اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

په ټولټاکنو کې برخه مه اخلۍ

( ټول افغان): :30Jan.2008د پښتونخوا ملي عوامي ګوند رهبر او په پاکستان کې د ټولو دیموکراتو ګوندونو د غورځنګ (APDM) مشر محمود خان اچکزي په خلکو غږ وکړ چې په راتلونکو ټولټاکنو کې برخه وانخلي. نوموړي دا غوښتنه د دوه نۍ په ورځ (۲۸جنورۍ۲۰۰۸) د مردان د تخت بايي سیمه کې د ټولو دیموکراتو ګوندونو د غورځنګ یوې سترې غونډې ته د وینا په مهال وکړه.
محمود خان وویل چې راتلونکي ټولټاکنې غیر اییني (د اساسي قانون خلاف) دي او په ازاد چاپیریال کې نه ترسره کېږي.
محمود خان د شهید عبدالصمد خان زوی دی. د شلمې پېړۍ په اویایمې لسېزي کې د خپل پلار د شهادت څخه وروسته د ګوند مشر شویدی او لا تر اوسه د خپل پلار په څېر د خپل ولس د واک، اختیار، او حقوقو لاس ته راوړلو دپاره هڅې کوي.
له بله پلوه په پاکستان کې د پښتنو بل لوی ګوند (عوامي ملي ګوند یا عوامي نشنل پارټي) په راتلونکو ټولټاکنو کې د ګډون فیصله کړېده. د خدای بښلي خان عبدالغفار خان د لمسي اسفندیار ولي خان په مشرۍ دا ګوند هېله مند دی چې که چېرته ازادې ټولټاکنې وشي نو د پښتونخوا په بیلا بېلو سیمو کې به ډېرې څوکۍ وګټي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←