اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

په ټاکنو کی عوامي نشنل ګوند ANP ډیری څوکۍ وګټلی

18.02.2008
پیښور: دخبری رسنیو د خبرونو له مخی د پښتونخوا په ډیرو سیمو کی کې د عوامي نشنل پارټۍ ANPکاندیدانو له خپل ټاکل شویو ځایونو څخه څوکۍ په بري ترلاسه کړي دی، د عوامي نشنل ګوندANP مشر ښاغلی اسفندیار ولي خان د چارسدې څخه د ولسي جرګې څوکۍ ګټلې ده، مولانا فضل الرحمان ، شېخ رشید احمد او چودري شجاعت حسین خپلی څوکۍ وبایللی.
دعوامي نېشنل پارټۍANP ډاکټر حیدر علي خان، ښاغلی سمیر علي خان، ښاغلی سردار حسین او ښاغلی محمد شاهي خان هم خپلې خپلې څوکۍ ترلاسه کړيدی. د پښتونخوا دولایتی جرګی (سوبایی اسمبلۍ) کی تر اوسه پنځلس څوکۍ تر لاسه کړی. بلوچستان کی یی هم څوکۍ ګټلی دی.
سرکاری نتیجی به د چارشنبی په ورځ اعلانیږی.
Asfandyar Wali Khan ANP
Election 2008 Pakhtunkhwa

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←