ځوانېمرګ خاطر
د ځواني مرګ خاطر اپريدي لنډا شان پېژندګلو
(ملګرو نن د خاطر اپريدي د مړينې اووۀ پنځوس" ۵۷ کالونه " پوره شول. هغه په ۱۹۲۹ع کښې د اکبر خان مرحوم په کور کښې پیدا شوے وۀ او په ۲۴ اګست ۱۹۶۹ع کښې ئې د دې فاني دنيا نه د همېش د پاره کوچ کړے وۀ.)
ماته څۀ ګران دي جوړؤل د غزل
د عشق کتاب مې د خيالونو ډک دے
خاطر اپريدے د پښتو جديد ادب د مېدان ، د خېبر د عظیمې سيمې او ستر حمزه بابا رح د مکتب هغه نوم دے چې د خپل انداز بيان ، د ژبې ، لهجې ، اسلوب او ځانګړتيا له وجې خپل شناخت او پېژندګلو لري. شاعري ئې دومره روانه ، سليسه ، عام فهمه او خوږه ده چې د هر پښتون زړۀ ته کوزيږي. په کلام کښې ئې دومره موسيقيت، رومانيت او اولسي رنګ دے چې سندرغاړي ئې د کلام په وئېلو فخر محسوسوي او د اوريدونکو نه پرې داد اخلي. هغه يواځې يو ښۀ شاعر نۀ وۀ بلکې يو ښۀ موسیقار هم وۀ. د موسيقۍ په زېر وبم پوهېدو ، خپلو اکثرو کلامونو له ئې د موسيقۍ جامه پخپله وراغوستې ده. کلامونه ئې چې په کومو ظرزونو کښې وئېل شوي او مشهور شوي دي په هغې کښې د زياتره طرزونو جوړؤنکے پخپله وۀ.
مۀ کوه همدمه څۀ جوړيږي له پوښتنو
هر څۀ هر څۀ ښکاري په مخونو د دردمنو
دغسې مې زړۀ په هر يو غم داسې ور درومي
څنګه لکه باد چې ناخبر په ونو غنو
تا سره ګنجونه د ښائست زما يو زړۀ دے
نۀ کېږي سيالي سره د خوارو دولتمنو
دا خو څۀ پښتو نشوه چې زغم زغملے نشي
چرته دې کوه ازمایښتونه په ډارنو
دغه خو مې ته ډېر ډېر يادولې نور څۀ نۀ وو
ځکه خو زۀ ډېر ډېر نن يادېږم په وطنو
ما چې خپل خاطر ستا په بڼو کښې څيرې کړے
پاتې خو ئې غم شو د ګريوان او د لمنو
خاطر اپريدے په فطري طور ډېر ملنګ خويه ، خاکسار خو مينه ناک او خوش اخلاقه سړے وۀ. د خېبر ادبي مکتب شاعرانو او اديبانو سره لکه ستر حمزه بابا، لعل زاده ناظر شينواري ، مراد علي شينواري، خېبر استاد او داسې دې نورو سره ډېره ناسته پاسته وه .په کوم محفل يا مشاعره کښې به چې خاطر اپريدے موجود نۀ وۀ نو ډېر کمے به ئې محسوسېدو. حمزه بابا رح به وائي چې "په کومه غونډه يا مشاعره کښې خاطر نۀ وي رنګيني نۀ بهيږي.....او..... چې غزل وئېل شروع کړي نو اورېدونکي پوهه شي چې رنګيني روانه ده بهيږي". بلکل دا حقيقت دے خاطر اپريدي ته پخپله هم د دې احساس شوے وۀ لکه وائي
د خاطر رنګين غزل ته حېرانېږم
په دې خړ خېبر کې څۀ دي بې له خاؤرو
يا لکه د مثال په توګه ئې دغه کلام کتلے شئ...........
