اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

خواجه رزق الله

دپښتوژبې یو پخوانی شاعر خواجه رزق الله

دننګرهار دچپرهار ولسوالۍ دکلا شیخ دکلي یو پخواني شاعر خواجه رزق الله و،نوموړی دخواجه نورخان زوی په قوم خواجه خیل وچې په (۱۱۵۹) لیږدیز /هجري کال یې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې وې .

خواجه رزق الله دپښتوژبې یو نازکخیال او نوښتګر شاعرو چې دزلمیتوب په وخت کې هند ، کشمیر ، کندهار ، هرات، بلخ او بخارا ته تللی واو کله چې سپین ږیری شو نوخپل هېواد او خپلې سیمې او کلي ته راغی او بیا پخپل کلي کې وفات شو .

دی پخپله یوه منظومه کې دهغو ځایونو دنومونو ذکر او یادونه هم کوي چې ده لیدلي ول لکه چې وايي:

هندوستان مکتب زما دی

کشمیر هم مطلب زما دی

کندهار دګلوهار دی

هرات خوږنسب زما دی

بخارا کې مساپریم

بلخه ستا جلب زما دی

خواجه رزق الله دپښتوژبې یوښه او نازکخیال شاعرو چې یو دیوان یې هم درلود ، خو له بده مرغه دده دغه ګرانبیه اوقیمتي پښتو دیوان زموږ او ستاسو په لاس کې نشته او ورک دی ، خو دده ډیر اشعار شاعرانو اوسندرغاړو زمزمه کړي او په شفاهي او لیکلي ډول یې ترموږ او تاسو رارسولي دي .خواجه رزق الله په خپلواشعارو کې ښکلي مضامین او ښایسته الفاظ سره یوځای کړي دي لکه چې پخپل یوه شعر کې داسې وایي :

په معنا کې معنا ناوې بلل کیږي

په ګاڼه په لباس ناوې ناوې کیږي

چې نه خوند وي دمعنا نه دالفاظ

دبې لاس لستوڼی څنګه ښکاره کیږي

ځواجه رزق الله پخپلو اشعاروکې له مبتذل مضمون نه ډډه کوي لکه چې وايي:

په چا نشته دا یقین

چې تور بېل کاندي له سپین

زه داځکه ګېله من یم

هرسړی وایي چې من یم

په بل ځای کې وايي:

دپښتو یوخوږ متل دی

متل څه باري عسل دی

دراغه کاڼي دې ډېر

خوپه کار دي پکې سېر

نه شاعر یم نه ادیب

مګر څه کړم خپل نصیب

چې اخته شوم په دارنځ

سینه ډکه لکه ګنج

زما ژبه شوه دلاله

هم ددې متاع له حاله

راشئ واخلئ ښه متاع ده

نه چې بې رنګه خامتا ده

څوک یې نه اخلي په پیازو

هی توبه شه له بې نیازو

خواجه صاحب په تقوا کې هم دعشق پرلاره ځي اویوه ګړۍ هم

دآشنا سره په خلوت کې راز اونیاز غنیمت ګڼي لکه چې وایی:

په تېر شوي عمر ډېرکړم تاء سف

دا تحریک دی دتقوا او تصوف

په خلوت کې دآشنا سره رضا یم

خوښ یم زه په ا عتکاف او توقف

خواجه رزق الله لکه دنوروپردیسو شاعرانو په څېر د خپل هېواد په بېلتون کې خواږه او ددرده ډک اشعار لري چې له خپل هېواد سره دده مینه له ورایه پکې څرګندیږي ،دغه لاندیني شعر یې په هغه وخت کې چې زه په ښوونځي کې وم زمو ږدپښتوکتاب په نصاب کې هم راغلی و:

خوار غریب اوبینوا وای

خووطنه ستا پر خوا وای

واته غواړمه له هنده

چې وطن برخه زماوای

څوژوندی یمه تر مرګه

هم هاغه آب وهوا وای

مېشته خوښ یم په وطن کې

نه چې هند واړه زما وای

نه دې هند شي نه دې نوم شي

هماغه بېد وبېدیا وای

چپرهار کې کلا شیخ وای

رزق الله او مشغولا وای

یادونه : چپرهار دننګرهار دیوې ولسوالۍ نوم دی او کلا شیخ هم دخواجه رزق الله کلی دی چې دغه کلی اوس هم په همدې نامه سره یادیږي اوخواجه رزق الله دکلا شیخ دکلي دخواجه ګانو دمحلې دی،بایدزیاته کړم چې دهمدې کلاشیخ په خواجه ګانوکې دیر شمیر پښتانه شاعران تیرشوي دي چې یو پکې ارواښاد خواجه عبدالرحیم تا ثیر و چې مایې هم دلیدلوویاړ درلود( یاد)

ارواښاد خواجه رزق الله پر پښتو اوپښتنوالې مین انسان و، نوځکه وایي:

دبلا غشی مې خیژي له پښتو

زه خواجه رزق الله نه پرېږدم پښتو

چې خبرشوم دحملې دکوم غلیمه

دغیرت خولې مې څا څي له ویښتو

اوس به دخواجه صیب دشعر څونورې بېلګې درته وړاندې کړو:

