اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د محمدظاهربابري سره دخواخوږۍ څرګندونه

په ډیره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دپېښور په کونصلګرۍ کښې دکولتوري چارو دمشر ښاغلی محمدظاهربابري پلار حاجي محمد هاشم خان په پېښور کښې دورپېښې ناروغۍ له لامله له دی فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې .
انا لله و انا اليه راجعون
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP ، ښاغلی محمدظاهربابري ته د لوی خدای له درباره دصبر ، زغم او ارواښادحاجي محمد هاشم خان ته د جنت فردوس غوښتنه کوی او له درنی کورنۍ ، دوستانو او ملګرو سره یی په دغه غم کې ځان شريک ګڼي .اروا دی ښاده وی.

په درناوي
نصیر ستوری
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د مشرتابه دفتر مرستیال

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←