي راکوز کړلکه زرکه په ټوپونو

دا چې ډير کسان د ساپوپه جنګونوکې وژل شوي دي نوددې لاندې ټيکۍ نه معلومږي چې ولس هم د جنګ نه ستړی شوی و:

سليميه روغه وکړه

ساپۍ دي لنګې شوې د ګټو په سرونو

د خاص کونړ په ولسوالي کې د ساپود کال د بمباريو دري نمونويادونه کوم چې يوه يي د تنر په کلي کې د اخوندزادګانو د ميرزا عزيزخان په کوروه چې يولس کسه ښځې او نارينه پکې ووژل شول چې د بمياريو د ويرې دوی ونه شو کړای چې خپل مړي په خپله هديره کې ښخ کړي نو دوی خپل مړي د خپلې قلعه نه بهرد شپې له خوا ښخ کړل چې د دوی قبرونه اوس هم هلته شته دی. همدا شان د تنرسره نږدې د پاچيانو په بانډه باندې بمباري وه چې په هغه کې زما د مور خور چې ددې نه مشره وه او هم د عصمت الله روحانی[9] مور او يو ګڼ شمير نور کسان پکې ووژل شول. دريمه بمباری د منګوال سره نږدې د سيد حنيف پاچا په کور وه چې ګڼ شمير کسان د هغه په قلعه کې راټول شوي و اود حکومت جنګي الوتکوپری بمباري کړې وه. د داکټر سيد قاهرعاطف په قول چې هغه وخت کې د دولس يا دريالس کلونو په عمر و، په دغه بمباری کې څلورويشت کسه ښځې، نارينه او ماشومان شهيدان کړی شول.

که څه هم حکومتي قواو ډيرتلفات درلودل خو ددې سره مقاومت يي هم کاوه او دخاص کونړکنډک تر اخره مقاومت وکړاوولسي لښکرو ونه شو کړای چې د خاص کونړد کنډک چوڼۍ ونيسي نودا ټيکۍ يي ښه نمونه ده:

خلک دی داسي زامن راوړي

لکه کوچي چې کندکي[10] راوړي دينه

او داسي هم شوي چې يو شميرعسکرومقاومت نه دي کړی او خپله خوښه يي ځانونه تسليم کړي دي لکه چې د لاندي ټيکۍ نه معلوميږي د خاص کونړد غونډۍ دپاسه چوڼۍ چې يو ټولی عسکر هلته و او مهم سوق الجيشي اهميت يي درلوده ددې ټولي قوماندان پريښودلې وه او تښتيدلی و

:

چوڼۍ يي په سازه ورله پريښوده

فقير[11] جامې د جنکواغوستې وې

سرچېنه: https://www.pashtoonkhwa.com/?page=pashtoonkhwa&cnt=1477

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←