غزل

صیاده زه دې ښکار کړم دزلفانو په کمند

نه خوب نه مې آرام شته نه مې نور دصورت خوند

هم هاغه ارته فضاوه پکې خوښ مې صورت سا وه

ستا په تار دتوروزلفو دهوا مارغه شوبند

لکه موم هسې تویېږم ،لکه واوره ویلې کېږم

یا حیات دمیږتون دی یا زما دغریب ژوند

په زړه داغ لکه لاله شوم ، په تن کوږ لکه هاله شوم

چې دې وګورم صنمې خال دوریځو په پیوند

رزق الله پناه ګزین شو ، له رقیب شیطان لعین شو

رب لپاره ګوزاروکړه په بنګړي دخپل مړوند

دځوانۍ دور دې راغی دلربا

ټول ځلیږي لکه سترګه دسبا

دبڼو په فرش مې کېږده قدمونه

ستړی مه شې ستړی مه شې مرحبا

بې اختیاره چې در زغلم نه ودرېږم

بې شبهه دې ټول صورت شو کهربا

تر قیامته به مې حلق قند او نبات وي

که مې وخوړې ستا شونډې مربا

دخواجه پروا له نره زمري نه وي

ولې عشق دې ترېنه جوړ کړزوړ روبا

بدله

ای زما بده نصیبه حه دبدوبرخه ستا ده لا

یوکرت دیار وصال

نه دی شو منظر دکسو څه بلا په تاده لا

هغه دجنت مثال

پورې به په سترګو رانجه خام دستا دپای کړمه

زیات ترینه درمان نشته

لاس دمناجات به جیګ نیولی عرض په خدای کړمه

بې تا مې ارمان نشته

ستا خماروسترګو لکه شل په پښو دځای کړمه

دارنګه چشمان نشته

که مرمه زه به مرمه پر ما څه داستا پرواده لا

ستا پر بڼو زه حلال

تا په تیغ دسترګو نیم بسمل لکه آهو کړمه

حال مې وارخطا زبون

لاس راکړه دخدای دپاره روی به درته هو کړمه

ټول قرآن په ق او نون

ومنه داروی دقسم څه نامه بالا ده لا

نه لرې مانند وسیال

چاربیته

وربل دې نیمه شپه شوله قراره

په منخ کې نرۍ کرښه دکذاب

ستا مخ صبح صادق شو سبا یاره

درنګ ساعت له به راوخیژي آفتاب

په تیغ دې د دووسترګو نیمه خوا او پرهري کړم

نا ترسې داپر څه ؟

پخوا به زه بادار وم اوس دا ستاسې نوکري کړم

ناترسې دا پر څه ؟

زمادوینوډک زړګی خوتا کړی را افګاره

درپېښ به شي عذاب

خجل دې مهرویان کړل په جبین آفتاب مثاله

ذره یم یا کوکب یم

پتنګ درنه تاویږم لکه بل چې دې مشاله

رسا مې په مطلب یم

وعده دې دقیامت شوه هاغه کړې دیوکاله

زه تېر له دې ادب یم

چې نور به له دې وروسته زه داستایم انتظاره

یا زر راکړه ځواب

ژوندی به یم ترڅوچې تشکر یابه ګیلې کړې

یوه باندې مې پوه کړه

دغم پیټی دې یاره زه تر پښو نوکو خولې کړم

تباه دې زما وکړه

له دې نه ولې وروسته بې عمله مسئلې کړم

تا غرقه دعشق ګروه کړه

نه سیال یمه شرمېږم چې لا نوریم امید واره

زه نرم ستا دباب

خواجه رزق الله وایی چې یاری شي په نرمۍ

داکار نه دچل ول دی

په نرمه ژبه نوش کړه سره لبان دلیونۍ

که دې له دې اټکل دی

یاری وه دفرهاد په مصلحت دشیرینۍ

ددرخو دزلفو ول دی

آدم یې لیونی کړ ځکه ګرځي نا کراره

نه خوب شته نه یې خواب

غزل

ستا دزلفو په تناو خپه مرۍ شوم

سره لمبه لکه ګیاه تر ککرۍ شوم

که مې ډوبه بیړۍ وکاږې له بحره

زه اخته په کشالو اوپه خوارۍ شوم

سرومال مې په یودو له چنګه ووت

چې آشنا دا ستا دعشق په جوارۍ شوم

په نصیب به له دې کاړه بېرته وځم

چې مړۍ په خوله ددې بدې زمرۍ شوم

زه خواجه دعشق له اوره امان غواړم

دنصیب دلاسه بندپه بیمارۍ شوم

لنډه داچې خواجه رزق الله دبښتو شاعرۍ په ټولو صنفونو کې خپل نیلی زغولولی دی ، اروادې ښاده وي !

یادونه : دارواښاد خواجه رزق الله ذ‌کر او یادونه ارواښاد علامه عبدالحی حبیبي د(پښتانه شعرا لومړي ټوک) کې اوهمداراز ښاغلي سر محقق زلمي هېوادمل په خپل کتاب( فرهنګ زبان وادبیات يښتو) لومړي ټوک کې کړې ده ، خوما دالیکنه د(چپرهار لیکوال او شاعران )له کتابه چې ښاغلي مختار محمد مختار صیب لیکلی دی راخیستې ده اوپه متن کې مې ډیر لږشمېر څرګندونې پکې وړزیاتې کړي دي .درنښت

ډاکتر لطیف یاد

12.06.2026

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←