ژبلاریزو ستونزو پیلیادونه
د پښتو و ژبلاریزو ستونځوبیو ته پیلیادونه:
هیله ده چې دا ستونځوبي به مو له ستونځو سره مخامخ نه کړي.
دا لیکنه پر درې برخو باندې وېشو او څېړو:
۱ – اړیکنیووني. د لیکنې بنسټیزه موخه
۲- خویوییونه
۳- ناسمې لیکنې
و ۱ ته--- دا لومړی موضوع مې نږدې درېواره لیکلې ده، د ښه روښانونې لپاره مې یې پوره ښوونیزې هلې ځلي کړي، نو هره بل ډول اند لرنه او ګوتهنیونه هم باید پوهنیزه روښانه ورکړ شوې وي. هیله او هیله مې ده، چې ستړي به نه شی.
-- د پښتو ژبلارې پر ستونځو او اوبيو باندې یا د پښتو پر ژبلاریزوو ستونځوبیو باندې د سم لیکلو لپاره باید پر دې لاندې باندې پوه شو یا پوه وو.
-- پوهېږم، چې د ما دا لیکنه یالیکنې ښې پېچلې دي، ځکه چی
– د ژبلار له مخې څخه د موږ و لوستونکو ته بېخي نابلدې دي او
– لیکنې مې پر پښتوباندې دي، چې له هغې سره هم نابلد یو.
- د پښتو سم لیکلو پر هکله باندې چې هرڅومره فکر کوم، اړیکنیوونکي دي، چې باید ورباندې پوه وو. موږ یې په انګرېزې کښې کېزcase یا کاز او په الماني کښې کازوس Kasus لرو، چې د پښتو زر پوهوړ نومونه یې اړېکنیوونګي بللی شو، چې له پېژند څخه به یې روښانه شي. په دې هکله مې ډېرې لیکنې او روښانونې لیکلي او خورې کړي.
دا په رښتیا چې په پښتو کښې یوه پېچلې څېړنه ده، چې په ځانګړې توګه د ما په اخرني د ژبپوهنې کتاب کښې روښانه دي، ځو زه به بیا هم یوه د نورې روښانونې هڅه وکړم.
زه لوړه کوم، چې د ما موخه و چا ته، دا په دې پوهېدنه، چې نه پخوانیو استادانو او نه و ځوانو استادانو ته پرته له ستایېنو څخه بل څه نه ده، خو د دې ستونځوبیو لپاره د موږ د زبې د رسمیت او په دولتي څلوردېوالی کښې څه نه دی شوي. نور په دې څه نه غږېږم، راځم و خپلې مخې ته.
پښتو په رښتیا ډېرې ځانګړنې لري او که غواړۍ ژبلاریزه پېچلې ژبه ده.
موږ په اړیکټینګوونو یا اړیکنیوونکو کښې لاندې ژبنیزو ډلو و کارولو ته اړ یو:
– مورفېمونه چې پوهنوړونکي دي او دا دي: د، له، په، پر، و، تر.
یادونه: ا- دا مورفېمونه، چې موږ هر ډول بللي وي، هغه یې ناسمه بنه ده او
-- ځنې پښتو پوهان دا وستربلونه، که اوستربلونه- چې زه په رښتیا نه ورباندې پوهېږم، بولي،خو پښتو مخځاینیوي یا مخ اړیکويیونه نه لري.
مشوره: دا پېژندونه به تل په یاد لرو.
-Morphem مورفېم( روښانونه)
„
مورفېم:
- د یوې ژبې کوچنی پوهنوړونکی یووالی مورفېم بللکیږي.
- د بېلابېلو مورفېمونو د ګډوله لیکنو څخه وییونه جوړېږي.
- مورفېم د ژبپوهنې یوه غوره کلمه ده او د مورفولوژي( د وییونو د جوړښت او بڼې پوهنه) جوړښتبرخه ده. دا کلمه د زړې یوناني له morphē (مورف= بڼې) څخه رابېله شوې ده.
