اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

دپښتنو ټولنیز ولسو لیز ګوند د مبارکۍ پیغام

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party (PSDP) ویاړی چی د هیواد دننه او بهر په ولسی کچه د پښتنو ځوان کول د خپل ذهن او فیزیکی انرژۍ اوهمدا راز د خپلی شتمنۍ یوه درنه برخه د خپلې ژبې او کولتورد پرمختیا او خدمت لپاره بیله کړی ده، چې پدی لړکې ځوان ، زړور او مبارز پښتو پال ښاغلی عبدالله احسان د پښتو ژبې او پښتنی کولتور د پرمختیا، لوړتیا ،بډاينی او په نړیوال کچ د سیالۍ په لاره کې د انټرنټ پر مخ دلر او بر انټرنیټی دیری بنسټ کیښود چې د پښتنو دبیا یووالی اونزدی والی لپاره اوچت ګام دی چې د پوره قدردانی وړ دی .
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ( PSDP) دلر او بر افغانستان ویب پاڼه د ویشلی پښتون قام دیوالی او نزدی والی لپاره یو نیک فال ګڼی او د ښاغلی عبدالله احسان او ددی دیری نورو ملګرو هلې ځلې او ګټور کار چې د پښتون/افغان قامی وحدت او د پښتو ژبې او کولتور د بډاینی لپاره یی کوی ستایی ،مبارکی ورته وایی ، درناوی او ملاتړ یی کوی دپښتو پښتونولۍ په لار کی ددوی د لا بریاو په هیله.


په درناوی
عزیز سرشار
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ( PSDP) دخپرونو چارو مشر

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←