د پښتنوپه جرګه کې ځانمرګي برید
02.03.2008د خبری رسنیو د خبرونو له مخی د پښتنو په سیمه د ادم
خېلو په دره کې د په يوې قبايلي جرګه کې ځانمرګى بريد شوى چې له امله يې ۴۰ کسان ووژل شول او په لس ګونو ټپيان شول .
د ۲۰۰۸ ع کال د مارچ په ۲ نیټه ديکشنبې په ورځ د غرمی شاوخوا ۱۲ بجې په يوه سيمه ييزه قبايلي جرګه کې چې شاخوا ۱۰۰ قومي مشران او سپين ږيري پکې راغونډ شوي ؤ، د جرګې له پاى ته رسېدو سره سم يوه ځانمرګي بريدکوونکي خپل ځان وچاوۀ . له بريده وروسته د جرګې فضا خړه پړه شوه او هرخوا ته مړي او ټپيان پراته و، چی کابو ۴۰ کسان وژل شوي او ۵۰ شاوخوا ټپيان شوي دی . خو په سيمه کي يو چارواکى وايي چې په دې پېښه کې نژدې ۳۰ کسان وژل شوي او په لس ګونو نور ټپيان شوي دي .مړي او ټپيان په سيمه کې نژدې روغتونونو ته ویوړل شول .
د يادونې وړ ده چې دغه قبايلي مشران په سيمه کې د امنيت او ټيکاو راوستو په موخه سره راغونډ شوي وو .
دا په تېرو درېيو ورځو کې د پښتنو په ايالت کې درېيمه ځانمرګې پېښه ده چې په لس ګونو کسان پکې وژل کېږي .
دوې ورځې وړاندې په سوات کې د يوه ځانمرګي له امله ۵۰ کسان ووژل شول او کابو ۱۰۰ نور ټپيان شول .
بل خوا د بلوچستان ايالت د کلا سيف الله د مسلم باغ په پنډغالي کې د پټرولو او ګازو د پلورنځي د يوې هټۍ مخې د افغان کډوالو په يوه پنډغالي کې چاودنې اتو تنو افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده چی درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ بلل شوى دى . تر اوسه ددې پېښې پره چا پرغاړه نه ده اخيستې .