زلفې خو دې ډېرې چې رخسار له راغونډيږي
پوے شوم چې د زړۀ مې انتشار له راغونډيږي
سترګې کړه څېرې او باڼۀ غشي لېندې وروځې
داسي مرغي شته دے چې ګزار له راغونډيږي
داسې ارمانونه زړۀ له راشي چې راياد شې
ياره بلبلان لکه ګلزار له راغونډيږي
دا خو ژړا نه ده چې د ستا په مخ کښې ژاړم
اوښکې مې په سترګو کښې دیدار له راغونډيږي
تۀ وائې زۀ نۀ منم يو زړۀ دومره غمونه
څۀ رنګه دانې ګوره انار له راغونډيږي
زړۀ به په توبه د تانه څۀ رنګه مجبور کړم
ژبه که هر څو زما انکار له راغونډيږي
هجر خو نظر راله د غرونو ليونے کړو
څۀ رنګه به بيا د ستا ديدار له راغونډيږي
ما درته د اوښکو ډيوې بلې کړے رادرومه
ستا په انتظار کښې څۀ اظهار له راغونډيږي
زړۀ چې پرېشانه د خاطر د ستا په تلو شو
اوس دې ښکليه ياره انتظار له راغونډيږي
د خاطر اپريدي شاعري خپله اولسي او روماني خوشبو لري. د شاعرۍ هر يو ټکے ئې د فطرت مطابق راؤړے او ځاے کړے دے. د دوي په اشعارو کښې ټول د مينې محبت ، جانان و دوران ، ګل و بلبل ، سپرلے و خزان ، وصال و هجران او د درد و رومان قيصې دي چې د خاطر اپريدي په زړۀ ، ځيګر ، سترګو ، زهن ، بدن او په روح کښې راغونډې شوي دي او دغه هر څۀ د دوي د جمالياتي ذوق او روماني طبيعت سره سمون خوري.
بې نقابه دې جمال وۀ تۀ اودۀ وې
څوکېدار دې شينکے خال وۀ تۀ اودۀ وې
نا خبر چې په دې لور را برابر شؤم
اتفاق کړے کمال وۀ تۀ اودۀ وې
لکه بت هسې د ځان نه خبر نۀ ؤم
هغه وخت مې چې څۀحال وۀتۀ اودۀ وې
داستامخ لکه افتاب پټ وۀپه وريځ کښې
پرې راخور د زلفو جال وۀ تۀ اودۀ وې
چې خاطر دې د رخسار په تماشه وۀ
حقیقت وۀ که دا خیال وۀ تۀ اودۀ وې
بل ځاے وائي
افسوس چې ستا په خیال به څۀ ښکارمه
دغه ارمان به مې په زړهٔ پاتې شي
وستایه ښۀ د یار تراخهٔ خاطره
چې په کتاب کښې دې خواږۀ پاتې شي
خاطر اپريدي د پښتو غزل وياړ او فخر ګرځېدلے دے.د خاطر اپريدي نوم سره غزل او د غزل نوم سره سم د خاطر اپريدي نوم ذهنونو ته راځي. د غزل په نزاکت او حساسیت پوهېدو او د غزل په ژبه ، لهجه ، اسلوب فني او فکري رويه ئې پېژنده.دومره ساده ، روانه ، سليسه او عام فهمه شاعري ئې کړے ده چې بغېر د رحمان بابا رح نه بل کوم پښتون شاعر نه ده کړې. خاطر او غزل په يو بل کښې دومره ضم شوي دي چې بېلول ئې ممکن نۀ دي او دواړه د يو بل شناخت ګرځېدلي دي. په شعرونو کښې ئې د مينې و محبت ، حسن و عشق ، وصال و هجران ، خيال و فکر فطرت او د منظر کشۍ هر څۀ په غورځنګ ښکاري. غزل ئې دومره چست او زوراور دے چې غزل خوان ځان ته راکاږي او اوريدونکے بغېر د اثر نه نۀ پاتې کېږي. د فکر په لحاظ ئې هم غزل ډېر اړخونه لري لکه عشقيه ، روماني ، وطني ، مذهبي ، اخلاقي، تصوفي اصلاحي وغیره.خاطر اپريدے وائي.
