اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

پښتانه

اېراني پاچا (نادرقلي افشار) اېراني شعېه ګان او قزلباشان له ځان سره افغانستان ته راوستلي وو.

تېمورشاه دراني ېوه ‌‌‌‌‌‌ډله شعېه او قزلباش مامورېن له ځان سره کابل ته دحکومتي کارونو لپاره راوستل،چې ورو ورو یې کورونه ځمکې او ېو لړ نور امتېازونه لاس ته راوړل او د اېراني کولتور دپراختېا او مسلط کېدلو لاره یې اواره کړه.

د اېراني شعېه او قزلباشو ښځو سره د پښتنو مشرانو ودونو او نکاح د تېمور شاه نه وروسته د ېوه ناوړه میراث او دود بڼه هم غوره کړه

پښتنو واکمنو ېوازې د پښتنو تورې او مېړانې ته اړتېا لرله، چې دخپل سلطنت واګې ورباندې ټېنګي کړي او د حکومت د چارو چلونې واک یې ټول غیرپښتنو په لاس ورکړی وو.

دتېمور شاه دراني د واکمنۍ له وخت نه د هېواد ټولې مهمې ادارې، مالي او اقتصادي چارې د غیرپښتون (پارسي ژبو/ قزلباشانو) په لاس ورغلې، چې دغه طاېفې ېوې هم د افغان ولس او د افغانستان له خاورې سره کوم تړاو او اړه نه لرله.

دغه پارسي ژبو دنده لرله، چې ټول کارونه په پارسي سرته ورسول شي،چې اېران یې غوښتونکی وو .

د پښتنو واکمنو دغه سېاست پښتون ولس ته ‌‌‌‌‌‌ډېر درون تاوان ورساوه، ځکه چې د کولتوري ښکېلاک او ېرغل په پاېله کښې پښتو ژبه دمحکومیت په حال کښې پاتې شوه.

سرچېنه :پښتانه د کولتوري ښکېلاک په زنځیرونو کې : لیکوال غوث خیبری 14مخ

-

پښتانه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←