اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د ملنګ جان پنځوسم تلين ونمانځل شو

په بلجیم کې دافغانانو کلتوری ټولنه (کلتوری بهیر)دهیوادد نومیالی ،ملی او ولسی شاعر خدایبخښلی ملنګ جان پنځوسم تلین د روان 2007 کا ل دډسمبر دمیاشتې په 29مه نېټه ددغه هېواد په پلازمېنه ، دبروسل په ښار کې د يوې درنې غونډي په ترڅ کي ونمانځه .
په دې غونډه کي د اروپا له يو شمېر هيوادونو څخه ليکوالو ، پوهانو او د ارواښاد ملنګ جان مينه والو له خوا مقالې ، ويناوي او د بېلابېلو کلتوري ټولنو او اشخاصو پيغامونه واورول شول .
غونډي ته سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار له افغانستانه د ټيلفون پر کرښه خپله ارزښتناکه وينا هم واوروله .
نوموړي غونډي درې برخي لرلې چي لومړی يې د پيغامونو او مقالو ، دوهمه برخه يې مشاعره او دريمه يې د ټنګ ټکور برخه وه .
ددې غونډي بشپړ راپور او انځوريز البم له ويډيوي تصويرونو سره ډير ژر له لراوبر ويبپاڼي خپرېږي .

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←