اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د بنو جرګه

کله، چې په ١٩٤٧ کال کې د انګرېزانو له خوا پاکستان جوړېده، نو خدايي خدمتګارانو په بنو کې د خان اميرمحمدخان تر مشرۍ لاندې غونډه/ جلسه وکړه او خپل آزاد حکومت يې اعلان کړ.

پښتنو د خپل آزاد حکومت فيصله وکړه!

پښتانه، نه هندوستان غواړي نه پاکستان.

د صوبې د جرګې د اسمبلۍ د ممبرانو، د خدايي خدمتګارانو ، افسرانو او د (زلمي پښتون) د جرګې يو شريک اجلاس په يو ويشتم د جون ١٩٤٧ع په مقام د بنو کې د خان امير محمد خان د صدارت د لاندې وشو. دې اجلاس په اتفاق سره دا فيصله وکړه، چې په دې ملک کې دې د پښتنو يو آزاد حکومت جوړ شي، چې د هغې د ائين بنياد به په اسلامي اصولو ، جمهوريت، مساوات او ولسي انصاف باندې ايښودلى شي،. دا اجلاس هر پښتون ته اپيل کوي چې د دې اعلى مقصد د حاصلولو لپاره په يو مرکز باندې راغونډ شي او بې د پښتون نه دې د بل چا اقتدار ته سر ټيټ نه کړي.

له طرفه د صوبه سرحد د لويې جرګې نه!!

په همدغه ١٩٤٧ کال کې په کندهار کې د محمد ګل خان مومند، ګل باچا الفت او عبدالرؤف بېنوا په مشرۍ د باچاخان په ملاتړ د ويښ زلميانو په نامه د ليکوالانو يو غورځنګ منځ ته راغى، چې بيا وروسته پکې د ژوو (حېوانانو) په نومونو ډېر کسان هم شامل شول، چې په پاى کې په سياسي ډلو او ګوندونو وويشل شو.

د برې پښتونخوا ځنې سياسي ګوندونه، لکه د خلق ډيموکراتيک ګوند، افغان ملت، مساوات، او شغله جاويد د ویښ زلمیانو غورځنګ لاسته راوړنه (محصول) او پیداوار دي.

همدغه شان په ښکته پښتونخوا کې هم د باچاخان غورځنګ په ١٩٥٧ع کال کې د نيشنل ډيموکراټيک پارټۍ (NAP/NDP) بدله شوه او يوه برخه يې د مزدور کیسان په نامه ياده او بله برخه يې د نيشتل عوامي پارټۍ پښتونخوا په نامه پاتې شوه، بيا وروسته د نيشتل ډيموکراټيک پارټۍ څخه يوه برخه د نيشتل پروګريسو او بله برخه د پاکستان نيشتل پارټۍ (PNP ) په نامه بېله شوه، وروسته بيا دغه دواړه برخې د پاکستان نيشتل پارټي په نامه يو ځاى شوې.

١٩٨٦ کال کې ٢٦ جولاي NDP ېا NAP په نیشنل عوامي پارټۍ ANP بدله شوه او د پاکستان نيشتل پارټي څخه ډېر کسان پکې بېرته يو ځاى شو.

د پښتنو ټولنيز او لسوليز ګوند (پښتون سوسيال ديموکراتيک پارټي (PSDP) هم د باچاخان د نظريو سيده محصول دى.

چې د نیشنل عوامي پارټۍ (ANP) او ويښ زلميانو د غورځنګ اغيزه پرې هم شته دى.

(سرچینه: پښتانه د ولس پېژندنې له نظره)

#ده_پښتون_وطن_وسائل

جینی د خدای او د رسول ومنه

په دی خبرو باندی تیږه کېږده

خپلی نازکی شونډې څله سیزی

بس په سندرو باندی تېږه کېږده

څه ته په ساندو کی سندری لری

زما د زړه تارونه زور نه لري

درخو د ژوند رباب به مات کړی زما

ته به خبره شی چی شور نه لري

ماته به نه وایی چی اور شو وطن

د ګل په پاڼو افسانی سوي دي

ماته به نه وایی چی مړه شو نرګس

هاغه د سترګو ميخاني سوي دي

مه وایه دا چی اوس د جونو میره

ځي د همزولو په خازو پرېوځي

چی ائینی نه یی حیا کوله

اوس د ابلیس په دروازو پرېوځي

ته جادوګره یی منم شاعری

ته په الفاظو کې رنګونه کری

څومره په ناز او په انداز باندی

حساسو زړونو کی اورونه کری

ستا ارادی له تاترې نه لوړی

ستا به لاسونو ته اسمان راشي

خو دا زما په زړګي نه ځائېږي

چی په ښایست دی امتحان راشي

مونږ غريبان يو مونږه هیڅ نه لرو

ته د وطن خوبونه څله وینی

په کربلا کی ټوکېدلی ګل یی

بیا د ګلشن خوبونه څله وینی

د پرهر زړه رڼا ته ژوند تېروه

دا رنګینه نړۍ زمونږه نه ده

په ماشوم زړه باندی دی زور تیر که

دغه ښایسته ګوډئ زمونږه نه ده

درومي لعلونه د خزان لوڼو ته

ته همیشه هلته بهار غواړی

د خپلو اوښکو د غمو په بدل

د ننګرهار لپاره هار غواړی

ستا په رڼا ستا په ښکلا می قسم

د هندوکش او د پامیر تاج یی

ته په سپین غر کی د بزرګی څوکی

د تاتری او د بونیر تاج یی

بهار په خوب وينمه و به خاندي

رنګین ګومان دی خو یقین ورک دی

سوال می یواځی ځي په بره طرف

له فرېښتو ځنی امین ورک دی

لاس می تر عرشه پوری نه رسېږي

چی زه اجرونه ستا د وير راوړم

جنتي خوب چی په دوزخ کی وینی

هغی ته ښکلی څه تعبیر راوړم

ستا یزدانی هیلی چی نه شی پوره

د حورو چم کی دی طوفان راشي

ستوري دي هم بیا نامراده اوسي

پر دغه ځمکه دی اسمان راشي

(مصطفی سالک)

12.05.2026

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←