اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

پاکستان کې بېړنى حالت اعلان شو

03.11.2007 په پاکستان کې دولتي تلوېزيون ويلي چې ولسمشر جنرال پروېز مشرف بېړنى حالت اعلان کړى دى. د خصوصي تلوېزيونونو خپرونې له دغۀ اعلانه لږ مخکې بندې شوې دي. جيو تلوېزيون او ډان ورځپاڼې لا له مخکې نن د سرچينو له خولې ويلي و چې ښاغلي مشرف د بېړني حالت تابيا کړې ده عيني شاهدانو وويل چې د دولتي راډيو او تلوېزيون د ننه هم نيمه پوځي ځواکونه ځاى پر ځاى شوي دي. راپورونه وايي گرځنده او مزي لرونکي ټيليفونونه په اسلام اباد کې له کاره لوېدلي دي
ځينې راپورونه وايي په بېړني حالت کې ښايي اساسي قانون هم وځنډول شي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←