اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

افغانستان

افغانستان

لیک: فاتح ګوجر - ژباړه نصیر ستوری

له کلونو راهیسې دا تاثر ورکول کېږي چې افغانستان تل د «ستر قدرتونو هدیره» پاتې شوی، خو تاریخ تر دې ډېر پېچلی دی.

اسکندر اعظم، مغولي سترواکۍ، برتانوي ځواکونه، شوروي اتحاد او امریکا ټول په بېلابېلو دورو کې افغانستان ته ننوتل، د پراخو سیمو کنټرول یې ترلاسه کړ او په څو مواردو کې یې خپلې خوښې حکومتونه هم جوړ کړل.

ټولو بهرنیو قدرتونو پوځي بریاوې ترلاسه کړې او بیا وتلو ته اړ شوي دپ

د درېیو انګلو ـ افغان جګړو (1839–1842، 1878–1880، 1919) د تلفاتو تاریخي اټکلونه:

لومړۍ انګلو ـ افغان جګړه (1839–1842):

* برتانوي او د برتانوي هند پوځ: شاوخوا ۵,۰۰۰ سرتېري وژل شوي، او د شاتګ پر مهال زرګونه مرستندویان او د کمپ غړي هم وژل شوي.

* د افغانانو د تلفاتو کره شمېر معلوم نه دی، خو شاوخوا ۲۰,۰۰۰ یا تر دې زیات اټکل شوی.

دوهمه انګلو ـ افغان جګړه (1878–1880):

* برتانوي او هندي پوځ: شاوخوا ۹,۸۵۰ مړینې (چې د ناروغیو له امله مړینې هم پکې شاملې دي).

* د افغانانو تلفات: له ۹۰,۰۰۰ څخه تر ۱۵۰,۰۰۰ پورې.

درېیمه انګلو ـ افغان جګړه (1919):

* برتانوي او هندي پوځ: شاوخوا ۲۳۶ سرتېري په جګړه کې وژل شوي.

* افغان ځواکونه: شاوخوا ۱,۰۰۰ سرتېري په جګړه کې وژل شوي.

که د افغان کورنیو جګړو (په ځانګړي ډول 1992–1996، 1996–2001 او ورپسې کورنیو شخړو) ټولیز وضعیت وګورو، د معتبرو څېړنیزو بنسټونو اټکلونه دا دي:

د خوارزمشاهي سترواکۍ پر ضد د مغولو د یرغل پر مهال د ننني افغانستان ډېرې سیمې د مغولي بریدونو هدف وګرځېدې. د دې دورې د تلفاتو په اړه:

* د مورخینو په وینا، د افغانستان په سیمو لکه هرات، بامیان او بلخ کې سلګونه زره کسان وژل شوي.

* د هرات په اړه په ځینو پخوانیو تاریخونو کې د ۱.۶ میلیونه مړینو یادونه شوې.

* په بامیان کې، د سخت مقاومت وروسته، مغولو نږدې ټوله سیمه ییزه آبادي ووژله.

په داسې حال کې چې د مغولو د تلفاتو شمېر شاوخوا ۶,۰۰۰ ښودل شوی.

د اسکندر اعظم د افغانستان (لرغوني باختر، سغدیانه او د اوسني افغانستان سیمې) لښکرکښۍ د میلاد څخه مخکې د ۳۲۹–۳۲۷ کلونو ترمنځ ترسره شوې.

د تاریخي اټکلونو له مخې:

* سیمه ییز اوسېدونکي او جنګیالي: لږ تر لږه ۱۲۰,۰۰۰ کسان وژل شوي، او ځینې مورخین تر دې هم لوړ شمېر اټکلوي.

* د اسکندر مقدوني او یوناني پوځ: شاوخوا ۷,۰۰۰ سرتېري وژل شوي، چې جګړه، کمینونه، ناروغۍ او د سختو سیمو ستونزې هم پکې شاملې دي.

نو د موجودو تاریخي اټکلونو له مخې:

* د افغانانو/ځايي خلکو تلفات: لږ تر لږه ۱۲۰,۰۰۰.

* د اسکندر پوځ تلفات: شاوخوا ۷,۰۰۰.

د شوروي ـ افغان جګړې تلفات:

* شوروي پوځ: شاوخوا ۱۵,۰۰۰ وژل شوي او له ۵۳,۰۰۰ څخه زیات ټپیان.

* عام افغان وګړي: اټکل کېږي چې له ۵۶۰,۰۰۰ څخه تر ۲ میلیونو پورې وژل شوي وي، او ډېری مورخین د شاوخوا ۱ میلیونه افغانانو د مړینې اټکل تر ټولو د منلو وړ ګڼي.

* 1992–1996: شاوخوا ۵۰,۰۰۰ څخه تر ۷۵,۰۰۰ پورې وژل شوي.

* 1996–2001: لسګونه زره نور هم وژل شوي.

د امریکا او افغانستان جګړه (2001–2021):

د معتبرو څېړنیزو ادارو د اټکلونو له مخې:

* امریکایي پوځ: شاوخوا ۲,۴۵۹ وژل شوي او له ۲۰,۰۰۰ څخه زیات ټپیان.

* طالبان او نور مخالف جنګیالي: له ۵۱,۰۰۰ څخه زیات وژل شوي.

* د افغانستان ملي اردو او پولیس: شاوخوا ۶۶,۰۰۰ څخه تر ۶۹,۰۰۰ پورې وژل شوي.

* افغان ملکي وګړي: شاوخوا ۴۷,۰۰۰ وژل شوي.

* لیک: فاتح ګوجر

( له اردو څخه پښتو ژباړه :(نصیر ستوری)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←