دوياړلي احمدشاباباتلين لمانځل کيږي
په کندهارکې دنوي رامنځ ته سوي مشورتي اصلاحې جرګې په نوښت اودکندهاردولايتي شوراپه ملاتړدوياړلي احمدشابابا تلين په کندهارکې لمانځل کيږي .
مشورتي اصلاحې جرګه هغه جرګه ده چې په دي ورستيوکې دلوي کندهاردټولوميشتوقومونوداستازوپه ګډون نوې جوړه شوې ده .
دکندهاردولايتي شوراريس احمدولي کرزى وايې چې ددوشنبي په ورځ يې دولايتي شوراپه نوبتي غونډه کې پريکړه وکړه چې دقومي مخورو،کولتوري کړيو،علمې کسانواوګڼ شمېرمينه والوپه ګډون دستراحمدشابابا تلين دکب په اته ويشتمه نيټه دولايتي شوراپه انګړکې ولمانځي .
نومه وړي زياته کړل چې راتلونکې هرکال به په همدي ورځ
دستر احمدشاباباتلين لمانځل کيږي .
