اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د ملګري ليکوال کوټي غونډه وشوه

03.02.2008
د پښتونخوا په مرکزي ښار کوټه کې د ملګري ليکوال کوټي غونډه جوړه شوه
د جعمې په ورځ د فروري د مياشتي په لومړۍ نېټه په کوټه کې د ملګري ليکوال کوټي پنځلس ورځنۍ غونډه په Quettaهوټل کې وشوه. په دې غوڼده کې د ملګري ليکوال کوټي کلنۍ ټاکنې وشوې چې پروفيسر محموداياز مشر او پروفيسر نصيب الله سېماب مرستيال وټاکل شول.
په دې غونډه کې پروفيسر محمود اياز، پروفيسر نظرمحمدنظر پانيزى، ډاکټرعبدالرؤف رفيقي ، عمر ګل عسکر ، شفيق العلم معذور يار، مقدس خان معصوم، خليل باور، حبيب الرحمٰن تاثير، جاويد اقبال، حافظ رحمت نيازى، بارکوال مياخېل، نياز خلجې ، عارف تبسم، پروانه ، باوري ، ارسلا خان کاکړ، او مر تضٰى خان ، برخه اخيستې وه .
ښاغلي نظر محمد نظرپانيزي د غونډي په پاى کې په زړه پوري او عالمانه وينا وکړه، او له نوې قابينې څخه يې د لا زياتو کارونو غوښتنه وکړه.

دۀ وړاندي وويل چې له نويو ځوانانو څخه دا هيله کېږي چې د پښتو ژبي او ادب دپاره نه ستړي کېدونکې منډې ترړې وکړي .
دا رنګه پروفيسر محمود اياز هم د ټولو ملګرو مننه وکړه، او د ژبي او ادب د لا خدمت د پاره يې ملګرو ته ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې موږ به کار کوو . هغه وويل چې بايد سړى څلرويښت ساعته د خپلې ژبي او کلتور و خدمت ته ملا وتړي، په خاصه توګه پښتانه، ولې چې پښتانه په مذهب ، کلتور ، او ژبه ، ولاړ خلک دي.
ياده دي وي چې دا ټاکنې د ښاغلي پروفيسر نظرمحمدنظرپانيزي، او مرتضٰىخان تر څارنې لاندې سرته ورسول شوې
www.larawbar.com

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←