د ارواښاد ډاکټر ګرديوال په مړينه د تسليت پيغام
په ډيره خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ چې ډاکټر صاحب شير افضل ګرديوال له دې نړۍ سترګې پټې کړې٠
ارواښاد ډاکټر ګرديوال يوه ملې پانګه وه چې د هغه مړينه نه يواځې د ګران هيواد لپاره دردونکې ده بلکه په اوسنې وخت کې د علم په ډګر کې يو لوی تاوان دې٠
زه په خپل وار سره د ارواښاد ډاکټر صاحب کورنۍ ته د تسليت پيغام وړاندې کوم او د هغې کورنۍ سره د غم په ټغر ځان ناست بولم او د پاک څښتن تعالی په دربار کې هغه ته د بخښنې لپاره د دعا لاسونه لپه کوم٠
اروا يې ښاده او ياد يې تازه وسه٠
ډاکټر احمد احسان زمانې
زيوريخ، سويس
د بينوا په مننه
Special Thanks to Benawa
