کابل کی پنځه بشپړپښتو ښوونځى جوړ شوى دى
30.10.2007 کابل : د پو هنى وزير ښاغلی محمدحنيف اتمر په يوه خبر ى کنفرا نس کى وويل چی د هيواد اساسى قا نون په ښوونځيو کى په مور نى ژبى زده کړى ته مشرو عيت ورکړى دى . چى په ښوونځيو کى په پښتو ژبه لوست به دهغه چا لپاره وى چى په خپله خو ښه غواړى په پښتو ژبه زده کړه و کړى.
ښاغلی اتمر وويل چى دوى په پارلمان کى د خلکو د استا زو په غو ښتنه په دغه شان اقدا م لاس پورى کړى دى. ده وویل د شاه شهيد ، کلاى زمانخان، داحمدشاه بابا په پرو ژه ، نوى کارته ، او په ودت خيلو کى پنځه بشپړ ښوونځى او نهه ګډ ښوونځى جوړ شوى دى. تر څو هغو کسا نو ته چى په در ى ژبه زده کړه نه شى کولاى په پښتو ژبه لوست ور کړى شى . دپو هنى وزير دغه را ز وويل چى په پښتو ژبه لوست له تيرو وختو نو څخه په هيواد کى معمول دى ، چی خوشحال خا ن اود رحمان بابا ليسی یی بیلګی دی. ده دهغه رپوټ خپر ول چى دنظر خا وندا نو په هغه کى دپو هنى وزارت د پرو ګرا م په باب خبرى کو لى له دى ا مله چى دپو هنى استا زى پکى ګډون نه درلود غير مسو لا نه و بلل.
