اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

دافغان ساينس پوهانوټولنې د خواشينۍ پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په پښتواوپښتونولۍ مين اودلراوبرافغانستان نامتو علمي او فرهنگي شخصیت ارواښاد ډاکتر شېر افضل گرديوال په حق ورسيد.


( انا الله وانا اليه راجعون)

زه پخپله دخدای بښلي ډاکتر شېر افضل گرديوال په مړينه ديوه مسلکي کارپوه اوښخصي ملگري په صفت او دافغان ساينس پوهانوټولنې په استازيتوب سره ژوره خواښيني څرګندوم .
ارواښاد ډاکتر گرديوال يوه ملې ولسي پانگه وه چې د هغه مړينه نه يواځې د گران هيواد لپاره دردونکې ده بلکه په اوسنې وخت کې د ساينس اوعلم په ډگر کې پښتون قام ته هم لويه ضايعه بولم .
زه په خپل وار سره د ارواښاد ډاکتر صاحب خپلوانواو دوستانو ته د تسليت پيغام وړاندې کوم او د لوی خدای له درباره هغه ارواښاد ته جنتونه او درنو کورنیو ته د زړه صبرغواړم.
دافغان ساينس پوهانوټولنه ،له کورنۍ او دوستانو سره په دغه غم کې ځان شريک گڼي .

(اروا يې ښاده او ياد يې تل پاتې وي)
(په درناوی)

پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ
په جرمني کې دافغان ساينس پوهانوټولنې دمشرتابه غړی
نيټه : ٢٨-١١-٢٠٠٧

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←