خوږ خو يو د مينې په ترخو کښې انتظار دے
ښکلے تماشه په تماشو کښې انتظار دے
ستا لنډې وعدې دي په ما څومره اوږدې کړې
ښۀ دے چې د ژوند په ورځو شپو کښې انتظار دے
مکړه ضبطه مۀ چې راله اوښکې وچې نۀ کړې
وريږي دې د چا په دې شېبو کښې انتظار دے
تا که د وفا پلؤ په ما باندې ونۀ نيوؤ
ماته څۀ د هجر په لمبو کښېت انتظار دے
لاړې د زړګي د امېد شنې پاڼې مې وچې شوې
بيا درته سپرليه په راتلو کښې انتظار دے
ما وې که نن نۀ وي سبا له به دې خوښه شي
ډېر مې ورته کړے په اسرو کښې انتظار دے
کله به دا ستا د حسن شمع راته بله شي
ګران راته د زلفو په تيارو کښې انتظار دے
ښۀ ده چې خاطر دې دومره مخ ته له کتلي وو
ښکليه ستا ديدن خو په لمبو کښې انتظار دے
دغه رنګ په جديد نظم کښې هم د خاطر اپريدي يو اهم نوم دے چې د فنې ښکلا سره سره يو مقصدي پېغام هم لري. د دوي د فکر انداز ، د موضوع انتخاب او د لفظونو ، محاورو او ترکیبونو استعمال د سترو نظم ګوئي اوستاذانو په څېر دے . کۀ څۀ ئې هم د غزل په مقابله کښې نظم کم ليکلے دے خو د معيار له مخه يو غېر معمولي اهميت لري او لکه د نورو اکثرو شاعرانو ئې زيات د اشارو او کنايو نه کار نۀ دے اخستې بلکې صفا او واضحه لفظونو کښې ئې د خپلو خيالاتو اظهار کړے دے. ازاد يا معرې نظمونه ئې نۀ دي ليکلي بلکې ټول ئې پابند ليکلي دي چې پکښې اولسي اصناف او غزل نما نظمونه هم شامل دي .د غزل په رنګ ئې نظم هم خپل موسيقيت او غنايئت لري چې په زړونو نۀ يواځې اثر کوي بلکې د زړونو تل ته کوزيږي همدا وجه ده چې د دوي کلام د هر پښتون د زړۀ اواز دے. د مثال په توګه ئې تاسو دغه د " سپوږمۍ " نظم کتلے شئ.....
سپوږمۍ..........................
ستا کې دے وصال زما ، تا کې دے يو خيال زما
اے د تورو شپو سپوږمۍ ، اے د تماشو سپوږمۍ
زۀ چې درته ګورمه ، چا درته کتلي دي
تۀ چې راته خاندې نن ، چا درته خندلي دي
ما په دې خندا پسې ، څومره ډېر ژړلي دي
ځکه نۀ مړېږمه ، ستا په دې کتو سپوږمۍ
اے د تورو شپو سپوږمۍ ، اے د تماشو سپوږمۍ
ټوله ورځ چې تېره شي ، ستا په انتظار يمه
ستا کښې دے وصال زما ، ځکه امیدوار يمه
ایښے مې په سر وي لاس ، ستا ديد تا تيار يمه
سترګې مې ختلي دي ، ستا تر راختو سپوږمۍ
اے د تورو شپو سپوږمۍ ، اے د تماشو سپوږمۍ
ستا په سر مې اے سپوږمۍ،دومره قسمونه دي
بيا چې ستا د ستوريو،ګوره څومره قطارونه دي
دومره په زړګي زما ، دغه رنګ داغونه دي
واړه مې جوړيږي بس، ستا په دې ليدو سپوږمۍ
اے د تورو شپو سپوږمۍ ، اے د تماشو سپوږمۍ
څۀ دې نن راوړي دي ، زر شه نن رېښتيا وايه
ډېر دې ښۀ راوړي دي ، بيا وايه او بيا وايه
نور هر څۀ پرېږده سپوږمۍ ،بس خو د اشنا وايه
زېرے دې راوړے دے، نن جوړې د ښو سپوږمۍ
اے د تورو شپو سپوږمۍ ، اے د تماشو سپوږمۍ
څۀ به د دې پټ زړګي ، راز درته درښايمه
ډېرې ئې چې وايمه ، څۀ به درته وايمه
څۀ به دغه ستړے ژوند ، نور درته درښايمه
هسې به مې نۀ چوي زړۀ،ډک دے د ګيلو سپوږمۍ
اے د تورو شپو سپوږمۍ،اے د تماشو سپوږمۍ
څومره ډېره تېزه ئې ، لږه په قراره شه
وګوره دلبر ته مې ، تۀ زما دلداره شه
وکړه لږ خاطر زما ، لږه خو ایساره شه
پريوځي خاطر به مې ، ستا په پريوتو سپوږمۍ
اے د تورو شپو سپوږمۍ ،اے د تماشو سپوږمۍ
خاطر اپريدي تش د لفظونو ، قافيو او دريفونو د بندولو شاعري نۀ ده کړے بلکې مقصدي، معياري او په صحيح معنو کښې د وخت او د حالاتو ترجماني ئې کړے ده. هر يو شعر ئې د يو ښۀ مقصد او د يوې سپېځلې جزبې په بنياد تخليق کړے دے. د خپل فن او خداداد صلاحيتونو له وجې به همېشه همېشه د پاره د خلقو په زړونو کښې ژوندے وي.
