اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

په ډنمارک کې د افغانستان او ډنمارک د فرهنګي خدمتونو مرکز

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کو چې د ګران هېواړ افغانستان یو تن مطرح علمي او فرهنګي شخصیت ارواښاد ډاګټر شېر افضل ګردېوال په حق رسېدلی
( لوی خداې دې ښه جنتونه ور په برخه کړي )
خدای بښلي ډاکټر ګردېوال هم دننه په هېواد او هم له هېواد نه د باندې د خپل ټول عمر یوه زیاته برخه د افغانستان د پرمختګ ، د افغانانو د ملي او تاریخي هویت د خوندې ساتلو او پیوستون په لاره کې تېره کړه .هغه په سرلوړۍ ژوند وکړ او په نېکنامۍ یې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
په ډنمارک کې د افغانستان او ډنمارک د فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) اداره او غړي ، دغه راز ټول هغه کسان چې له ارواښاد ګردېوال سره پېژندګلو لري د نوموړي ناڅاپي مړینه د افغانستان خلکو ته یو ضایعه ګڼي او په دې توګه د ډاکټر ګردېوال له قدرمنې کورنۍ او دوستانو سره په دغه غم کې ځان شریک ګڼي او دوي ته د تسلیت ژور مراتب وړاندې کوو .
په درنښت
یوسف هېواددوست – د کوپنهاګن ښار

د بينوا په مننه Special Thanks to Benawa

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←