دپښتنوپه وسائلو دپنجابيانو قبضه ده
13.01.2008،چارسده: دقومى اسمبلۍ لپاره داوومې حوضې کانديد او دعوامى نيشنل پارټۍ مشر سینیټراسفنديارولي خان وئيلي دي چې زمونږ په وسائلوپنجابيانو قبضه کړيده دپښتونخوا وسائل دې دپښتون قوم ته ورکړي شى. القاعده اوطالبان دپښتنې ټولنې پيدائيښت نه دى دا داسټبليشمنټ پيدايښت دى داخبرې اسفنديارولي خان يوې انتخاباتي غونډې ته دوينا په وخت وکړې او زياته يې کړه چې پښتون په خپله خاوره کښې جنګ نه بلکې امن غواړى ،پښتون قوم غواړي چې په لاس کې دکارتوس او کلاشنکوف په ځاې قلم وي ،خو اوس ورته کارتوس او کلاشنکوف ورکړي شوي دي عوامى نيشنل پارټۍ واحد ګوند دى چې دامن لپاره او دپښتون قوم دحقوقو لپاره جنګ کوي
د بینوا ویبپاڼی په مننه
