اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

دښځو وزارت نوي پروګرامونه اعلان کړ

05.01.2008 کابل: د افغانستان د ښځو دچارو وزارت په هيواد کې د ميرمنو په وړاندې د زورزياتي د مخنيوي لپاره د دوو نويو پروګرامونو د پيل اعلان وکړ.
دغه پرواګرامونه په کورنۍ کې د ژوند د لارو چارو، د کار د ويش او د ماشومانو د روزنې لارې چارې په ګوته کوي. هڅه داده چې خلکو ته د ښځو په وړاندې د زورزياتي د مخنيوي په برخه کې د قانوني چلند په اړه پوهاوى ورکړل شي.
افغان حکومت وايي په ټولنه کې ددغو پرواګرامونو د پلي کولو لپاره به د ديني علماو اغېز وکاروي. ياد شوي پروګرامونه چې د څو نړيوالو مرستندويه ټولنو په مټ د افغان حکومت له خوا پيل کېږي په بيلابيلو ولايتونو کې به د رسنيو، د جوماتونو د ملايانو او د تبليغاتي پاڼو په مرسته تر سره شي.
دغه پروګرامونه د(( نېکمرغه کورنۍ، نېکبخته ټولنه)) او ((له ښځو سره د چلند په برخه کې د قانون د ونډې)) په نومونو يادېږي .
د ښځود چارو دوزارت چارواکي وايي دغه پروګرامونه به د لارښودو کتابونو، تبليغاتي پاڼو، راډيويي ډرامو، ټلويزيوني پيغامونو او د قضايي ټولنو په مرسته تر سره شي.
د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر وويل:
(خوشاله يم چې نن ددغو پروګرامونو په پيلولو سره د ښځو په وړاندې د زورزياتى په مخنيوي کې يو بل مثبت ګام اخلو.
هيله لرم چې ياد شوي پروګرامونه به د خلکو د پوهاوي په برخه کې د پام وړ رول ولوبوي او موږ به خپل اصلي هدف ته چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د زورزياتى مخنيوى دى ورسوي).
د طالبانو له ماتې وروسته د افغانستان قوانينو ښځو ته په ټولنيزو، اقتصادي او سياسي چارو کې د برابرو حقونو ورکړه تضمين کړه او دې کار ښځو ته دا لاره اواره کړه چې په يادو شويو برخو کې فعاليتونه پيل کړي.
خوله دې سره سره د ښځو له حقونو څخه د دفاع ټولنې وايي چې ددې هيواد په ډېرى سيمو کې ميرمنې او ددوى ماشومان په ډېرېدونکي ډول له زورزياتي سره مخامخ دي (بـی بـی سـی).

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←