اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

افغانستان 'د یوه ناکامه دولت د خطر سره' مخامخ دی

03.02.2008
امریکایي کار پوهانو خبر داری ورکړی چی که د افغانستان د امنیت او بیا آبادۍ د پاره عاجل اقدامات ونه شی، هغه هیواد د یوه ناکامه دولت د خطر سره مخامخ دی.
په یوه رپوټ کی چی په30.01.2008 نیټه د چهارشنبې په ورځ خپور شوی دی، پخواني سفیر ‏(‎ ټامس پیکرینگ‏)‎ او د سمندري قواو متقاعد جنرال ‏(‎ جېمز جونز‏)‎ ویلي دي چی افغانستان د ناتو زیاتو قواو او پیسو ته حتمي ضرورت لری چی د طالبانو د بغاوت مخه ونیسی.
رپوټ خبر داری ورکوی چی په افغانستان کی د بیا ودانولو کوششونه او په ملکي چارو کی اصلاحات را وستل د یاغیانو د مخ په زیاتیدونکو حملو د جدي گواښونو سره مخامخ دي او همدا راز د هغه ملک سره بین المللي ملاتړ مخ په کمزوري روان دی او خپله د افغانانو باور هم کم شوی دی.
ددې رپوټ ترتیبونکو د ناتو نه غوښتي دي چی په هغه هیواد کی خپلي قواوي زیاتي کړی او امریکا ته یې ویلي دي چی خپل یو خاص آستازی ورته وټاکی.
دا یو د هغو درو رپوټونو نه دی چی د ۲۰۰۸ ع کال دفبرورۍ په لومړۍ نیټه د پنجشبې په ورځ په واشنگټن کی د امریکا په کانگرس کی په یوه مطبوعاتي غونډه کی د افغانستان په باب خپور شو.
امریکا غږ

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←