اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

ایپل کمپۍ 50 کلنه شوه

د درې نیم ټرېلین ډالرو کمپنۍ، Apple پنځوس کلنه شوه

د بشري تاریخ په آرشیف کې، د معلوماتي ټکنالوژۍ د یوې کمپنۍ ارزښت د افریقا د ټولې وچې د ۵۴هېوادونو له مجموعي کلنۍ بودیجې څخه درې چنده لوړ شو. دریو ځوانو انجنیرانو، سټيو جابزچې پلار یې د سورېې کډوال دی، سټیو وزنیاک او رونالډ وین د کلېفورنیا د سانفرانسیسکو بې ایریاپه یوه کوچني ګراج کې د اېپل بنسټ کېښود. د ۱۹۷۶م کال په اپریل کې پېل شوي دغه حیرانوونکيسفر د اته ملیاردو وګړو سور او ساره په یو مزي وتړل. نن زموږ د خاورین کلي له هرو درېو کسانو څخهنږدې یو کس د اېپل یو محصول (لېپ ټاب، ټلېفون، کمپیوټر، ځېرک ساعت، آیپاډ، اېپل ټي وي، وژنپرو، هېډ فون او ډېسک ټاپ) کاروي. اېپل یوازې وسایل نه دي جوړ کړي، بلکې یو نوی ذهنیت یې همرامنځته کړ چې د یو نوښت بریا، تل له خطر سره مل وي.

په ۱۹۸۴م کال کې اېپل د مَکِنتاش په رامنځ ته کولو سره، کمپیوټرونه عامو خلکو ته اسانه کړل. په۱۹۸۵م کې سټیو جابز اېپل پرېښود، خو په ۱۹۹۷م کې بېرته ورستون شو او د بریا لارې ته یې سیخکړ. آېپاډ iPod په ۲۰۰۱م کال کې بازار ته را ووت او د ډیجیټل موسیقۍ د قانوني ډاونلوډ لپاره یېنوې کړکۍ پرانستله. که څه هم دا د خپل نوعیت لومړنی نوښت نه وو، خو د ښکلي ډیزاین په مرستهمشهور او د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېد. په ۲۰۰۷م کې آېپاډ ټَچ مارکېټ ته راغی او د آیفون تهدابکېښودل شو. جابز لومړنی آیفون داسې اعلان کړ: «نن آی پاډ، ټیلیفون او انټرنېټ درې واړه یو واحدسیستم شو او نور جلا جلا وسایل نه دي» په ۲۰۲۵م کال کې له ۲۴۷ میلیونو څخه زیات آیفونونهپلورل شویدي.

د اېپل کمپنۍ چې همدا اونۍ پنځوس کلنه شوه، د ټکنالوژۍ په ډګر کې یې بنسټیز بدلونونه رامنځ تهکړل؛ ولی د پام وړ بریاوو ترڅنګ یې ځینې څرګندې ناکامۍ هم تجربه کړې. د بېلګې په توګه؛ «اېپلویژن پرو» له وروستیو مهمو محصولاتو څخه ګڼل کېږي، خو څه ناڅه پیکه وخوت. د اېپل مرکزيودانۍ چې د ټایر په بڼې ډیزاین شوی، څلور منزله ده او د ۱۴ زرو موټرو د پارک کولو ظرفیت لري. دڅلورو کلونو په مودې کې (۲۰۱۳- ۲۰۱۷م) د پنځه میلیارده ډالرو په لګښت جوړه شوی او په یو وختکې نژدې ۱۴ زره خلک په کې کار کوي. دا ټوله سیمه چې Silicon Valley ورته وايي، ما له نژدې څخهلیدلې؛ ډېره ښکلې سیمه ده او اېپل له ګوګل او فېسبوک سره په نژدې واټن کې موقعیت لري.

سټیو جابز په ۲۰۱۱م کې ومړ او ټېم کوک Tim Cook د شرکت مشري پر غاړه واخیسته. ځینېشنونکي باور لري چې د جابز له مړینې وروسته د اېپل د چټکو نوښتونو بهیر لږ ورو شوی او پاملرنهیې د موجوده ټکنالوژیو ښه کولو ته اړولې ده. د اېپل اوسنی اجرائیوي رئیس، شپېته کلن ټېم کوکچې د امریکا د آلاباما په ایالت کې زېږېدلی؛ له امتیازاتو سره کلنی معاش یې ۷۴ میلیونه ډالره دی. اېپل واچ په ۲۰۱۵ کال کې، د ټېم کوک تر مشرۍ لاندې معرفي شو. دا وسیله اوس د نړۍ تر ټولو ډېرپلورل کېدونکی ځېرکه ساعت دی او د روغتیا په برخې کې یې مهم بدلونونه راوستي، لکه د زړه د ټکانڅارنه، د لوېدو کشف او نور ډېر څه…

تېرکال د ټولې افریقا کلنۍ بودیجه څه کم یو ټرېلین ډالره وه، خو د اېپل مجموعي ارزښت له درېاعشاریه شپږ ټریلین ډالرو څخه زیات وو؛ «یو ټرېلین، زر میلیارده کېږي». د پانګونې د ستراتیژۍکارپوهه، اِېما وال وايي: «د اېپل کامیابي یوازې د ټکنالوژۍ له امله نه، بلکې د پیاوړې بازار میندنېله کبله هم ده. اېپل خلکو ته یو خوب وپلوره یعنې دا مفکوره یې عامه کړه چې برانډ (نښه) یې دمحصول په اندازه مهم دی. د اېپل کیسه ښيي چې نوښت او د کاروونکو تجربه د بریا مهم عوامل دي،خو هره نوې مفکوره حتما بریالۍ نه وي». امریکايي ژورنالیسته، کارا سویشر وايي: «آیفون یوازېتخنیکي وسیله نه ده، بلکې اېپل یو داسې احساساتي عنصر جوړ کړی چې هرڅوک یې په مېنې سرهکاروي».

په دې وروستنۍ نیمې پېړۍ کې د علم مباح د دغو هوډمنو انجنیرانو دا انساني معجزه؛ یوازې د ښهفکر زېږنده نه ده بلکې د نوښت، دوام او زحمت پایله یې هم ده. دوئ هره ناکامي یو فرصت ګڼلی او پهایرو کې د لعلونو له لټون څخه خوند اخیستی. له سیالانو سره سیالي د دم او چف په ځای، پهساینس او ټکنالوژۍ کې ترسره کېږي. کلیوال، ښاري، امي، میا او ملا ټول مني چې توره او شمله دعزت سمبولونه دي،‌ لاکن مګرم خبره د هغه چا میره وي چې قلم یې له رنګونو، ذهن یې له نوښتونو اوجېب یې له پېسو ډک وي.

الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!

…………………………

په مننې سره؛ ما په دې لیکنې کې د ګوګل، بي بي سي عربي، Apple له سایټ، Financial Times او AI څخه استفاده کړېده

Waliullah Malakzai

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←