د مينې پېغام
د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه
د مينې پېغام
مياشتنۍ مينه مجله د چاپ په درشل کښې
د پښتو ادب او کلتور د ټولو مينه والو په خدمت کښې عرض دے چې مياشتنۍ مينه مجله د چاپ په درشل کښې ده او ډېره زر به د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه خپره شي. که کوم مينه وال غواړي د مينه په وړومبۍ ګڼه کښې خپل پېغامونه يا لنډې ليکنې، شعرونه وغېره شامل کړي نو زر تر زره دې د ايمېل په ذريعه راوليږي
همدا رنګ د نړۍ په مختلفو سيمو کښې که کوم مينه وال په رضاکارانه توګه د مينې مجلې لپاره استازي جوړېدل غواړي نو خپل نومونه او د ځان په حقله معلومات دې هم د ايمېل په ذريعه راولېږي
په مينه
انور شاهين خانخېل
مياشتنۍ مينه پېښور
دفتر: شاهين ټاؤن پېښور
ايمېل: [email protected]
