اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د ثور پاڅون، د کې جې بې دسيسې او شوروي يرغل

د کتاب نوم: د ثور پاڅون، د کې جې بې دسيسې او شوروي يرغل
ليکوال: محمد اقبال وزيري
خپرندوى: د پښتونخوا د پوهنې دېره_ پېښور
مخونه: 258
د ليکنې ځاى: د هالنډ دوردرېخت ښار
د افغانستان دې څو لسيزو زړه بوږنوونکيو پېښو نه يوازې د افغانانو سرنوشت بدل کړ؛ بلکې په نړۍ کې يې هم يو شمېر ناشوني بدلونونه شوني کړل، چې ژوندۍ بېلګه يې د شوروي اتحاد ماتېدل وو.
د افغانستان پر دغه دېرش کلن ناورين باندې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر ډېرو ليکوالو په دې پار ليکنې وکړې، چې ددغې دورې تاريخي پېښې هېوادوالو او بهرنيانو ته روښانه کړي. د محمد اقبال وزيري دا ليکنه هم د همدې لړۍ يوه کړۍ ده.
محمد اقبال وزيري په سهيلي وزيرستان کې زېږېدلى، د خوشال خان له لېسې څخه له فارغېدو وروسته د کابل پوهنتون په طب پوهنځي کې شامل شوى او ورپسې د لوړو زده کړو لپاره مسکو ته تللى او هلته يې د مسکو د دولتي پوهنتون د فيلولوژۍ په څانګه کې د ماسټرۍ ديپلوم تر لاسه کړى. هېواد ته له ستنېدو وروسته يې د پوليتخنيک په انسټيټيوټ کې د روسي ژبې د استاد په توګه دنده ترسره کړې.
محمد اقبال وزيري د محمد داود د حکومت په وخت کې د سياسي فعاليت له کبله بندي شو، چې د ثور له انقلاب وروسته د دهمزنګ له زندانه خوشې او د افغانستان د وسله وال پوځ د سياسي چارو د عمومي رئيس په توګه وټاکل شو. پر افغانستان باندې د سره ښکېلاک له يرغل سره جوخت د څرخي پله په زندان کې لس کاله او درې مياشتې بندي شو. نوموړى اوس د هالنډ په دوردريخت ښار کې اوسېږي.
"د ثور پاڅون، د کې جې بې دسيسې او شوروي يرغل" د لومړي افغان دولت بنسټ اېښودونکي، ملي لارښود ميرويس نيکه اروا ته ډالۍ شوى.
په کتاب کې د ليکوال په يادونه پسې د پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ سريزه او ورپسې ليکوال خپلې خبرې پيل کړې.
پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ پخپله سريزه کې ددې کتاب په اړه ليکلي، چې دغه ليکنه دوه برخې لري، لومړۍ برخه يې د ليکوال د ژوند د لومړيو وختو، زده کړو، ګوندي فعاليتونو او د دهمزنګ په زندان کې د بنديتوب او دويمه برخه يې د هېواد سياسي تاريخ ته ځانګړې شوې.
کتاب په کابل او مسکو کې د ليکوال له زده کړو پيل شوى او د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ تر پايه پورې پېښې پکې رانغاړل شوې، چې ډېرى برخه يې د ليکوال سترګو ليدلې پېښې دي.
د کتاب په لومړي څپرکي کې په کابل او مسکو کې د ليکوال زده کړې، په مسکو کې ګوندي فعاليت، شوروي اتحاد ته د نور محمد تره کي لومړى سفر، د مسکو ګوندي سازمان، په دوهم څپرکي کې د محمد داود کودتا، په کابل کې ګوندي فعاليت، په پوځ کې ګوندي جلب او جذب، د دهمزنګ په زندان کې د ليکوال بندي کېدل، د کې جي بي په دستور د پرچميانو له خوا د د داود پر ضد د کودتا وړانديز، د مير اکبر خيبر ترور، په درېيم څپرکي کې د ثور انقلاب څنګه ترسره شو؟، د نور محمد تره کي واکمني، ليکوال د وسله وال پوځ د سياسي چارو د سروال په توګه، د شورويانو د وينا او عمل تر منځ تضاد، د دولتي بيرغ هسکول، شوروي اتحاد ته د لوړ رتبه پلاوي رسمي سفر، په څلورم څپرکي کې د ثور انقلاب او د کې جي بي دسيسې، د هرات پېښه، د اسمار د غونډ پېښه، هاوانا ته د نور محمد تره کي سفر، په مسکو کې له برېژنيف سره د تره کي ليدنه کنه، د کې جي بي دسيسه، د تره کي او امين مقابله او د تره کي پاى، په پېنځم څپرکي کې د حفيظ الله امين واکمني، د امين پر ضد د کې جي بي ناکامه کودتا، شوروي مشاوران، خلقيان او پرچميان، پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد وسله وال يرغل، په شپږم څپرکي کې د جدي په شپرمه زما ليدنې کتنې، د ببرک کارمل واکمني، د څرخي پله زندان، په زندان کې پايوازي، په اووم څپرکي کې د ډاکتر نجيب الله واکمني، د تڼي و ګلبدين کودتا، د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ پاى او د شوروي يرغل د پايلې تاريخي پېښې په ښه ډول روښانه شوې.
ليکوال د کتاب په دويم چاپ کې د پېښو، نېټو، نومونو او نورو سمونو، کمونو او زياتونو لپاره د لوستونکيو وړانديزونو ته هرکلى ويلى. د تاريخ مينه والو لوستوال دې د افغانستان له تېرې دېرش کلنې دورې څخه د ځانخبرونې په پار دغه ګټور تاريخي اثر هرومرو ولولي. د ټول افغان نه په مننه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←