په المان کې پښتو

پښتو ژبه د المان په اتحادي جمهوریت کې په ښوونځیو کې د زده کړې له رسمي ژبو څخه ده.
په جرمني کښې په ښوونځیو کې هر زده کوونکی اړ (مجبور) دی، چې د جرمني ژبې تر څنګ دوه نورې بهرنۍ ژبې هم زده کړي.
بهرني زده کوونکي کولای شي له دغو ژبو څخه یوه خپله مورنۍ ژبه وټاکي.
څرنګه چې په ښوونځیو کې د پښتنو زده کوونکو شمېر ډېر کم دی، نو په ښوونځیو کې پښتو درس نه ورکول کېږي، خو ازموینه یې په پښتو کې اخیستل کېږي.
زه د ۱۹۹۲م کال راهیسې د زده کوونکو څخه د جرمني د پوهنې وزارت په سپارښتنه د پښتو ازموینه اخلم.
(ډاکتر کبیر ستوری)
سرچینه: ژبساپوهنه، ۲۰۰۰م کال