موږ په پښتو کښې دا پوهنوړوني مورفېمونه لرو: د، له، په، پر، تر، و، لرو. دا هم په پام کښې نیسو.
- یادونه: د دې دنده به په کاز یا اړیکنیوونکو کښې ښه روښانه شي او دا دې هم په ګوته وي، لکه څنګه یې چې د موږ ژبپوهان بولې، پرېپوزېشینونه نه دی او نه یې دنده لرودی شي.
په نورو ژبوکښې دا هم ( لکه پوستپوزېشن،لاندې و ګورۍ) پرېپوزېشن هم یو روښانه پېژند لري او دغه د پوشستپوزېشن مخامخ پېژند دی، په دې پوهېدنه چې دا مخ اړیکوی دی، خو موږ یې په پښتو کښې نه لرو. کله یې د ما پورې دا هم د څرکوم پوزېشن لومړي برخه بولو – ما د ما د مخهیکو کښې همداسې ناسمه لیکلې ـ ، چې دا یوازې دا موږ په ګوته کړي مورفېمونه دې، د همدې دندې سره او بس.
– اړیکوییونه:
پسېځاینیوPostposition، چې موږ یې د دندې له مخې اړیکوییونه بولو، دي:
--- لپاره لخوا، مخامخ، د خاوندوالي اړیکویونه دي او
– څخه، سره، کره، پسې، باندې، کښې، پورې، ته، د داتیو – اړیکوییونو کښې راځي
یادونه: دا به اړیکټینګوونې کښې ښه روښانه کړو یا به اړیکټینګوونه ورسره ښه روښانه کړو.
- پښتو یوه اېرګاتیو ژبه ده:
دا لاندې د پښتو بله ځانګړنه ده.
دا په دې پوهېدنه، چې پښتو نومیناتیو یا نومیزه او اکوزاتیو ژبه نه ده لکه الماني، چې نومیناتیو او اکوزاتیو ژبه ده.
- موږ په پښو کښې دوه ډوله نومځاینیوي لرو:
دا یې هم د ما په ګومان یوه بله ځانګړنه ده، چې له دې سره به اړیکنیوونکي ښه روښانه شي.
-- ځانیزنومخاینیوي، زه،ما، ته، تا، هغهء، هغه( یوګڼ)، موږ، تاسو هغوي( ډېرګڼ)
-- کلیتیکي – یا تکیه-اړ نومخآینیو، چې:
-- پروکلیتیکي- یا پسې تکیه-اړ نومځاینیو: مې، مو،دې، یې او
-- اینکلیتیکي یا مختکیه-اړ نومځاینیوي دي، لکه: را،در، ور.
یادونه: و دې اینکلیتیکې نومځاینیوو ته لوریز تکیه-اړ نومځاینیوي هم وایي.
۱ - Kasus; case اړیکنیووني یا اړیکټینګووني:
پېژند: پېژند یې په تکرار کښې راغلی
پښتو دوه اړیکنیونکی لري: رېکتوس (کړونی اړیکنیووني) او اوبلیکوس ( نه کړونی اړیکنیوونی)
د دې اړیکنیوونکو روښانه-ونه د ځانیزو نومځاینیو او کلیتیکي نومځاینیو سره په همدې یوه لیکنه کوو:
لومړی–کړونی اړیکنیونی: زه ځم، ته ځې، هغه ځي. دلته مختکیه اړ نومځاینیوي راځم، ورځې. درځي.
خو لومړی۱ سره بیا راځي: ما وواهه. و مې واهه. تا وواهه. ودې واهه. له دې سره پسې ټکیه-اړ نومځاینیوي راځي.غزوم یې نه
دویم- نه کړونی اړیکنیوونی:
دا درې دي:
دویم۱۱ – نه کړونی اړیکنیوونکی: د اوس مهال لپاره: ما وهي. وهي مې. تا وهې. وهي دي. هغه وهي. وهي یې. ...