عشق دې کړمه باد د ګړنګونو په سرونو
پريوتم د لرې وطنونو په سرونو
یو ځلې خـو راشـه اے د چا د ديد بـهـاره
وچ دې کړم د هجر د ښاخونو په سرونو
مات پما نظر کړه چې سپېرسترګي حق حېران شي
دود مې کړه د خپلو محلونو په سرونو
دي مې سوګندونه چې په ژوند به دې پرېنږدم
ستا د عشق منزل د مزلونو په سرونو
درېغه چې دا سـتـا د اننګو خولې هم زۀ وے
پرخې مزې وکړې د ګلونو په سرونو
تور ئې چې د سترګو په کتو کښې کله سپين شول
واورې مجنون خوښې کړے د غرونو په سرونو
سـتـرګـې به زما شـي اخر غـرقې په ژړا کښې
ګـرځي چې کـشتۍ د دریـابونو په سرونو
هـسې هم ايرې يمه د باد سره الوزم
اور مې څله نيسي د زخمونــو په سرونو
ښکلي به سر ټيټ کړي ياره ستا په تصور کښې
ډېر خاطره ستا د غزلونو په سرونو
نوټ:
خو ډېر په افسوس سره دا لنډ شان عرض کول غواړم چې د خاطر اپريدي ړومبے کتاب کوم چې د" منزلونو "په نوم افغانستان کابل کښې د قومونو او قبايلو وزارت د نشراتو او تبليغاتو رياست له خوا د بريالي باجوړي د تدوين او سريزې سره په کال ۱۹۷۶ کښې چاپ شوے او خور شوے دے او دويم " ديوان خاطر "چې په پېښور کښې د ښاغلي مقدر شاه مقدر او د فضل ربي قېس په ترتيب او تدوين سره د پير يعقوب شاه پولیټکل ايجنټ خېبر ايجنسي په مالي مرسته چاپ شوے دے او د تاتره پښتو ادبي جرګې له خوا په مئي ۱۹۸۷ کال کښې خور شوے دے.په دې دواړو چاپ کتابونو کښې لږ نه ډېر زيات فرق ، کمے او نيمګړتياوې موجودې دي او د دې خبرو اقرار دوي پخپله هم کړے دے چې مونږ د خاطر اپريدي کلامونه د مختلفو مجلو ، رېډيو او سندرغاړو نه راټول کړي دي. دغه رنګ نور کتابونه ئې هم چاپ شوي دي لکه "کلام امير حمزه شينواري او ديوان خاطر اپريدي" يا لکه اوس په ۲۰۲۰ کښې اسرار اتل صېب د خاطر کليات چاپ کړے دے. دغه ټول چاپ کتابونه نۀ صرف نيګړي، رېډيو ، مجلو او سندرغاړو نه راټول کړے شوي کلامونه دي بلکې د خاطر اپريدي د زوے د اجازت نه بغېر هم چاپ شوي دي. د خاطر اپريدي هغه کليات کوم چې زما د والد صېب محترم نياز امين نياز اپريدي په ترتيب او تدوين سره چاپ شوے دے مکمل درست کليات دے چې په کښې د خاطر اپريدي ټول کلامونه پوره او سم ليکلې شوي دي خو ولې بيا هم ډېر زيات افسوس کؤم چې دې خلقو دغه کليات هم په قرار پرې نښودۀ او بغېر د خاطر اپريدي د زوے جاويد اپريدے او د ارواښاد نياز امين نياز اپريدي د اجازت نه بغېر ئې هم په سلګونو ځل چاپ کړي دي او په هر ځل ئې ورله د کتاب ټائټل، د کتاب قيمت او د کتاب د معيار کاغز بدل کړے دے.دومره غټ ظلم کوم چې د خاطر اپريدي د کليات سره شوے دے او کېږي روان دے. څۀ اووايم چې د بل کوم پښتون ليکوال کتاب سره شوے وي. بحر حال چې هر څۀ وو خو کم از کم چې د خاطر اپريدي د کليات کوم ايډيشن د مارکيټ نه وتلي دي چې هغې ته ئې خپل يو ايډږشن نمبر خو ورکړے وے. د خاطر اپريدي شخصيت او د دوي ادبي خدمات د مونږه ټولو پښتنو د شريکه سرمايه ده بايد چې هر يو پښتون ملګرے ئې غږ اوچت کړي او د زمه وارو خلقو نه ئې په سختۍ سره پوښتنه وکړي درنښت.
ليکونکے. ډاکټر عاطف پرهر اپريدے بازار زخه خېل خېبر
