اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

وجدان څخه ویره

د وجدان یا اخلاقي زه څخه وېره

کله چې وجدان یا اخلاقي زه د دود، دستور او د روا او ناروا ارزښتونو ماتول

ډیر ټینګ ونیسي, نو زه د اخلاقي زه یا وجدان څخه ډار پیدا کوي, چې دغه

له ګنا نه وېره هم نومیږي, ځکه چې اخلاقي زه د مور او پلار , ښوونکو (استاذانو)،

چم ګاونډ او چاپیریال د غوښتنو استازی (نماینده) دی او زه ته وائي, چې

دا کار کوه ښه دی او دا کار مه کوه بد دی

ویره او زده کړه :

ډارن کسان د غیرو ډارنو کسانو په پرتله اسان کار ښه زده کولی شي

او اسانې پوښتنې ژر حل کولی شي, خو په پیچلو کارونو او پوښتنو کې

یې پایلې (نتیجې) د غیرو ډارنو کسانو څخه ډیرې خرابې وي.

وېره او تنګسه :

ډارن کسان په تنګسه کې ډیر ګډوډ کېږي نسبت غیرو ډارنو کسانو ته .

وېره او هوښیارتیا :

غیری ډارن کسان په عمومي توګه د ډارنو کسانو څخه هوښیار دی.

د ډارنو کسانو پلرونو په متوسطه توګه لږ سبق ویلی وي نسبت غیری ډارنو ته .

ډار او مالوت :

په ډارنو کسانوکې ویره ونکي مالوت نسبت غیرو ډارنو کسانو ته زیاته اغیزه لری .

سربیره پردی ډارن کسان په غونډو او بحثونو کې دی ته زیات چمتووالی ښائي،

چې خپله نظریه بدله کړي او د عمومي نظریې سره سمون وکړی .

ډار او مشرتوب :

ډارن کسان د مشرتوب وس او توان نلري او مخکښ کیدلي نه شي.

سرچېنه: وېره - لیکوال : ډاکتر کبیر ستوری

پښتو ژبه به هله پیاوړې شي او وده به وکړي ، چې کله ئې لیک د پښتو د نوي لیکدود په رڼا کې په لاتیني تورو abc واړول شي.

لاتېني / انګرېزي لیک دود د پښتو دپر مختګ په لور یو ګام دی.

دا به له یوې خوا پښتنو ته د بهرنیو ژبو په زده کړه کې اسانتیاوې رامخې ته کړي او د بلې خوا به بهرنیان هم وکولای شي چې پښتو په اسانۍ سره زده کړي.پدې توګه به د پښتو ژبې ډیر ویونکي او لوستونکي پیدا شي.

سربیره پردی به پښتانه وکولای شي چې د نورو تخنیکي پوهه په اسانۍ سره خپله کړي او هم به صنعتي او تخنیکي تولیدات او پیداور چې تقریبا ټول ئې د لاتیني تورو د سیستم په بنسټ جوړ شوي دي، په ارزانه بیه تر لاسه کړي.

پدې توګه به پښتو د نورو پر مخ تللو ژبو سره د سیالۍ جوګه شي.

په لاتیني تورو د پښتو لیک اړول کوم سخت او پیچلی کارنه دی، ځکه چې د ډیرو پښتو تورو لپاره سم لاتیني توري شته دی او سړی ئې ورته بې له ډیر سوچه څخه نیولی شي. یوازې د پښتو د دوه غږه او ځینو نورو تورو لپاره د لاتیني تورو په ټاکلو کې لږ څه سوچ پکار دی ، چې څو تنه پښتانه پوهان پرې فکر او غور وکړي.

په لاتیني تورو د پښتو د لیک د اړولو د نظرئې بنسټ د پښتو او پښتونخوا د پر مختیا او سوکالۍ په اوږد لید ولاړ دی، چې دا وږدې مودې په ترڅ کې د عمل جامې اغوستلی شي او دا پدې توګه چې سر له اوس نه پښتانه پوهان او لیکوالان پدې لاره کې د قام او وطن چوپړ/ خدمت ته ملا وتړي او ورو ورو د اوسني لیک په خوا کې په لاتېني تورو د پښتو لیک رواج کړي او خپلې څه نا څه مقالې او لېکنې په پښتو کې په لاتیني تورو ولیکي، تر څو د پښتو د لاتیني لیک سره وګړي اشنا شي او ددې لپاره شرائط برابر شي، چې د اوسني لیک ځای په بشپړه توګه د پښتو لاتیني لیک ونیسي.

(سرچېنه: وېره - 10 مخ)


شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←