اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د پښتون/افغان قامی وحدت دکاروان یو بل ګل هم ورژيد.(خان لالا محمدافضل خان )

په ډیره خواشينۍ سره خبر شوم چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) دمشرتابه دفتر مشر او د پښتون قامی وحدت د کاروان لاروی، ډاکتر شیرافضل ګردیوال لدی فانی نړۍ څخه په 24.11.2007 نېټه په جرمنی کی د ابدی دنيا په لوری د تل لپاره وکوچيد.
انالیه وانالله راجعون
ارواښاد ډاکتر شیرافضل ګردیوال پښتو او پښتونولۍ سره بې کچه مینه درلوده او دپښتني نړۍ یوتکړه او روڼ انده هستۍ وه، چی د پښتون/افغان قامی وحدت په ډګر کی یی خپله میړانه څرګنده کړی او دپښتنو دبیدارولو او پوهولو په لاره کی یی په بی ساری ډول هلی ځلی کړی دی. دنوموړي مړينه دهيواداوسيمې سياسي بهير او پښتون اولس ته يو ستر تاوان دی .
زه دهغه دکورنۍ ،دوستانو،ملګرو او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره دهغه دمړينې په غم کې ځان شريک ګڼم اود ارواښاد ډاکتر شیرافضل ګردیوال لپاره دلوی څښتن له درباره دمغفرت غوښتنه کوم . روح دی ښاد وی٠


محمدافضل خان
د عوامی نشنل ګوند مشر
درشخیله ـــ سوات

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←