صرافۍ ته لنډه کتنه
صرافۍ ته یو لنډ تاریخي نظر
تاریخي لحاظ، د بانکونو لومړنی فعالیت د پیسو تبادله وه. دا د دې کلمې له ریښې څخه هم څرګندیږي: د بانک لپاره یوناني کلمه (trapeza) هغه ترازو ته ویل کېده چې پخوانیو د پیسو بدلوونکو به د سکو د تللو لپاره کاراوه څو معلومه کړي چې په هغو کې د قیمتي فلز کره اندازه څومره ده. د بانک لپاره ایټالوي کلمه (banco) هغې څوکۍ یا مېز ته اشاره کوي چې د پیسو بدلوونکو به پرې خپلې قیمتي سکې اېښودلې. کله چې بانک ناکامېده، هماغه څوکۍ به ماته شوه. د دې لپاره ایټالوي اصطلاح (banca rotta) ده، چې په معاصرې انګلیسي کې یې بڼه bankruptcy ګرځېدلې ده. د پیسو د تبادلې دغو فعالیتونو د اروپا دسوداګرۍ ودې او پراختیا کې مهم رول ولوباوه.
تاریخي لحاظه په افغانستان کې د سوداګرۍ د ودې او پراختیا په بهیر کې د پیسو تبادلې، صرافۍ او حوالې خورا مهم رول لوبولی دی. زموږ په هېواد کې دا سیستم تر اوسه هم په پراخه کچه دوام لري، سره له دې چې په نړۍ کې د تادیاتو لپاره ډېر پرمختللي وسایل او جوړښتونه رامنځته شوي دي.
پخوا د صرافۍ او حوالې یوه لویه ګټه دا وه چې خلک پرې اعتماد او باور کولای شول، خو نوې عصري ټکنالوژۍ دغه ستونزه تر ډېره حل کړې ده. اوس خلک پر اشخاصو نه، بلکې پر هغو پیسو باور کوي چې مستقیم ورته لاسرسی ولري.
په همدې لړ کې حتی حکومتي اسعار هم له ننګونو سره مخ شوي دي، چې پکې ډالر، یورو، پونډ او نور معتبر او د پیاوړي اقتصاد لرونکي اسعار شامل دي. معاصرې تادیاتي او د ارزښت ساتنې ټکنالوژۍ لکه هغه ډیجیټلي شتمنۍ چې ارزښت یې له ډالرو سره تړلی وي او د بلاکچېن پر بنسټ فعالیت کوي لا هم د پرمختګ په لومړیو پړاوونو کې دي.
مرکزي بانکونه هڅه کوي چې د ډیجیټلي اسعارو له لارې خپل رول وساتي، خو دا چې تر کومه بریده به بریالي شي، لا وخت ته اړتیا لري. خو زموږ د هېواد وضعیت لا هم داسې دی چې افغانستان تر ډېره پر صرافۍ او حوالې متکي هېواد پاتې شوی، په داسې حال کې چې نړۍ له دې دودیز سیستم سره تر ډېره مخه ښه کړې ده.
هډه وال
12.05.2026
