اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

دوستۍ ټولنې پیغام

د۲۰۱۱ م کال دمۍ ۶ همه - سويډن - دمالمو ښار

ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان مهالنۍملي خپرونې ادارې پيغام

دا په لر دی که په بر دی یو پښتون دی

چی په دښته او په غر دی يو پښتون دی

هیڅ نفاق یی نه منمه زما وروڼو

دازما د تن وزر دی یو پښتون دی

د خوښی او دیوالی ژوند یی غواړم

که په کوټه پیښوردی یو پښتون دی

قهار کټوازی

په نامه دهغه خداي مي دا بيان دی چي يونوم ئې په نومونوکي صبحان دي

د قامي مبارزینودپرتميني یادغونډې درنو اوعزتمنو برخوالو!

اغلو اوښاغلو!

زموږ لپاره دزياتي خوښۍ اووياړ ځاي دی چېدافغانستان اوسيمې په اوسنيو زړه بوږنونکوشرايطو کښي چي له هرې خوا زموږ غيرتي ولس دناخوالو،ناندريواو بدمرغيوسره لاس په گريوان دي تاسو دداسې يوې درنې اوعلمي غونډي کوربه ياست .

موږ داغونډه ددې سمبول اوروښانه بېلگه بولوچي افغان ولس لکه دنړی نورو ولسونه دژوند په هيڅ ډول شرايطو کښي خپل وياړلي شخصيتونه اوڅېر ې نه هېروي اودتل لپاره دهغوي درناوی اويادژوندی ساتي .

د پښتنودقامی وحـدت اوخپلواکۍ د غورځنګ د سترو او ملي مبارزینو ((بـاچاخان ،عبدالصـمدخان ، ولی خان ،کبیر ستوری او اجمل خټک )) په يادستاسو لخواددې درنې علمی اوادبی غونډي رابلل زموږ ټولوافغانانوپه ځانگړېتوگه پښتنولپاره دخوښي اووياړ ځاي دی .

اجازه راکړئ ددې پيغام په مټ تاسودرنو عزيزانواوستاسو له لارې د گران افغانستان لراوبرپرتوپښتنو قومونو ددې سترو شخصيتونومينه والواوپه ځانگړې توگه دپـښتـنـو ټـولـنیزولسولیز ګوند مشرتابه اوغړو،په اروپاکښي دبيلا بېلو سيمونه راغلو ميلمنو اوپدې پر تمينه غونډه کي راټول شويو فرهنگيانو اوفرهنگپالواغلو اوښاغلو ته د ځان اودلته په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان دمهالنۍ ملي خپرونې ادارې اوپرديسوافغانانوپه استازيتوب خپل تاوده سلامونه اونېکي هيلي وړاندي کړم .

موږ پدې لويه فرهنگي اوتاريخي غونډه کي ځانونه ستاسوددې درنې غونډي برخوالواغلو او ښاغلوسره شريک بولو او تاسوټولو ته ددې درنې غونډي دجوړېدوله امله په وطني او افغاني مينه دمبارکۍ په ويلو سره دلوي خداي له دربارنه دې جگړه ځپلي ولس ته دملي او انساني چوپړپه لارکښي دلازياتو برياليتوبونوغوښتنه کوواوستاسو سره يوځاي دټولوهغو دوستانوڅخه دزړه له کومې مننه کووکوم چي ددې درنې غونډې دجوړونکوسره ئي هر ډول مادي اومعنوي مرستې کړې دي .

درنو دوستانو، اغلواو ښاغلو!

د دغه ټکي په پام کې نیولوسره چې دهرعلمي اوفرهنګي شخصیت دکار اوژونددټولواړخونو راسپړل اوڅېړل دداسي غونډوپه کچه یوڅه ستونزمن کاردي ، دغې موخې ته رسېدل پراخ څېړنيزکاراومختلفوسمينارونو اوڅېړن غونډوته اړتيا لري . خوموږ په دې باورلرو چې پدې درنه روانه علمي او ادبی غونډه کي به هم تاسود لراوبرپشتون قوم دوتلو اوپېژندلسوومشرانو ((بـاچاخان ،عبدالصـمدخان ، عبدالولی خان ،کبیر ستوری او اجمل خټک )) دملي او ادبې کار نامواو ژوندپه اړوندیوشمېرتاريک اونه څېړل سوی اړخونه راوسپړئ .

زموږددې مشرانوملي،اسلامی اووطنی چوپړ په همدغو نيمگړويادونوکی نشي راڅرگندېداي دهغوي ژوندليک اوخيالاتوباندي پوهېدل لويو تبصيرو اوژورڅېړنيزکارته اړتيا لري . ځکه ددوي هريوه ژوند ژموږدهيواداولروبرپښتنو دعلمي،ادبي اوسياسي تاريخ يوه پانه جوړوي .

ددغه شان ملي اوعلمي څېرواو شخصيتونو یاد ژوندی ساتل اوځوان نسل دهغوي په مبارزواوقهرمانيو ،علمي اوادبي چوپړخبرول زموږ ټولوفرهنګپالو افغانانوملي اوانساني دنده بولو .

اغلواو ښاغلو!

دوي هريو دقلم چلولو تر څنگ يومبارز اووتلې څېره وه . هغوي هر يوه د ژوند په اوږدوکې د افغانانو دروا حقوقوددفاع په خاطر مبارزه کړې او په دغه لاره کې ډېرکړاوونه اوزحمتونه دتوروزندانوترکچې گاللې دي .

په خپل ټول ژوندکي ئې دپشتني آدب،شعر اوملي سياست په ډگر کي داسي کارونه سرته رسولې چي په يقين سره به دافغانستان اولروبرسيمې دځوان نسل دروزنې لپاره ديوه علمي اوسياسي لارښودپه توگه زموږ دټولنې په فرهنگي اوسياسي بهيرکي ستر مقام ولري .

ديادولووړئي بولوچي دوي هريو له هغو علمي ،فرهنگی اوسياسي شخصيتونوڅخه وه چې دقومي ،ژبني، مذهبیاومنطقوي بې اتفاقیو،دافغان ولس ملي غرورتر پښولاندې کونې اودامېړنی ولس دهرپردي،کس اونا کس تر واک اوغلامی لاندي راوستلوسر ه سخته اونه پخلاکېدونکۍ مبارزه کړېده .

هغوي ته نه يوازي داچي داډول روحيه دتحمل اوزغم وړنه وه، بلکي ددغه ډول سياست پلويان ئي په هرډگرکي پهپښتني شهامت اوغيرت رسوا،ترټلي اورټلي دي . دوي نه يوازي دخپلې زمانې ليکوال ،شاعر اوسيا

ستوا ل بلل کېږي بلکې پدې سيمه کې ديوې وتلې سياسي څېرې په توگه به دهريوه نوم د تل لپاره دافغان ولس ددرناوي وړ شخصيت په توگه ژوندی پاته وي .

اغلواوښاغلو!

موږ يوځل بيا دکوروداني اومننې په څرگندولوسره تاسو ددې درني غونډي جوړونکو اوبرخوالو ته پدي ملي او فرهنگي چوپړ کي دلوي خداي له دربارنه دزياتو برياليتوبونوهيله کوو . ومن الله التوفيق

ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان دمهالنۍ ملي خپرونې ادارې په استازيتوب

حبيب الله غمخور

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←