اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

خپلواکي

خپلواکي یوازې له بهرني واک، ښکېلاک او زبېښاک څخه خلاصون نه دی، بلکې د خپلې ارادې، خپلې پرېکړې، خپل قانون، خپل برخلیک او د خپلو خلکو د سیاسي، اقتصادي، پوهنیزو، کولتوري او ژبنیو حقونو د خوندي کولو توان هم دی. یانې یو ملت او هېواد باید د خپلې خاورې، ارادې او برخلیک په اړه د بل چا له واک، زور او لاسوهنې پرته خپله پرېکړه وکړي.

خپلواک ملت خپل قوانین او کړنلارې په خپله جوړوي، خپلې ملي چارې په خپله سمبالوي او د خپلو خلکو د ګټو او خوښې (ارادې) پر بنسټ پرېکړې کوي.

د خپلواکو هېوادونو ولسونه او وګړي باید له پوهنیزو (علمي) ، اقتصادي، سیاسي، کلتوري او ژبنیو بندیزونو او محرومیتونو سره مخ نه وي، بلکې د پرمختګ، زده‌کړې، کار، اقتصادي ودې او نورو بنسټیزو اسانتیاوو او فرصتونو څخه برخمن وي.

مطلقه او تړلې خپلواکي

مطلقه خپلواکي هغه حالت ته ویل کېږي چې هر څوک هر څه چې غواړي، هماغسې یې وکړي، پرته له دې چې بل څوک د هغه په چارو کې ګوتې ووهي.

تړلې خپلواکي (ازادي) هغه ځاني واک او توان ته ویل کېږي چې انسان په خپله خوښه کړنه (عمل) وکړي، خو نورو ته تاوان یا زیان ونه رسوي.

د اند څرګندولو/بیان په آزادۍ کې هم باید د نورو خلکو حقونو او آزادۍ ته زیان ونه رسېږي. دا نه یوازې یوه قانوني، بلکې اخلاقي اړتیا هم ده.

آیزایا برلین (Isaiah Berlin) په ۱۹۵۸ کال کې په خپل مشهور اثر Two Concepts of Liberty کې د خپلواکۍ دوه مهم مفهومونه بیانوي: مثبته خپلواکي او منفي خپلواکي.

منفي خپلواکي د بهرني خنډ او لاسوهنې نشتوالی دی، په داسې حال کې چې مثبته خپلواکي د خپل ځان د واکمنېدو او د خپلې ارادې له مخې د ژوند کولو له مفکورې سره تړاو لري.

یو ولس کېدای شي ښکېلاک او استعمار وشړي او له بهرني زور څخه خلاص شي، خو تر هغه چې اغېزمنې ادارې، خپلواک د پرېکړې بنسټونه او د خلکو واقعي سیاسي او اقتصادي ونډه ونه لري، خپلواکي یې بشپړه نه ګڼل کېږي.

ژان ژاک روسو (Jean-Jacques Rousseau) په ۱۷۶۲ کال کې په The Social Contract (ټولنیز تړون) کې آزادي له داسې قانون سره تړي چې انسان پخپله د هغه په جوړولو کې ونډه ولري.

له دې لیدلوري، ریښتینې خپلواکي هغه ده چې انسان د پردۍ خوښې او ارادې منونکی (تابع) نه وي، بلکې په ګډه خپله اراده او قانون او کړنلاره جوړه کړي.

امانویل کانټ (Immanuel Kant) خپلواکي د اتونومي (Autonomie) په مانا کاروي؛ یانې انسان د خپل عقل او ارادې پر بنسټ د ځان لپاره اصول او کړنلارې ټاکي.

د بل چا د خوښې او ارادې منل (تابع کېدل) بیا هېترونومي (Heteronomie) بلل کېږي.

جان سټوارټ مېل (John Stuart Mill) په ۱۸۵۹ کال کې په On Liberty کې د فرد د خپلواکۍ په اړه د «زیان اصل» مطرح کوي. د هغه له نظره، د یوه انسان پر خپلواکۍ (آزادۍ) هغه مهال بندېز (محدودیت) لګېدای شي چې د هغه کړنې نورو ته زیان ورسوي.

امرتیا سین (Amartya Sen) په ۱۹۹۹ کال کې په Development as Freedom کې خپلواکي (آزادي) یوازې یو حقوقي حالت نه ګڼي، بلکې د انسان د د پېښې (واقعي) وړتیاوو مسئله یې بولي.

د هغه له نظره، هغه څوک چې د لوږې، ناپوهۍ او بېوزلۍ له امله له واقعي انتخابونو بې برخې وي، کېدای شي په قانون کې خپلواک (آزاد) وي، خو په عملي ژوند کې یې د ټاکنې (انتخاب) او پرېکړې وړتیا تړلې (محدوده) وي.

د بشري حقونو نړیواله اعلامیې (Universal Declaration of Human Rights) پریکړه په ۱۹۴۸ کال کې شوې ده.

د دې پرېکړې (اعلامیې) په لومړۍ ماده کې راغلي چې ټول انسانان آزاد او د کرامت او حقونو له پلوه برابر زېږېدلي دي. درېیمه ماده بیا د ژوند، خپلواکۍ (آزادۍ) او ځاني (شخصي) امنیت حق بیانوي.

خپلواکۍ ډېر ډولونه لري، چې ډېر کتابونه پرې لیکل شوي دي.

1. سیاسي خپلواکي

2. ځمکنۍ او ملي بشپړتیا

3. اقتصادي خپلواکي

4. پوځي خپلواکي

5. کولتوري خپلواکي

6. ژبنۍ خپلواکي

7. د فکر او اند خپلواکي

8. مذهبي خپلواکي

9. د جامو اغوستلو خپلواکي

10. د بډاینې خپلواکي

11. علمي خپلواکي

12. د ټولټاکنو او هوډ ورکونې خپلواکي

13. ټولنیزه خپلواکي

14. جنسي خپلواکي

15. د زده‌کړې او پوهې (تعلیم) خپلواکي

16. توکمي او ملیتي خپلواکي

17. د ګروه (عقیدې) خپلواکي

18. قومي او ټبریزې خپلواکي

19. مدني خپلواکي

20. د بیان خپلواکي

21. د رسنیو او مطبوعاتو خپلواکي

22. د قدرت د انتقال خپلواکي

23. د لاریون کولو خپلواکي

24. د وصیت کولو خپلواکي

25. له نظامي اشغال او استعمار څخه خپلواکي

26. د هنر د تولید خپلواکي

او ګڼشمیر نور…….

(نصیر ستوری)

سرچینې

1. Isaiah Berlin, Two Concepts of Liberty, 1958.

2. Jean-Jacques Rousseau, Du contrat social (The Social Contract), 1762.

3. Immanuel Kant, Groundwork of the Metaphysics of Morals, 1785 — د Autonomy/Heteronomy

4. John Stuart Mill, On Liberty, 1859.

5. Amartya Sen, Development as Freedom, 1999.

6. United Nations, Universal Declaration of Human Rights, 1948.

7.https://www.pashtoonkhwa.com/?page=eng&cnt=3243

8. https://pashtoonkhwa.com/index.php?page=eng&cnt=4056

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←