اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

نرګسیت

نرګسیت

د «نرګسیت/ په ځان مینتوب» ویۍ او دودیزه وینا ( اصطلاح) د لرغوني یونان له یوې افسانې سره تړلې ده. د افسانې له مخې، نرګس له خپل ځان سره دومره مینه لرله، چې د اوبو پر مخ یې خپل انځور ولید او پرې مین شو.

له همدې افسانې څخه د ځان‌خوښونې او له خپل ځان سره د بې بریده (افراطي) مینې لپاره د «نرګسیت» ویۍ او وینا (اصطلاح) رامنځته شوې ده.

ارواپوه هاولوک الیس (Havelock Ellis) په ۱۸۹۸ کال کې د نرګس له افسانې سره په تړاو د «Narcissus-like» او بیا وروسته زیګموند فرویډ (Sigmund Freud) او نورو ارواپوهانو هم په پوهنېزو(علمي) لیکنو کې د “نرګسیت” دودیزه وینا (اصطلاح) وکاروله

#نرګسیت د ځان ارزښت او وړتیا له بریده ډېر لوړ ګڼلو، د ستاینې او پاملرنې د زیاتې اړتیا او په ځینو کسانو کې د نورو د احساساتو او اړتیاوو د کم درک له مخې راڅرګندېدونکې اروايي ځانګړنه او یا ګډوډي ده.

خو هر هغه څوک چې ځان خوښوي یا ځان ستایي، خامخا د نرګسیستي ځاني ګډوډۍ لرونکی نه وي.

نرګسیستي ځاني ګډوډي (Narcissistic Personality Disorder) هغه اروايي ګډوډي ده چې په کې یو کس خپل ځان له بریده ډېر ارزښتمن ګڼي، د خپل ځانګړي مقام یا ځانګړو وړتیاوو په اړه ډېروالی (مبالغه) کوي، ډېرې ستاینې ته اړتیا لري، د ځانګړو امتیازونو تمه لري، له نورو څخه د خپلو موخو لپاره ګټه اخلي، د نورو د احساساتو په درک کې کمزوری وي او ځان لوړوالي (متکبرانه) چلند کوي.

د پوهنېزو (علمي) څېړنو له مخې، نرګسیت بېلابېلې بڼې لرلای شي. په یوه بڼه کې انسان په ښکاره ډول ځان لوړ، ځواکمن او بریالی ښيي : دې ته د ځان لوړوالي نرګسیت (Grandiose narcissism) ویل کېږي.

په بله بڼه کې انسان له دننه ډېر نازک (حساس) او زیانمنېدونکی وي، د نورو نظر ته ډېر پام کوي او د نیوکې پر وړاندې ژر اغیزمنېږي - دې ته د نري زړه یا زیانمنېدونکی نرګسیت (Vulnerable narcissism) ویل کېږي.

د نرګسیستي ځاني ګډوډۍ لرونکي کسان ښايي د نیوکې، ناکامۍ یا د خپل لوړ ځان‌انځور د ننګونې پر وړاندې غوسه، شرم، سپکاوی یا دفاعي غبرګون وښيي. له همدې امله، د دوی په شخصي او ټولنیزو اړیکو کې ستونزې رامنځته کېدای شي او د انسان پر شخصي ژوند، اړیکو او ټولنیزو چارو او چلند (فعالیت) ناوړه اغېزه کوي.

ېادونه: په میګالومانیا او نرګسیت کې د ځان‌لوی ګڼنې ګډه ځانګړنه شته، خو دواړه یو شان نه دي او توپیر لري.

Narcissistic = په ځان مینتوب

Egomania = زه ډېر ارزښتناک (مهم) یم

Megalomania = زه تر ټولو ډېر (فوق‌العاده) ستر/ځواکمن او لوې یم او غیرعادي مقام یا ځواک لرم.

Megalomania (ځان‌لوی ګڼنه): هغه نښې ېا حالت ته ویل کېږي چې یو کس د خپل ځواک، مقام، وړتیا او ارزښت په اړه له بریده یوې زیات او غیرواقعي باور ولري. دا د ساه والې (رواني) ناروغۍ نوم نه دی.

د بېلګې په توګه، ځان ډېر ستر، ځانګړی یا له نورو لوړ وګڼي.

( نصیر ستوری)

اخستونځی:

*APA Dictionary of Psychology

* Pincus & Lukowitsky

* Miller, Lynam, Hyatt & Campbell

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←