خو دویم ۱۲ : د اوسمال لپاره زه ووهلم. ویې وهلم.ته ووهلې. و یې هلې هغه وواهه. و یې واهه.
دا دې په یاد ولرو، چې په نه کړوني اړیکنیوونو کښې د اوس مهال لپاره ما او د تېرمهال لپاره زه کارول کیږ.
دویم ۲ : د خاوندوالي اړیکنیوونکی: په دې اړیکنیوونکي کښې یو څه یا څوک د یوڅه خاوند دی. ،، د ،، د خاوندوالي مورفېم هم، خپلواکه پوهېدنه نه لرې او له نوم یانومځاینیوي سره هغه د کړونو نومځاینیوو پوهېدنه په نه کړونو بدلوي.
بېلګې: د ما کور(کور مې په کابل کښې دی ). د تا خولۍ (خولۍ دې تور رنګ لري). د هغه ځوي ( ځوی یې ځوان دی) او نور.
یادونه: ولې مې د دې اړیکنیوي سره له کلیتیکي نومځانیوو سره یوبل څه هم ولیکل. دا ځکه چې دا په نور اړیکنیوونکو کښې هم همداسې راځي، لکه کتاب مې واخست.
دویم ۳ : دا د الماني و دا تیو اړیکنیوونکو ته ورته دی او ما د پسېځاینیوو اړیکنیونی یا اړیکټېګوونی بللی، چې همداسې دی هم. نوم ته یې بیا هم پام باید په ګډه وشي:
اړیکنیووني د اینکلیتیکي – او پروکلیتیکي ڼومځاینیوو سره:
پروکلیتیکي:
لومړی: کتاب مې-، دې -، یې واخست
دویم ۱ : سپین مې وهي
دویم ۲ : سپین مې ورور دی.
اړیکنیوونی د اینکلیتیکي نومځاینیوو سره
لومړی: را، در، ور. راځه.... له دې امله دا لوریر نومځاینیو هم بلل کیږي.
دویم ۳ ـ را(، در، ور) څخه( سره، کره، پسې، باندې، کښې، پورې)
له دې امله مې دا د اړیکوییونو اړیکنیوونی هم بللی یا بولم.
دا اوس په اینکلیتیکی او پروکلیتیکي یا پسې تکیه-اړ او مختکیه اړ نومځاینیوي
یادونه: په پښتو کې د موږ ستونځې ټولې همدلته دي، چې پرې غږېدلي یو:
بېلګې:
۱ –زه له هغه څخه ( سره،کره، پسې...) لاړم.
۱۱- زه ور څخه( سره، کره، پسې)
لرو: له هغه = ور
۲ - تر کابل پورې. ور پورې. تر کابل = ور
۳ –زه نن په کور کښې یم. په کور کښې. زه نن ور کښې یم. په کور= ور
۴ –کتاب پر مېز باندې پروت دی. کتاب ور باندې پروت دی. پر مېز= ور
۵ – پر ما پورې. راپورې. پر ما =را
۶ – و سپین ته. ما و سپین ته وویل. ور ته وویل. و سپین = ور
بیا لنډ: (له ما، له تا، له هغه...تر ما...، پرما...و،.. ) = ( را، در، ور).
له دې سره مو دا وښوول چې: له، تر، پر، و، په.... بل څه نه دي پرته له مورفېمونو څخه، چې د نوموییونو یا و یو بل څه ته پوهېدنه وړي، چې اړیکنیوونو سره سمه پوهېدنه ولري.
د پښتو په زیاتو ادبیاتو کښې لولو، چې په پښتو کښې، په ځانګړې توګه اړیکوییونه نه لیکل کیږي یا پرېښوولکیږي یا ور څخه تېریږي
( زه یې په رښتی درته وایم، چې پر ،،حذف،، باندې نه پوهېږم، چې څه ته به وایي، خو دومره پوهېږم، چې یو څه دا د ما له لیکلو څه څخه به وي. بخښنه دې وي)
( ډاکتر ماخان "میږی" شېنواری)
Dr. Makhan Shinwari
