اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

خان لالا ته

کله چې محمد افضل خان لالا په 1970 کښې صوباﺉ وزیر اطلاعات ؛بلدیات و امداد باهمی وو..په دغه ورځو کښې د سوات نوموړی شاعر او د والي سوات خوش نویس فیض الرحمان فیضان صیب خان لالا ته د لایسنس دپاره درخواست په شعرونو کې لیګلې وو خان لالا په درخواست د سوات ډپټی کمشنر ته ولیکل چې لایسنس دې ورته جاری کړې شی خو وې خاندل پکار دی چې موږ جواب هم په شعرونو کښې ورکړې وې ..

ډايریکټر سید اقتدار علی مظهر صیب او اسسټنټ ډایریکټر میر عبدالصمد صیب دغه ذمه وارۍمشتاق الرحمان شفق صیب ته وسپارله او د هغې جواب په داسې ډول ورکړې شو ....ده هغې څه شعرونه په داسې ډول دی..

فیضان...

په خدمت کښې د وزیر اطلاعات...

زه لیکمه د خپل عرض څو ابیات..

چې نن ورځ د ډاګه مارو خطره ده ؛

څای په څای کښې داسې وشو واقعات..

د دیسی چهریز غواړمه لایسنس

شم مشکور به هم مننون له حده زیات..

جواب د خان لاله له طرفه؛؛؛؛

په نظر مې شولو ستا منظوم درخواست..

دا درخواست وو که د مينې یوسوغات.

هر یو شعر دې وه خوږ لکه د شات..

ستا په فن کښې ښکلاګانې دی د سوات..

ډاکه مار به وطن خاورې ایرې شی

که یو موټې یو اواز شو یوجمات..

مدعا به دې تر سره شی فیضانه..

خوچې ډی سی سره وکړې ملاقات ....

تحریر سردارعلی

لیکوال صفحه نمبر 22

(د ادریس خان له پاڼې)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←